جيو پولټيک او سټراټيژيک بدلونونه؛ افغانستان څه بايد وکړي؟
د چین د بهرنیو چارو وزیر او د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت استازی له خپلو قوي ټیمونو سره افغانستان ته راغلي ؤ.
دا سفرونه د افغانستان د بهرني سیاست په تاریخ کې یو بې مثاله فعالیت دی.
دا چې دغه سفرونه څومره مهم دي، دوی افغانستان کې د څه شي په لټه کې دي، افغانستان ته دوی څه لپاره مهم دی، نوی حکومت دوی سره تر کومې پولې اړېکې وغځوي او دوی په کوم شکل غرب سره بلانس کړای شي، دلته پرې بحث شوی.
لیکنه اوږده ده خو مطمئن یم چې چین او روسیې د تعامل په اړه درسره ډېر کومک کوي.)
جیو پولیټیک او سټراټیژیک بدلونونه؛ افغانستان څه باید وکړي؟
عبدالحی قانت
کال ۱۹۹۱م کې چې کله شوروي مات شو، نړۍ کې یواځې امریکا د نړۍ له ټولو لوی قدرت پاته شو. له دې مخکې د بشر په تاریخ کې کله د ټولې نړۍ پر سر د یو قدرت حاکمیت نه دی تېر شوی. د امریکا لویو متفکرینو هغه مهال دا حاکمیت د تاریخ پای وباله. دوی فکر کاوه چې له دې وروسته به امریکايي لبرال فکر د نړۍ حاکم فکر وي او پر ټوله نړۍ باید دا فکر د نظام د یو میکانېزم په شکل ومنل شي.
امریکا ته هغه مهال نړیوال سیاست کې درې لوی چېلېنجونه مخ ته پراته ول؛ روسیه، چین او اسلامي نړۍ.
د روسیې په اړه امریکا کې غالب فکر دا ؤ چې د شوروي له ماتې وروسته روسیه له دې کاره وغورځېدله چې بېرته په خپو ودرېږي. امریکا په دې نظر وه چې روسیه نړیوال سیاست کې دوه لارې لري؛ یا به د اروپا اتحاد برخه ګرځي، د ناټو غړیتوب به ترلاسه کوي، د امریکا په مشرۍ به د غربي بلاک یوه ټوټه جوړېږي او که چېرته خپل شرقي او مستقل هویت ساتي بیا دې د خپلې تباهۍ شپې شمېري. امریکا داسې پلان وکړ چې روسیه له شا او خوا زندۍ کړي. دوی له غربي اروپا څخه د شرقي اروپا په طرف د ناټو د غځونې چارې پیل کړې. په ۱۹۹۹م کې پولېنډ، چک ریپبلک او هنګري د ناټو برخه وګرځېدله. دا لړۍ روانه وه، ۲۰۰۴م کې یې اسټونیا، لیټویا او لیټوانیا (بالټېک هیوادونه) د ناټو غړي شول او همداسې خبره تر دې ورسېده چې په ۲۰۰۸م کې د ناټو په کلنيکنفرانس کې د جورجیا او یوکراین د ناټو د عضویت په اړه هم اعلان وشو. دا اعلان روسیې ته د خطر زنګ ؤ. له ۱۹۹۱م تر ۲۰۰۸م روسیه دونې شوې وه چې د خپلې دفاع لپاره په نړیوال سیاست کې غږ پورته کړي. دا غږ د روسیې د ځینې نورو ملګرو لخوا هم بدرګه شو. د ناټو د غځونې پروسه خطر سره مخ شوه. روسیه په دې پوهېده چې د ناټو د غځونې پروسه د دوی په ستوني توره کېښودل دي خو مخکې له ۲۰۰۸م یې دا قدرت نه درلود چې د دې پروسې په وړاندې ودرېږي. دا مهال چې د یوکران مسئله جوړه ده، د دې مسئلې بنیاد د ناټو د ۲۰۰۸م په همدې غونډه کې کېښودل شو.
چین امریکا ته بل خطر ؤ چې غوښتل یې مخه یې ونیول شي. د امریکایانو مفکرینو نظر دا ؤ چې پرېږدئ چین په اقتصادي لحاظ لږ وغوړېږي. دوی په دې نظر ول چې که د چینایانو اقتصاد کې لږ مثبت بدلون رامنځ ته شي او دچین د عامو خلکو ژوند ښه شي، چینایان به خپله دې ته اړ شي چې له چینايي دولت مدارانو نورې غوښتنې وکړي. دوی د یوې سیاسي تیورۍ په اساس په دې فکر ول چې د چین خلک به له دې امله د خپل دولت په وړاندې پاڅېږي او هلته به یو انقلاب رامنځ ته شي. د دوی په فکر دغه انقلاب به امریکا بسپنه کوي او بلآخر به چین کې داسې حکومت جوړوي چې د امریکا ګټې ساتي او نړیوال سیاست کې د امریکا ملګری وي. دوی د همدې تیورۍ په اساس چینایانو ته لار پرانستله. چین باندې یې بندیزونه ختم کړل. د امریکا لویې کمپنۍ لکه MG, Ford, او Boeing یې چین ته واستولې. د چین لوی مارکیټ کې یې خپله ګټه هم پیل کړه او چین ته یې هم د ګټې فرصت برابر کړ. د همدې پروسې بله برخه دا شوه چې چین ته اجازه ورکړل شوه چې د نړیوالو اقتصادي سازمانونو برخه شي تر څو د تجارت لار ورته پرانستل شي. دا هر څه کېدل خو په دې نیت چې د چین خلک به ښه ژوند دې ته اړ کړي چې غوښتنې یې ډېرې شي، دا کار په شورش او بلآخر په یو انقلاب بدل شي.
دغه انقلابونه د امریکا د ستراتیژۍ ډېره مشهوره برخه ده. دوی یې نارنجي انقلابونه یادوي چې د دوی په وینا د دیموکراسۍ، د بشر د حقوقو او همداسې نورو بنیادي مسائلو لپاره را پورته کېږي او بیا یې امریکا د همدې مثبتو سیاسي نعرو پر بنسټ بسپنه کوي.
دا انقلابونه روسیې، جورجیا، یوکراین، ایران، چین او همداسې نورو ډېرو هیوادونو کې ناکام شول. د عربي نړۍ د ډیموکراسۍ انقلابونه هم د همدې پروسې یوه برخه وه.
اسلامي نړۍ هغه دریم لوی چېلېنج ؤ چې باید امریکا له مخې لرې کړی وای. اسلامي نړۍ کې د امریکا بل لوی هدف دا ؤ چې دلته زیرمۍ، معدنیات، تېل، ګاز او د انرژۍ وجود درلود. دا زیرمې امریکا لپاره له هر څه ډېرې مهمې وې. په عین حال کې د اسلامي نړۍ هغه حکومتونه چې د امریکا راج ته یې سر نه ټیټوه هم باید د دوی په نظر یې غم خوړل شوی وای. د اسلامي امارت د هغه وخت حکومت، د عراق صدام او د عربي نړۍ ځینې نور مشران چې بیا د عربي انقلاب څخه وروسته یې د قدرت له واګو وغورځول د همدې راډار ټارګټ ول.
امریکايي نظامي او سیاسي مفکرینو فکر کاوه چې دا جګړې په ډېر کم وخت کې نتیجه ورکړي، دوی به په دې هیوادونو کې د خپلې خوښې حکومتونه جوړ کړي او د امریکا د هیژمانۍ ساتلو لپاره به دا هیوادونه د پیسو او نظامي اډو په زور یرغل ساتي خو واقعیت داسې نه ؤ. اسلامي نړۍ کې هم امریکا له مقاومت سره مخ شوه. افغانستان، عراق، ایران او همداسې نور هیوادونه د امریکا په وړاندې ودرېدل. امریکا په اسلامي نړۍ کې جوړ کړي د سلېښو ډنډ کې ونښته، چین او روسیې ته د دې فرصت پیدا شو چې په نړیوال سیاست کې د امریکا مقابلې ته ځان جوړ کړي.
همداسې وشول، کال ۲۰۱۸م کې د امریکا دفاع وزارت پنټاګون په اول ځل د خپلې نوې سټراټیژۍ په نشرولو د دې اعلان وکړ چې په نړیوال سیاست کې دوی لپاره روسیه او چین له هر څه زیات مهم دي او نور نه غواړي چې خپلې جګړې وغځوي.
له شل کاله وروسته اوس بیا هم هماغه حالت دی. امریکا لپاره اوس هم درې لوی چېلېنجونه وجود لري. چین، روسیه او د اسلامي امت په منځ کې راټوکېدلی هغه فکر چې مسلمانان باید د یو واحد صف په څېر د اسلامي امت د ګټو سیاست وکړی. د اسلامي نړۍ دغه داعیه دا مهال څو معلوم هیوادونه ډېر په دقت او احتیاط پر مخ وړي. افغانستان هم ښايي آینده کې ځان د همدې بلاک برخه وویني.
د اوکراین له جګړې وروسته د نړۍ جیو پولیټیکېې او سټراټیژیکې معادلې د بدلون په لور دی. دا چې دا معادلې په کوم لور روانې دي او آینده څنګه برېښي دلته یې د څو نکتو په شکل بحث کوو؛
۱ نړۍ دا مهال له یو بعدي حالت څخه څو بعدي حالت ته تبدیلېږي. دا چې امریکا او ناټو په دې ونه توانېدل چې په فزیکي ډول خپل پوځونه یوکراین ته ولېږي او یوکراین د ورسیې له یرغله بچ کړي د دې ښکارندوی ده چې امریکا او ناټو نور په نړیوال سیاست کې په هرې قضیې د ویټو قدرت نه لري. چین او روسیه د نوي نړیوال نظام لوی او با قدرته لوبغاړي دي.
۲ د اولې نکتې په اساس به اوس روسیه او چین دواړه په دې فکر کوي چې څنګه د امریکا په وړاندې خپل بلاک مضبوط کړي، امریکا تر دې دمه په دې فکر وه چې نوې سړې جګړه کې چې د چین او امریکا تر منځ به کېږي، روسیه له ځانه راضي وساتي او دې ته یې اړ کړي چې د نړۍ په نوې معادله کې د امریکا تر څنګ ودرېږي. د ۲۰۲۱م کال جون په میاشت کې د پوتین او بایډن ملاقات په همدې فکر ترتیب شوی ؤ چې امریکا روسیې سره د همکاۍ لپاره مشترکات پیدا کړي. د اوکراین له کړکیچه وروسته دا پروسه اوس ناکامه ښکاري. دا امکان اوس ډېر لرې ښکاري چې روسیه په نړیوال سیاست کې د امریکا د بلاک برخه شي.
۳ روسیه په دې اساس کوښښ کوي چې پهGreater Eurasian Partnership (GEP) باندې کار وکړي. د دې سټراټیژۍ مفهوم دا دی چې روسیه به د غرب پر ځای وغواړي د چین، هند، پاکستان او ایران سره همکاري زیاته کړي. د دې یو لوی ثبوت پرون (۳ مارچ) په ملګرو ملتونو کې د روسیې د یرغل پر وړاندې د هیوادونو رایه کارول ؤ. پورته یادو شوو ټولو هیوادونو د روسیې د یرغل په اړه د بې طرفۍ رایه وکاروله. هند چې په نړیوال سیاست کې د چین په وړاندې د امریکا معتمد ملګری دی هم د روسیې پر وړاندې رایه ونه کاروله. دا کار د روسیې او هند تر منخ د اړیکو ژورتیا په ډاګه کوي.
۴ په همدې ستراتیژۍ د روسیې تر څنګ په عین حال کې چین هم کار کوي. چین غواړي چې په سمیه کې قوي قدرت جوړ شي او دا تر هغې ممکن نه ده چې د سیمې ټولو هیوادونو سره د همکارۍ لاس ورنکړي. چین په دې برخه کې د پاکستان سټراټیژیک ملګری دی. روسیې سره یې نوې اړیکې دونې قوي دي چې د پوتین په وینا په تاریخ کې کله هم دې حد ته نه وې رسېدلې. د روسی او چین اړیکې تر ډېره اقتصادي دي، له دې امله د ټکر امکان یې هم کم دی. هند سره چین له ډېر وخته د مشکلاتو حل کولو لپاره د سولې یوه پروسه پیل کړی چې د دواړو هیوادونو مشرانو هم څو ځله کتنې شوي. د هند او چین اړیکې به څه وخت ونیسي تر څو داسې حالت ته ورسېږي چې پر یو بل باور وکړی. ایران سره د چین د ۲۵ کلن سټراټژیک تړون امضاء د همدې پروګرام برخه وه.
۵ روسیه به تر یو وخته په دې سټراټیژۍ کار کوي خو دا ممکنه نه ښکاري چې روسیه دې حد ته ورسېږي چې د دې نوي شرقی بلاک مشري وکړی. په اقتصادي لحاظ روسیه دې ته جوړه نه ده چې دا کار وکړي له دې امله چین ممکن آینده کې د امریکا په وړاندې د دې بلاک مشري وکړي. دا به وخت ثابتوي چې هند به د دې بلاک برخه پاته کېږي او که نه خو د روسیې په شمول د نورو ډېرو هیوادونو امکان شته چې د دې بلاک برخه اوسي.
۶ له ټولو مهمه خبره دا ده چې دغه هیوادونه چې پاس یاد شول، ټول د شانګهای سازمان غړي دی. له دې امله، ممکن آینده کې شانګهای کنفرانس د نړۍ یو له قوي او قدرتمندو ارګانونه حساب شي.
افغانستان څه باید وکړي؟
افغانستان په اقتصادي لحاظ د دې وړ نه دی چې د نړۍ په سیاست کې دا مهال د بلاکونو برخه شي. د دې مفهوم دا هم نه دی چې مونږ په داسې شکل ناپییلي پاته شو چې د نړۍ په دې ګرم سیاست کې فرصتونه له لاسه ورکړو. افغانستان باید دوه کاره وکړي؛
یو طرف ته باید د غرب بلاک سره په اړیکو کار وکړي تر څو غرب ته د دې پیام ولري چې افغانستان غواړي دوی سره ښې اړیکې ولري. غرب سره باید همکارۍ ته دوام ورکړل شي. د غرب له اقتصادي فرصتونو باید استفاده وشي، زمونږ ټرانزیټ او تجارت باید تر غربه لار پیدا کړي او په اقتصادي لحاظ باید له هېڅ قسمه همکارۍ دریغ ونه شي. په عین حال کې باید په نظامي او سیاسي لحاظ د غرب او شرق تر منځ داسې توازن وساتل شي چې په ډېر تخنیک مونږ د دوی له رقابته ځان ساتلی وي. مونږ باید دې کار لپاره د متوازن سیاست، بې پرې پالیسۍ او اقتصاد محوره سیاست خبره وکړو.
بل اړخ ته زمونږ واقعیت دا دی چې مونږ شرق سره تړلي یو. زمونږ اینده د همدې خلکو سره ده. اقتصادي نښلون، امنیت او سیاست مو همدې شا او خوا هیوادونو سره تړل شوی. روسې، چین، هند، پاکستان، ایران، مرکزی آسیا او عربي هیوادونو تر منځ باید داسې رول اداء کړای شي چې دوی لپاره افغانستان د نښلون نکته اوسي. دا چې دوی سره اړیکې اوسي په عین حال کې افغانستان دوی لپاره د یو داسې ستراتیژیک موقعیت په اساس استفاده شي چې د دوی د نښلون کارت زمونږ لاس کې وي. په دې لړ کې افغانستان لپاره له ټولو وړاندې په سیمه ایزو ارګانونو کار پیلول پکار دي. افغانستان د شانګهای ناظر غړی دی، اولنې کار همدا دی چې د شانګهای د آینده اهمیت لپاره باید مونږ د شانګهای غړیتوب تر لاسه کړو. ریکا (RECCA) باید فعاله شي، سارک، ایکو او نور سیمه ایز ارګانونو ته باید په نوي بڼه منظم پلان ولرو. په دې ټولو ارګانونو کې باید زمونږ اړتیا، د قوت او ضعف ټکي، فرصتونه او ننګونې مالومې وي او هغې لپاره مو پلان جوړ کړای وي. هغه سیمه ایزې پروژې چې له مخکې امضاء شوي دي، باید چټک پرې کار پیل شي تر څو د سیمه ایز نښلون هغه داعیه چې مونږ یې د خپلې سیمه لپاره لرو او افغانستان یې د پل کردار اداء کوي، باید په واقعیت بدله شي.
مونږ به دا ټول کار په داسې شکل کوو چې د نړۍ بدلېدونکي ډاینامکس مو مخ ته ایښي وي. د شرقي او غربي بلاک د بلانس او ګټو سیاست تر څنګ باید دا هم له پامه ونه غورځول شي چې د اسلامي نړۍ هغه نرم ځواک چې د افغانستان نوی حکومت یې په لاس کې لري، له لاسه ونه اوځي.
د اسلامي نړۍ په لویو مسائلو او مشکلاتو باید داسې موقف ونیول شي چې په ریالیستیک ډول د نړۍ سیاست، د لویو ښامارانو طبعیت او د اسلامي نړۍ سپیڅلي احساسات پکې اغږل شوي.
په داسې یو ریالیستیک او واقعي فکر د افغانستان نوی حکومت کولای شي بهرنی سیاست داسې ترتیب کړي چې د نړۍ د نوي نظم او بدلېدونکو جیو پولیټیکي معادلو په منځ کې د افغانستان ملي ګټې، د سیمې امنیت او په نړیوال سستم کې د افغانستان پرستیژ وساتي.
