د امريکا او طالبانو د تړون امضاء او د اشرف غني پلانونه
امریکا چې کله طالبانو سره تړون امضاء کړ، ډاکټر غني دوه کارونه پیل کړل؛ له یو طرفه یې لابي پیل کړه چې امریکا له افغانستان څخه لاړه نشي او په څه نه څه شکل د دوحې تړون لغو او د طالبانو دفتر بند کړل شي. په دې لابۍ ډاکټر غني په امریکا کې ډېر مصارف هم وکړل، داخل کې یې هم ورته مختلف النوع کمپاینونه پیل کړل. د القاعدې او نورو خارجي جنګیالیو په جوړو کړای شوو کیسو او له همداسې نورو وسائلو دې لپاره استفاده کول چې پر امریکایانو فشار راشي او هغوی د څه نظامي اډو د پاتې کولو ته تیار کړي.
بل طرف څخه یې د ملېشو په جوړولو فکر پیل کړ. دې لپاره پکار ؤ چې د طالبانو په وړاندې د خلکو قهر او غوسه راپورته کړای شي. په دې برخه کې هم دوی له مختلو وسایلو کار اخسته. همدې موده کې د علماؤ، ژورنالستانو او نورو مشهورو قومي څېرو مرموزې وژنې پیل شوې. کوشش کېده چې طالبان (چې د صالح په اصطلاح زمونږ د ټولنې یو واقعیت دی) خلکو ته یو محض پردیپال ترورېست ګروپ معرفي کړي تر څو خلک له سولې لاس واخلي او جګړې ته زور ورکړي، د خلکو په زړه کې د دوی پر وړاندې د نفرت پیدا کولو لپاره له رسنیو نیولې تر هرې حلالې او حرامې وسیلې پورې استفاده کول هغه څه ول چې دوی د ملېشو جوړولو ته عامه ذهنیت پرې برابروه.
د ډاکټر غني اول ارمان چې امریکایان په افغانستان کې پاته شي، پوره نشو. ده چې پر ۲۱ د جون امریکا ته سفر وکړ، بايډن دی ډېر سپک را رخصت کړ، ورته یې وویل که سمه نظامي ستراتیژي جوړولی او عملي کولو لپاره یې اجماع رامنځ ته کولی شې پیسې درکوم خو د نظامي اډو خوب هم ونه ګورې، مونږ په بشپړه وتلو فیصله کړې. ډاکټر غني ته یواځې دویمه لار پاتې شوه. دا چې له امریکا راغی په دوهمه لار یې کار پیل کړ. طالبانو چې په ولسوالیو حملې پیل کړې دوی بیا هماغه تبلیغاتو، د عامه خلکو وژنو، عامه تأسیساتو ورانولو او همداسې نورو وسائلو په واسطه کوښښ وکړ چې د خلکو نفرت د طالب په وړاندې قوي کړي. د ملېشو "مشهورو" مشرانو له خدایه همداسې وخت غوښته. د مزار شریف په آخرني سفر کې یواځې "ستر جنرال" عطاء محمد نور ته ډاکتر غني ۱ نیم میلیون ډالر وروړي ؤ (چې هغه به څه شوي وي!؟) د دوستم او نورو حسابونه یې بیا تاسي کوئ. دې دوهمې لار هم سر ونه نیو، ملیشې ناکامې شوې او مشران یې د تاجکستان، دوبی او ترکیې ۵ ستوري هوتلونو په طرف هۍ سول.
دا د میکیاویلین سیاست ډېرې پېژندل شوې مشهورې ستراتیژیانې دي خو متأسفانه چې د غني قدرت لپاره هېڅ په کار رانغلې. د بلیک هاک او B-52 په زور راوړل شوي رهبران ټول وتښتېدل او ملت تل لپاره د دوی د ناپاکو څېرو خلاص شو.
