No-IMG

رشتې ورکول؛ خانداني مسائل او لور خور ورکول يا رشته غوښتل ډېرې باريکه مسلې دي

- ځينې خلک د يو چا اروپايي توب ته ګوري او رشتې ورکوي، خلک فکر کوي چې ولا فلانکی خارج کې ده او د واده نه بعد به ميليونران شو، بيا چې رشته ورکړل شي جينئ په کلونو ناسته او هلک په خارج کې يا بله وکړي يا بيغمه چکرې وهي، دلته جينۍ پلار کره زړه کړي .

ډېر وخت دسې هم شوي چې جينئ لس اته کاله انتظار کړی  او بيا ورپسې هلک طلاق راليږلی .

ډېر کم دسې ودونه مثبتو نتيجو ته رسېدلي، د يو چا په خارج کې اوسيدل کله هم د هغه د ښه انسان کېدو معيار نه وي، بايد اصل معيارونو ته وکتل شي او بيا هلک وطن ته راوغوښتل شي او دا شرط په کېښودل شي چې اول به د پاسپورټ او ويزې غم کی بيا به نکاح او واده کيږي او يا دې هلک همالته خارج کې کوم مسلمان خاندان سره رشته وکړي.

د دې نه علاوه اغلب صورتونو کې د جينئ تباهي ده .

- ځينې وخت زيات ولور ته وکتل شي او جينۍ ورکړل شي، په دسې صورتونو کې د جينۍ پلار د خپلې لور سره زياتی کوي، اکثره وخت د هلک اخلاقو او شخصيت ته نه کتل کيږي، بلکه يوازې د پيسو لپاره د خپلې لور ژوند تباهي سره مخ کړي، د هلک په زړه کې هم وقار کم کړي ، بلکه ډېر وخت هلکان په کلونو کلونو د ايران مسافر شي، تر څو د کاکا خسر لمنه د حرامو نه ډکه کړي .

- ځينې وخت په خاندان کې يو شخص يا ښځه په څلورو شي او ضد واخلي چې ولا فلانکي ته يې ورکوم يا فلانکئ جينۍ خپل ځوي ته کوم، چې کله هم خبره دسې سرټمبه توب ته اوړيدلي وروسته يې منفي نتائج راوتلي، رشتې کول ډېر باريک کار وي .

په دې کې زور وهلو يا ضد کولو ته هيڅ ضرورت نه وي، که کوم ځای کې په ارامه رشته نه کيدله نو مې کوئ، د يو چا په زړه کې په زور احترام نه اچول کيږي، سبا به د يو چا لور خور جسما کور ته راولئ خو په زور کله هم د هغې زړه نشي خپليدلی .

چې کله هم رشتو کې خبره زور ته وتله، لرې ترې تيريږئ، په حيا او عزت کې هغه ځای پريږدئ .

- ځينې خلک د يو حا منصب او چوکۍ ته وګوري چې ولا ولسوال دی ، والي دی ، پاسوال دی ، ډګروال دی والي دی ، يا بل منصب داره دی .

نور د هغه اخلاقو ، عمر ، ايمانيداري شخصيت ته نه کتل کيږي،  حال دا چې جينۍ د د منصبدار په کور کې څومره خوراک کوي د عام شخص په کور کې يې هم هغومره خوري، خو دا بې ځای حرص او غټو خلکو ته سونی سونی کيدل بد عادت دی، بلکه سپک عادت دی .

لهذا احتياط پکار دی، په خپلو کورونو کې يو څه اصلاحات راوستل پکار دي، د رشتې په کارونو کې باهمي رضامندي پکار ده، د نارينه مسؤليت دی چې خه په اخلاص د هلک کورنۍ او اخلاق مطالعه کړي، بيا د خور لور رضامندي ته وګوري او د هغې نه بعد په مناسبه طريقه رشته ورکړي .

 

همدا راز په هلک باندې هم زور يا فشار راوستل نه دي پکار،  بلکه ځينې مېندې دا غلطي کوي چې خپل اولادونه په يو رشته ګرم کړي، سم صفتونه يې ورته وکړي او منفي جهتونه يې پټ کړي، هلک هم په ذهن کې نقشې جوړې کړي، خو چې واده وشي بيا کيسه بدله وي .

د هلک لپاره بايد معيارونه : ايمانداري ، اخلاق، د بدن سالميت او يو څه مناسبه نان نفقې پيدا کول وي .

د جينۍ لپاره معيارونه بايد: ايمانداري، اخلاق، د بدن سالميت او کورنی تربيت وي .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک