زه کله نا کله فکر کوم چې !
اسلامي نړۍ دومره په سختو پړاوونو کې ده ، ورځ تر بله مشکلاتو سره مخ کېږي ، امنيتي حالات سم نه دي ، مسلمانان ورځ تر بله ضعف اړخ ته روان دي ، نو بيا ولې برمختللي اروپا کې اسلام تر ټولو زيات منل کېږي ؟
ګوره !
د انساني عقل تقاضا خو دا ده چې يو پرمختللی انسان بايد له ځانه نور هم پرمختللې فلسفه باندې عمل وکړي، يعنې د يو دسې قوم پيروي وکړي چې هغه له ياد قوم څخه ډېر پرمختللی وي ، برعکس نو بيا ولې يو پرمختللی انسان د يو دسې دين پيروي کوي چې د هغې منونکي مشکلاتو سره مخ دي ؟
زما په فکر ځواب دا دی چې :
په غرب کې اسلام قبلونکي ځوانان په دې پوهه شوي چې د اسلامي نړۍ د پرمختګ نه کولو لامل اسلام نه دی بلکه نور عناصر دي ، دويم دا چې غرب د سکون لپاره مادياتو ته پناه یوړه ،خو ......
قلبي سکون مادياتو پورې نه وي تړلی ...!
هر حال کې دوئ مجبور دې چې د حق دين پيروي وکړي .
