د محمدزو د ستر نيکه محمد نیکه قبر، ارغسان، کندهار افغانستان
د (۱۵۹۱ع) په شاوخوا کي کندهار د ارغسان په جنوب ختیځ [سندرزو/برج کلی] کي یو مشر او هوښيار سړی ژوند کاوه چي [محمد] نومېدی. هغه د پښتنو د درانو د ټبر د ځيرک پښې د [بارکزي] مشر زوی وو چي د کندهار د سیمي د بارکزو مشر وو او له همدې کبله د هغه اولاده [محمدزی] چي سوونو کاله ئې پر پښتنو واکمني کړې ده؛ پښتانه شاهي ټبر وايي، که څه هم محمد په ارغسان کي اوسېده خو د محمدزو مرکز د هلمند پرغاړه په ګرشک کي د بارکزو ناوه وه.[و ګ: حيات افغاني]
محمد_نیکه چي د محمدزو د قبیلې مورث اعلی بلل سوی دئ، پر مقبره يې ارواښاد ظاهرشاه ستره ډبرينه شنخته جوړه کړه، د مجاهدينو پر مهال د شپې يوه ډله راغلل تر څو دغه ډبره يوسي، خو ددې کلي يوه کس ... دغه ډبره کورته يوړل چي تر ننه له هغه سره ده.
دغه قبر که څه هم تر ورستيو پنځوسو کلونو انډوخر راووت خو د يوه مشر په توګه د معياري جوړېدو، له ورکېدو د ژغورل کېدو او نسبتاً د مناسب ليد منتظر دئ.
حيات افغاني د بارکزي په اولاده کي دغه کسان يادښت کړي دي:
"محمدزي، عمرخانزی، باکلزي، گورجيزي، خانچزي، خواجکزي، ملک دينزي، مسېزي، انگيزي، غيبيزي، نورالدينزي، نصرتزي، مديزي، جنکزي، بيانزي، تاروزي، خونڅېزي، اتمانزي، وليزي، جمالزي، بورزي، خواجيزي، ابازي، اينزي، شيخيزي، بايزي، سنجرزي، سليمانزي، سوندرزي، موسيزي او عبدالله زی او نور...
د حيات افغاني ليکوال ډپټي حيات خان زياتوي:
بارکزي د کندهار جنوب ته په ارغسان او هلمند سيندونو په غاړو کي؛ پر وچ ميدان ميشته دي خو د ښو مځکو په لرلو مشهور دي، دوی د وزير_فتح_خان بارکزي له وخته دغه خلک ډير مشهور سول، په تيره بيا کله چي امير دوست محمد خان د کابل د واکمنۍ پر گدۍ کښېناست، نو د هغه په سبب د دوی په شهرت کي نور هم ډيروالی تر سترگو سو.."
grave from Mohammad, Great Father From Mohammadzai-tribe
