نړيوال تاريخ؛ بغداد چي بغداد وو
بغداد د عراق اوسنۍ پلازمېني ته وايي چي د نړۍ ښکلی او خونړی ښار هم ګڼل کېږي.
بغداد [په فارسي ژبه د خدای سوغات معنی لري] د ساسانیانو د واک پر مهال [۱۷سوه کاله د مخه] یو کوچنی کلی وو چي هغوی ډېر حساب نه پر کاوه. په ۶۵۰ع کال د عرب اردو له ساساني حکمرانانو دغه ځای ونيو. په ۷۶۲ع کال د عباس خلیفه المنصور د دجله د سیند نژدې خپل مقر بغداد ښار تاسیس کړ. خلیفه المنصور دغه ښارته د مدینة_السلام نوم ورکړ. په دې وخت کي بغداد د عباسی دولت مهم مرکز سو. دغه ښار په ۹۴۶ع کال د فارس پوځ لخوا ونیول سو خو پکښي تر عربو ښې او جالبي ودانۍ، پلونه، کتابتونونه او نور معاصر اثار ودان سوه. په خواشينۍ سره چي په ۱۲۵۸ع کال د چنګیزخان لمسي هلاکوخان پوځ پر عراق برید وکړ او بغداد یی د بغداد په اوسېدونکو داسي وران کړ له سلګونو ځايونو يوازي يو پل پاته سو، هغه هم ددې د پاره چي هلاکوخان به ترې خلګ لاندي غورځول،. په ۱۶۲۳ع کال فارسي پوځ بغداد ونیو او پنځه کلونه وروسته دغه ښار د عثماني امپراطورۍ لاس ته ورغلی.
په ۱۹۲۱ع کال کي بغداد د عراق د پاچایی پایتخت وګڼل سو، بغداد اوس د نړۍ له ترخو او وېرونکو نومونو يو دئ چي وروستی شکل يې د ابوغريب په نامه د امريکايي لنډغرو وحشت وو چي د ښکلي بغداد په تاريخ کي زياتوب سو!
عکس کي په 3D شکل له هلاکو تاړاک د مخه بغداد وينو.
