No-IMG

دې مېرمنې د الجزایر په انقلاب کې د ښځو د شرف او عفت په ساتلو کې ابتکار وکړ

کله چې عکاس د عکس ویستلو څخه ویریږي..

دې مېرمنې د الجزایر په انقلاب کې د ښځو د شرف او عفت په ساتلو کې ابتکار وکړ

د فرنسوي موټرو د هارنډ په اوریدو به د بام سر ته وختله، ښځو ته به یې چېغه کړه، ښځو به د کور دالان ته ورمنډې کړې.ټولو به یو بل ته لاسونه ورکړل، یوه بشري کتله به شوه، فرنسویانو چې به د کومې ښایسته ښځې د تختولو هڅه کوله نو په لسګونو ښځو به ونیوله.

همدارنګه یې بل ابتکار وکړ، له هوګې به یې اوبه وویستلې، په بوتلونو کې به یې کېښودې، د دښمن له رارسېدو سره سم به یې په خپل بدن وشیندلې

بل به یې د دیګونو تورکي په مخ وسولول، ځینو به غوجل ته منډې کړې، په خوشایانو به یې خپل بدن ولړه، نو دښمن به ترې تښتېده.

خو کله چې فرنسویانو ته څرګنده شوه چې د نرینه و په غیاب کې د دې انقلاب ممثله دا مېرمن ده

نو یو فرنسوي ونیوله قفص صدري یې ورڅیرې کړ.

درې ورځو پورې یې وینه کانګي کوله، تر دې چې ټول جسد یې له وینې پاک شو او خپل روح یې خدای ته وسپاره.

دا د اوراس د غرونه د خپلواکې مېرمن انځور دی.

کوم فرنسوي عکاس چې دا تصویر اخیستی، په خپلو یادښتونو کې یې لیکلي:

- زه په خپل ژوند کې دومره نه وم ویریدلی، لکه د اوراس د دې مېرمنې د تصویر په اخیستو چې ووېریدم.

شهیده "غزالة بنت عمار د تبسه ولایت اوسېدونکې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک