No-IMG

کندهار، موذن خانه، ۱۹۰۸ع کال

د  احمدشاه_بابا په دوره کي د افغانستان مشهورو او لويو مساجدو ته ځانګړي موذن خانې جوړي سوې چي پکښي يوازي  اذان کېده او دولت به د هيواد نامتو قاريانو او موذنانو ته تنخوا ورکوله او دا به اکثره د کورنۍ پر بنسټ وې، یعني چي يو څوک به مړ سو بيا ئې هغه ځای زوی ته ورکاوه، د کندهار د خرقې شريفي موذن خانه تر ټولو د ودانۍ له اړخه ښايسته او لوړه وه او اذان به ئې د ښار ټولو برخو ته په اسانۍ رسېده[البت سپيکرونه هغه وخت نه وه]، دغه موذن خانه د امير حبيب الله خان په دوره کي د خرقې شريفي د مسجد په سرای ګډه سوه او اوس وجود نه لري.

د کندهار د موذن خانې مسولين بيلابېل وه خو د ملا عبدالرحمن په نامه کس د امير حبيب الله خان په دوره کي د خرقې شريفي موذن وو.

دې البوم کي د کندهار د خرقې شريفي مسجد وينو چي په سرای کي ئې د اودس د پاره حوض/تالاب چي د امير حبيب الله لخوا پراخ سو او د اودس ځای، موذن خانه او نور ځايونه پکښي مسجد ته ورګډ سول او اوسنۍ شکل ئې پيدا کړ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک