No-IMG

په دې سوچ باندې موږ کولی شو چې موثر کتابونه وليکو

کتابونه ليکل ډېر مهم وي، خو زموږ په ټولنه کې يو مشکل دا هم دی چې ځينې ليکوالان يوازې د کتاب حجم زياتوي يا هم په ذهن کې يو څو خبرې ورسره وي او کتابي شکل ورکړي .

مثال زه يو کتاب وليکم چې ډيموکراسي بد شی دی، سيکولرزم بد شی دی، فکري مبارزه پکار ده، اسلامي نظام د بقاء واحده لار ده او او او ...(دا ټولې دعوې دي)

دا خبرې د خپلو همفکره خلکو لپاره ښې وي، هغوئ چې يې مطالعه کوي خوند ورکوي، خو همدا خبرې د مخالف فکر قايله کولو لپاره کافي نه وي، بلکه موږ مجبور يو چې د مخالف فکر اشخاصو ذهني حالت او علميت معلوم کړو او خپلې خبرې په موثقو حوالو ، عقلي او منطقي دلايلو باندې وکړو، تر څو د لوستونکي په ذهن بوج راوړل شي او هغه دې ته مجبور کړل شي چې خپل فکر بدل کړي .

موږ عموما په فکري ليکنو کې (دعوه) کوو خو د مخالف فکر قانع کولو لپاره دليل مهم دی او دې ته کتل پکار دي چې کوم ډول دليل مهم دی .

که چېرې مخالف په نقلي دليل قانع کيږي بايد د دعوې د اثبات لپاره نقلي دلايل راوړو، هغه که په عقلي دليل قانع کيږي بايد عقلي راوړو، بيا هغه عقلي دليل وګورو چې واقعاً دا دليل قوي دی او که دا هم رد شوی .

په دې سوچ باندې موږ کولی شو چې موثر کتابونه وليکو .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک