No-IMG

د خلکو په نفسياتو پوهه داعي ډېر بهتر وي

يو نفر امريکا ته غوښتل شوی وو، هغه ته CIA دوه کاله ټريننګ ورکړ وو

ما يې له ملګري څخه پوښتنه وکړه چې د ټريننګ اړوند څه وايي؟ هغه ويل چې د جاسوسۍ ځينې تخنيکونه يې ور ښودلي .

تر ټولو جالبه يې دا وه چې که غواړې د يو نفر جاسوسي وکړې، بايد هغه سره ملګرتيا وکړې، او ملګرتيا لپاره بايد د هغه د خوښې او خوشالۍ کارونه او څيزونه معلوم کړې، لکه مثال :  خاص رسيټورانټ، يا لوبه ، يا قهوه خانه، کتابتون يا دسې ځاي چې هغه پکې پرسکونه Relax کيږي .

بيا په دې طريق باندې ته هم خپل شغل او د خوښي ځای د هغه په څير جوړ کړه او بيا ورسره تګ راتګ او دوستي ډېر په اسانه جوړه کړه .

خبره اصل کې دا ده چې که غواړو موږ په يو چا کار وکړو، دعوت ورکړو او فکر يې وربدل کړو، بايد هغوئ سره خلاصه او دوستانه فضا جوړه کړو، په ترش تندي او ځان يو طرفته نيولو باندې کله هم دا فضا نه رامنځته کيږي،

امت په سختو حالاتو کې دی او يقينا چې زياتره ځوانان پرې خفه دي، خو دې کې څه حرج نشته چې يو انسان په عام ژوند کې لږ وخاندي يا خوښي وکړي، که څوک وايې چې نا بايد ونکړي نو بيا پکار ده چې ياد انسان مکمل د عمومي ژوند نه خندا ختمه کړي، خپلې کور وداني او ورونو سره هم ونه خاندي

او مطلق حزين پاتي شي (او له دې نه قران منعه فرمايلي ده) .

دين خپل اصول لري، د خندا په وخت خندا نه څوک نه منعه کوي، البته د مسؤليت په وخت کې مسؤليت ترسره کول ضروري دي .

د کرکټ اړوند که يو څوک وقتي ډول باندې خوښي وکړي نو په دې کې هيڅ شرعي حرج نشته.

البته غرقيدل پکې، جواري کول، ګډا او نور منکرات منعه دي.

يو نرم مزاجه داعي، خنده رويه داعي، د خلکو په نفسياتو پوهه داعي ډېر بهتر وي له هغه داعي نه چې دا صفات پکې نه وي .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک