No-IMG

ازاد هغه دی چې له سمې مفکورې دفاع وکړي

یو سړی  د یو کوهي څنګ ته په یوه کوچي پېښ شو، سړي ولیدل چې د اوښ بار ډېر دی.

کوچي ته یې وویل په دې انډو کې دې څه رابار کړي دي؟ **

کوچي وویل: په یوه کې توښه ده**

 اوبل کې خاورې دي چې د دواړو انډو موازنه برابروي.**

سړي وویل: ولې له دې خاورو ځان نه خلاصوي، توښه په دوه انډو مساوي وویشه، په اوښ به دې بار کم شي ؟**

کوچي وویل : رښتیا دې وویل… هم هغسې یې وکړل چې څنګه مشوره سړي ورکړې وه. بیا یې له سړي پوښتنه وکړه:**

ته اوس د قبیلې مشر یې که دینی عالم یې ..؟**

سړي وویل: نه دا یم او نه هغه، یو عام سړی یم **

کوچي وویل: ورک شئ، نه دا یې او نه هغه یې او بیا مشورې هم راکوې، بېرتهیې انډی  له خاورو ډک کړ او روان شو… !**

 ډېر خلک همداسې دي، افکار ورته ارزښت نه لري، که سم هم وي، یوازې ورته اشخاص او القاب ارزښت لری که افکار یې ناسم هم وي … !**

د ځینو خلکو مقدس کول او په پټو سترګو یې مشورې،  افکار او کړنې تایدول د دې ملت د بربادۍ سبب کیږي ا**

 ازاد هغه دی چې له سمې مفکورې دفاع وکړي، دې ته ونه ګوري چې دا مفکوره د چا ده او مریه هغه دی چې له شخص نه دفاع کوي که یې مفکوره هر ډول وي.**

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک