فرانسه کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم توهين ته د بيان ازادۍ نوم ورکول کېږي، عجيبه خباثت دی!
والله بالله چې معاصر لبرلان او سيکولران د انساني تاريخ تر ټولو سپک او له اخلاقي معيارونو غورځېدلي خلک دي ،
دوئ خپلو وضع کړي اصولو ته هم ژمن نه دي ، په لبرل ازم کې د بيان ازادي تر هغه حده پورې جائز وي چې تر څو بل ته نقص يا اذيت ونه رسيږي ، هر کله چې د بيان ازادي دومره شي چې بل شخص ته اذيت رسيږي نو دا په دې معنا چې د بل ازادی صلب کېږي ، او دا عين جرم دی ....!
دوئ په خپلو کړنو دوه مليارده مسلمانانو ته اذيت رسوي ،
ولي ؟ آيا دا د لبرل اصولو خلاف نه دي ؟
د رسول الله صلی الله عليه وسلم په توهين کولو فرانسويانو ته کومه فائده رسيږي ؟ ولې دا جک وهي ؟
خبره يوازې د کنځلو يا توهين نه ده ، بلکه د توهين تر شا د هغه سخت دريځه تعصب او عداوت ده چې د دوئ په زړونو کې دی ، توهین کول د هغه عداوت اظهار دی .
هر کله چې دوئ دومره تعصب ساتي نو د مسلمانانو څخه ولې د امن او ترحم لري ؟ اسلام د امن دین دی ....!
د دې جملې خو دا معنا نه شوه چې اسلام دې يو بې بريتو دين شي چي هر څوک سه وايي اسلام دې خاموش وي ،
خير زموږ او د صليبيانو سابقه شته ، زموږ او د ملحدينو هم سابقه شته ....!
زموږ سلف او اجداد والله که په دوئ ملامت ول ،
هغوئ دوئ په اصلي معنا پيژندلي ول ...........!
