زرګر
پخوا به پښتني سيمو کي د کاله څو ډلي په کليو ګرځېدل او خپل ټاکلی کار ئې مخ ته وړی.
۱- طبيبان/او يا هم نايان به د ماشومانو په سنتولو ...
۲-سيدان به په غنمو ټولولو پسي... چي صحراوو کي ئې [من] بولي...
۳-اهنګر به د لوښو رنګولو او رغولو د پاره
۴-زرګر به د زرو پلورلو او جوړولو دپاره...
۵-منجاری/سوداګر چي په يوه خورجين کي به ئې ښاري سودا وه...
۶-پښ/اوستاکار به د لورونو، تېشو او بېلچو د تېرولو د پاره په خپلو موسمونو کي کليو ته تلل او نورو هنرلرونکي خلګو به عامه خدمات د مېوو، غنمو او يا پيسو په مقابل کي کوله.
دې عکس کي يو زرګر د کندهار په يوه کلي کي وينو...
زما د مور له خولې چي دغه کسان به پښتنو ډېر نازول او که چا زرګر زهير کړی وای، خدای ئې رزق کماوه
پښتو ادبياتو کي زرګر په دې شکلونه ياد سوی دئ:
متل: سل د زرګر يو د ګګر/اهنګر
متل: دزرو قدر، زرګر پيژني
متل: زرګر غولولی، په شلم کال پوهـېږي
متل: زر زرګر ټولوي، خبري دروېزګر ټولوي.
ټپه د لونګين اميل به جوړ کړم
زه خپل جانان زرګر ته نه محتاجومه
ټپه پاچا که مړ سي څه به وسي
که زرګر مړ سي، جینکۍ به خوارې سینه
ستاسي مالومات؟
دغه عکسونه Josephine Powell په ۱۹۵۹ع کال اخيستی دي.
