د سردار ولي پښتونزوی لیکنی
د انګرېزانو لخوا د سپين بولدک د جنګي کلا ورانول، ۱۹۱۹ع
بولدک د کندهار ختيځ ته پراخه اولسوالۍ ده چي د کندهار سړک ته نږدې يوه لويه جنګي کلا لري چي د افغانستان له مهمو کلاوو څخه ګنل کېږي او پخوا ئې [کلای جديد] بلله. دغه کلا چي سل کاله وړاندي د امير حبيب الله په امر پراخه او د کلا په هرکونج کي يو برج او پر شاوخوا ئې خندق وکښل سو. د کلا دېوالونو تيرکښان لري چي جګوالی ئې له ۲۶ څخه تر۳۰ فوټو پوري وو. کلا دمستطيل په شکل ده او مخ هه یې د همدې جنګ هدیره ده، [نور مالومات کامنټ کي]
په دغه ګارنيزيون کي د برجانو په ګډون نږدې شپږ سوه تنه منظم پلی پوځ پروت وو او د کلا شاته د ميوو د ونو باغچه، وړوکۍ مسجد او د هغو افغانانو قبرونه دي چي انګريزي يرغل پر مهال شهيدان سوي دي.
د خپلواکۍ په جګړه [۱۹۱۹ع] کي د انګرېزانو زرګونو فوځيانو پ...
نور ولوله
زرګر
پخوا به پښتني سيمو کي د کاله څو ډلي په کليو ګرځېدل او خپل ټاکلی کار ئې مخ ته وړی.
۱- طبيبان/او يا هم نايان به د ماشومانو په سنتولو ...
۲-سيدان به په غنمو ټولولو پسي... چي صحراوو کي ئې [من] بولي...
۳-اهنګر به د لوښو رنګولو او رغولو د پاره
۴-زرګر به د زرو پلورلو او جوړولو دپاره...
۵-منجاری/سوداګر چي په يوه خورجين کي به ئې ښاري سودا وه...
۶-پښ/اوستاکار به د لورونو، تېشو او بېلچو د تېرولو د پاره په خپلو موسمونو کي کلي...
نور ولوله
د انګرېزانو لخوا د سپين بولدک د جنګي کلا ورانول، ۱۹۱۹ع
بولدک د کندهار ختيځ ته پراخه اولسوالۍ ده چي د کندهار سړک ته نږدې يوه لويه جنګي کلا لري چي د افغانستان له مهمو کلاوو څخه ګنل کېږي او پخوا ئې [کلای جديد] بلله. دغه کلا چي سل کاله وړاندي د امير حبيب الله په امر پراخه او د کلا په هرکونج کي يو برج او پر شاوخوا ئې خندق وکښل سو. د کلا دېوالونو تيرکښان لري چي جګوالی ئې له ۲۶ څخه تر۳۰ فوټو پوري وو. کلا دمستطيل په شکل ده او مخ هه یې د همدې جنګ هدیره ده، [نور مالومات کامنټ کي]
په دغه ګارنيزيون کي د برجانو په ګډون نږدې شپږ سوه تنه منظم پلی پوځ پروت وو او د کلا شاته د ميوو د ونو باغچه، وړوکۍ مسجد او د هغو افغانانو قبرونه دي چي انګريزي يرغل پر مهال شهيدان سوي دي.
د خپلواکۍ په جګړه [۱۹۱۹ع] کي د انګرېزانو زرګونو فوځيانو پ...
نور ولوله
سردار شېرعلي/ والي شيرعلي خان؛ ۱۸۸۰ع
د امیر شېرعلي خان د وفات څخه وروسته د هغه زوی یعقوب خان په ۱۸۷۹ع کال کي د خپلي کابينې په ترڅ کي د کندهار والي شېرعلي خان [د امير شېرعلي خان د اکا ارواښاد مهردل_خان_مشرقي زوی] وټاکه.
روايت دئ چي کله د امير یعقوب په امر د کندهار د واليتوب د پاره شېرعلي خان ټاکل کېده، انګرېزانو هم په دې پروګرام کي شرکت لاره [دې وخت کي انګرېزان د دوهم افغان انګرېز جنګ پر وخت کندهار کي وه] او پروګرام کي شربت او پتاسې پر سپين ږيرو او مشرانو د مبارکۍ د پاره وويشل سوه، خو شېرعلي خان د انګرېز تر حمايه لاندي يو کال ناکام ولايت وکړ او وروسته د تل له پاره د افغانستانه ووت او په کراچي کي میشت، مړ او پسي ښخ سو. د کندهار ټولي سيمي د انګرېزي پوځ له خوا ساتل کېدې او اصلي واک د برتانوي سياسي افسر (اوليور سېنټ جان) په...
نور ولوله
تاريخي يادښتونه؛ د تاريخ غله
د کابل موزیم تر ۱۹۹۱ع کال پوري د سلو زرو په شاوخوا کي تاریخي ارزښتمندي ډبري، د ګاډو ټولګه، د ډېرو کلونو په اوږدو کي د افغانستان واکمنانو ته د مختلفو هیوادونو له خوا ډالۍ او نور ډول-ډول اثار ساتل. په دې ټولګه کي ګران بیه او مردک ضد ګاډۍ هم وې چي جوزف اسټالین [د شوروی د وخت مشر] او د دوهمی نړیوالی جګړې ګټونکو محمدظاهرشاه ته سپارلي وې. [اندریا برونو او سیون کنراد] دوه تنه د (یمیویژن اژانس) انځورګرانو ددې ګاډیو راپور جوړ کړی چي پوهاوی ئې دردونکی دئ.
راپور ليکي: "د کابل ميوزيم مخ ته؛ هغه ځای چي په هغه کي ګاډي ساتل کیدلې، د روسانو د تیري په موده کي ویجاړ سو او په ۱۹۹۱ع کال کي [یونسکو] د طبعي پیښو څخه ددې تاریخي اثارو د ساتلو لپاره یو نوی ځای جوړ کړ خو کال وروسته د کورنيو حګړو پر مهال ددغو ...
نور ولوله
تاريخي يادښتونه؛ افغان یهودان ۱۹۰۰ع
Jews in Afghanistan around 1900.
تاریخ ليکي چي له ميلادي کاله ۵۲۰ کاله پخوا د پارس اوسني ايران ختيځ لوري ته اتيا زره يهود د غزنه او ګور غور په سيمو کي د بخت النصر د لښکر سره مشت سول، کرار کرار دوی د تجارت په برخه کي په افغاني ټولنه کي ستر ځای وموند، د شلمي پېړۍ په سر کي، درې ځایه [بلخ، کابل او هرات] د دوی شمېر اته زره تنه ښوول سوی دئ.
افغانستان کي د یهودو بحث هغه وخت نړيوال سو چي په ۱۹۴۶ع کال په غور کي يوه یهودي هديره کشف سوه چي عبري او پارسي ډبرليکونه ئې ۷۵۲ع کال ته رسېدل، دې خبري افغاني يهود وهڅول چي له نړيوالو یهودي ټولنو سره نږدې سي.
ورپسې په ۱۹۵۰ع کال کي یهودو ته د وخت د دولت لخوا رسمي اجازه ورکول سوه چي اسرايلو ته کډه...
نور ولوله
نړيوال تاريخ؛ بغداد چي بغداد وو
بغداد د عراق اوسنۍ پلازمېني ته وايي چي د نړۍ ښکلی او خونړی ښار هم ګڼل کېږي.
بغداد [په فارسي ژبه د خدای سوغات معنی لري] د ساسانیانو د واک پر مهال [۱۷سوه کاله د مخه] یو کوچنی کلی وو چي هغوی ډېر حساب نه پر کاوه. په ۶۵۰ع کال د عرب اردو له ساساني حکمرانانو دغه ځای ونيو. په ۷۶۲ع کال د عباس خلیفه المنصور د دجله د سیند نژدې خپل مقر بغداد ښار تاسیس کړ. خلیفه المنصور دغه ښارته د مدینة_السلام نوم ورکړ. په دې وخت کي بغداد د عباسی دولت مهم مرکز سو. دغه ښار په ۹۴۶ع کال د فارس پوځ لخوا ونیول سو خو پکښي تر عربو ښې او جالبي ودانۍ، پلونه، کتابتونونه او نور معاصر اثار ودان سوه. په خواشينۍ سره چي په ۱۲۵۸ع کال د چنګیزخان لمسي هلاکوخان پوځ پر عراق برید وکړ او بغداد یی د بغداد په اوسېدونکو داسي وران...
نور ولوله
کندهار، موذن خانه، ۱۹۰۸ع کال
د احمدشاه_بابا په دوره کي د افغانستان مشهورو او لويو مساجدو ته ځانګړي موذن خانې جوړي سوې چي پکښي يوازي اذان کېده او دولت به د هيواد نامتو قاريانو او موذنانو ته تنخوا ورکوله او دا به اکثره د کورنۍ پر بنسټ وې، یعني چي يو څوک به مړ سو بيا ئې هغه ځای زوی ته ورکاوه، د کندهار د خرقې شريفي موذن خانه تر ټولو د ودانۍ له اړخه ښايسته او لوړه وه او اذان به ئې د ښار ټولو برخو ته په اسانۍ رسېده[البت سپيکرونه هغه وخت نه وه]، دغه موذن خانه د امير حبيب الله خان په دوره کي د خرقې شريفي د مسجد په سرای ګډه سوه او اوس وجود نه لري.
د کندهار د موذن خانې مسولين بيلابېل وه خو د ملا عبدالرحمن په نامه کس د امير حبيب الله خان په دوره کي د خرقې شريفي موذن وو.
دې البوم کي د...
نور ولوله
د محمدزو د ستر نيکه محمد نیکه قبر، ارغسان، کندهار افغانستان
د (۱۵۹۱ع) په شاوخوا کي کندهار د ارغسان په جنوب ختیځ [سندرزو/برج کلی] کي یو مشر او هوښيار سړی ژوند کاوه چي [محمد] نومېدی. هغه د پښتنو د درانو د ټبر د ځيرک پښې د [بارکزي] مشر زوی وو چي د کندهار د سیمي د بارکزو مشر وو او له همدې کبله د هغه اولاده [محمدزی] چي سوونو کاله ئې پر پښتنو واکمني کړې ده؛ پښتانه شاهي ټبر وايي، که څه هم محمد په ارغسان کي اوسېده خو د محمدزو مرکز د هلمند پرغاړه په ګرشک کي د بارکزو ناوه وه.[و ګ: حيات افغاني]
محمد_نیکه چي د محمدزو د قبیلې مورث اعلی بلل سوی دئ، پر مقبره يې ارواښاد ظاهرشاه ستره ډبرينه شنخته جوړه کړه، د مجاهدينو پر مهال د شپې يوه ډله راغلل تر څو دغه ډبره يوسي، خو ددې کلي يوه کس ... دغه ډبره کورته يوړل چي تر ننه له هغه سره ده....
نور ولوله
هلمند، افغانستان، د سردار مددخان ساګزي مقبر
له نن څخه ۲۴۰ کاله وړاندي د هلمند په سيمه کي د يوه سردار نوم ډېر ليدل کېږي چي ددې سمي د لښکر مشرتوب ئې کاوه او په احمدشاهي لښکر کي تر سردار جهان خان پوپلزي وروسته سردار مدد خان ساکزی لوی سپهسالار او تکړه نظامي کس وو.
د مدد خان اصلي نوم دلاور خان دئ، پلار یې د احمدشاهي عصر اوڅار رکن دلدارخان نومېدی چي د شاه پسند خان په لقب ویاړلی وو.
کله چي د تېمورشاه په دوره کي د کشمير مرتضى خان او زمان خان پاڅون وکړ، تېمور د هغوی د ټکولو د پاره د سردار مددخان ساکزى په مشرتوب ۳۰زره کسيز لښکر ولېږه، د دواړو دښمنو او مخالفو ډلو تر منځ څو ورځي پرلپسې سختو جګړو توانونه واړول خو يوې خوا ته هم برى په برخه نه سو، نو سردار مددخان په هوښياري جګړه ودروله او په ډېره ځيركتيا سره يې د ...
نور ولوله
د افغان تاريخ له عبرته ډک انځور
د افغان تاريخ له عبرته ډک انځور/ The Last Man:
له نن څخه ټيګ ۱۸۰کاله د مخه په همدې ورځ [۱۸۴۲ع جنوري ۱۴] د افغان انګرېز د لومړی جګړې پر وخت چي انګرېزانو د يرغل په نيت کابل ته ۱۶۵۰۰ عسکر بيولي وه، يوازينی ژوندی کس همدغه پر اس سپور کس وو چي [ ډاکټر_برايډن] نومېږي او په نړيوال تاريخ کي دغه تابلو په [د کابل څخه راوتل] يادېږي چي د لومړۍ افغان انګریز جنګ تر ټولو مشهوره رسامۍ ده او په برتانیه کي یو موزيم کې ساتل کیږی.
په دې کال په افغانستان کي سختي واوري سوي وې، دا چي اکثره انګرېزي جنګيالي د ګرم هند څخه له پنجابيانو، سيکانو او بنګاليانو سره ملګري افغانستان ته تللی وه، د افغانانو په ځانګړي ډول پښتني قبايلو لخوا په خپلو چاوڼيو کي تر بريدونو لاندي نيولو وروسته...
نور ولوله
کندهار، افغانستان، د سردارکندل خان مسجد/موی مبارکه
درې پېړۍ وړاندي احمدشاه بابا په تش جېب کوښښ پيل کړ چي د سيمي امپراتوري پښتنو ته يوسي او پښتانه د سيمي د يوه واکمن ټبر په حيث مطرح کړي، بابا په سيمه کي د بېلابيلو وياړونو او لاسته راوړنو په شکل پښتي وطن غني کاوه، روايت دئ چي احمدشاه بابا له بخارا څخه د خرقې شريفي راوړلو وروسته له هندوستان څخه د حضرت محمد د ږيري ورېښته راوړ چي د کندهار په زړه جامه کي چي هغه وخت د کاکړانو ملايانو په لاس کي وه، په درنښت کښېښول سو، وروسته بيا سردار کندل خان دغه ورېښته د کندهار هغه جامع ته راوړ چي ده تازه پر خپله شخصي نیم جریب مځکه جوړه کړې وه، او هغه به پکښي د مازیګر او ماښام لمونځ کاوه. [سردار کهندل خان د سردار پاينده خان ۱۲ زوی او امير دوست محمد خان ناسکه ورور وو چي له۱۸۲۳-۱۸۲۹ع پوري د باميانو او بيا وروسته تر دوهم افغان انګرېز جنګ پوري د ک...
نور ولوله
