No-IMG

د " كندهار د بلا" راز: امريكايى ځواکونو یو افغاني هیولا له منځه بوړه

دا کیسه استیون کویل په  2002  م کال په امریکایی مشهوره راډیو سوپر نچرال کې وکړه. د کویل په وینا دا کیسه د امریکا په هڅو تر ډېره پټه وساتل شوه

یو ځل د کشف یو ګروپ په کندهار کې په خپلو عملیاتو پسې ووت، له مرکز سره یې اړیکه وشلېده،

 سم له واره د ځانګړو ځواکونو یوه ضربتي ډله پسې صحراء ته واستول شوه، دوی فکر کاوه چې کیدای شي د دښمن له خوا محاصره شوي او یا هم وژل شوي وي.

هغې سیمې ته ورسېدل چې دغه ګروپ په کې ورک شوی وو، دوی خپله پلټنه پیل کړه، یوې سمڅې ته ورننوتل، د سمڅې په خوله کې شیان یوې خوا او بلې خوا ګډوډ پراته وو، له کتنې وروسته ورمعلومه شوه چې د ورک شویو   سربازانو وسلې او تجهیزات دي.

دې ډلې په ډېر احتیاط په سمڅه کې حرکت پیل کړ، ناڅاپه یوه سړی چې له دوه عادي انسانانو لوی و راڅرګند شو، دې سړي سره ویښتان لرل، څرمنيز پایزار یې په پښو و، بدن یې خوسا بوی کاوه

په سخت عصابنیت یې چېغه کړي او په یو سرباز یې په نېره برید وکړ او ژر په شا سو، د بېلا بېلو اتومات ټوپوکونو  بربد پرې وشو، دې برید ۳۰ ثانیې وخت ونیوه چې په زمکه راوغورځېد

 د دې شخص له وژلو وروسته،  پوځیان سمڅې ته ننوتل،  د خپلو ملګرو جسدونه یې وموند، ان تر هډوکو خوړل شوي وو، دوی دې پایلې ته ورسېدل چې دا غټ انسان له ډېرې مودې راهیسې په دې سمڅه کې اوسېده او څوک چې به دې سمڅې ته ورغی، ژوندی به یې خواړه؟

.

دې جسد  500 کیلوگرام وزن  لاره، محلي مرکز ته یوړل شو او له هغه ځایه  په شینوک هلیکوپتر کې نامعلوم ځای ته انتقال شو.

له سربازانو  د دې راز د ساتلو په خاطر امضاء واخیستل شوه.

خو په اخره کې سربازانو خپله چوپتیا ماته کړه، یو تن یې وویل:  "خلک حق لري چې په حقیقت پوهه شي"

یادښت: دا کیسه مې پخوا لوستې وه، خو نن یو عربي شحصي چینل راخیستې وه، نو ما هم تاسې ته کټ مټ ولیکله، تاسې څه نظر لرئ، ایا داسې څه به شوي وي؟ ایا کندهار کې داسې کوم مشهور سمڅه شته دی؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک