No-IMG

مونږ ستونزې لرو خو د طویل المدتې آرامې لپاره باید له ډېر څه تېر شو

برګنیف برژنسکي د نړیوالو اړیکو ستراتیژیک مفکر د امریکا د ملي امنیت پخوانی مشاور کال ۲۰۱۲م کې د خپله کتاب "ستراتیژیک لرلید Strategic vision" په دریم فصل کې په نړیوال سستم د امریکا د ممکنه زوال په جیو پولیتیکو تأثیراتو خبره کوي.

دی په دې فصل کې د امریکا له ممکنه زوال له امله د تایوان، یوکراین، جورجیا، بلاروس، افغانستان، پاکستان او منځني ختیځ په ایندې بحث کوي.

په ۱۹۴ صفحه کې د افغانستان په آیندې بحث کې لیکي چې افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته دوه سیناریوګانې وجود لري.

یوه سیناریو دا ده چې افغانستان به یوې داسې کورنۍ جګړې ته ځي‌ چې هلته به پخواني جنګسالاران د قدرت نیولو لپاره د یو بل سره جګړه کوي. دا کار به افغانستان د یوې نه ختمېدونکې جګړې سره مخ کړي چې هېڅوک به یې ګټونکی نه وي‌ او د افغانستان عام ولس به یې قرباني وي.‌ ( له نیکه مرغه دا سیناریو ناکامه شوه او امارت وتوانېد چې  د افغانستان په ټوله خاوره حاکم شي.)

دوهمه سیناریو دا یادوي چې که چېرته افغانستان کې یو واحد او قوي حکومت رامنځ ته شي، د سیمې هیوادونه به کوښښ کوي چې خپل نفوز لپاره قومي او مذهبي جګړې ته لمن ووهي. دې کې د سیمې ګټه ده او کولی شي چې دوی خپلې ګټې له همدې لارې تضمینې کړي.”

د افغانستان جیوپولیتیک موقعیت چې له یو طرفه لوی فرصت خپل مخ ته لري له بل اړخه دغسې مشکلاتو ته ډېر ضعیف دی.‌

د افغانستان په شان په کلیدي جغرافیو کې د پرتو هیوادونو یواځینۍ لار دا ده چې دلته یو قوي مرکزي حکومت وجود ولري. داسې حکومت چې د خپلې اقتصادي بسپنې لپاره په خپلو زیربناؤ او پروژو کار وکړي‌ او په نظامي لحاظ داسې اردو ولري چې وکولی شي په لوړه روحیه له هر اړخه د خپلې خاورې ساتنه وکړي.

د افغانستان اوسني حالت ته له همدې زاویې کتل غواړي، مونږ به مشکلات لرو خو متأسفانه په داسې نړیوال سستم کې ژوند کوو چې د طویل المدتې آرامې لپاره باید له ډېر څه تېر شو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک