No-IMG

تاريخي يادښتونه؛ افغان یهودان ۱۹۰۰ع

Jews in Afghanistan around 1900.

تاریخ ليکي چي له ميلادي کاله ۵۲۰ کاله پخوا د پارس اوسني ايران ختيځ لوري ته اتيا زره يهود د غزنه او ګور غور په سيمو کي د بخت النصر د لښکر سره مشت سول، کرار کرار دوی د تجارت په برخه کي په افغاني ټولنه کي ستر ځای وموند، د شلمي پېړۍ په سر کي، درې ځایه [بلخ، کابل او هرات] د دوی شمېر اته زره تنه ښوول سوی دئ.

افغانستان کي د یهودو بحث هغه وخت نړيوال سو چي په ۱۹۴۶ع کال په غور کي يوه یهودي هديره کشف سوه چي عبري او پارسي ډبرليکونه ئې ۷۵۲ع کال ته رسېدل، دې خبري افغاني يهود وهڅول چي له نړيوالو یهودي ټولنو سره نږدې سي.

ورپسې په ۱۹۵۰ع کال کي یهودو ته د وخت د دولت لخوا رسمي اجازه ورکول سوه چي اسرايلو ته کډه وکړي، افغان ليکوال بشير انصاري  الجزيره ټلوېزيون ته په مرکه کي وويل چي ډېري کورنۍ له اصله د نېستۍ له امله تيار سوه چي اسرايئلو ته کډه وکړي خو افغان دولت فکر کاوه چي دوی ټول یهود دي.

ياده دي وي چي د ظاهرشاه په وخت کي یهود له عسکري خدماتو معاف وه خو بايد جزيه ئې ورکړې وای.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک