No-IMG

سردار شېرعلي/ والي شيرعلي خان؛ ۱۸۸۰ع

د امیر شېرعلي خان د وفات څخه وروسته د هغه زوی یعقوب خان په ۱۸۷۹ع کال کي د خپلي کابينې په ترڅ کي د کندهار والي شېرعلي خان [د امير شېرعلي خان د اکا ارواښاد  مهردل_خان_مشرقي زوی] وټاکه.

روايت دئ چي کله د امير یعقوب په امر د کندهار د واليتوب د پاره شېرعلي خان ټاکل کېده، انګرېزانو هم په دې پروګرام کي شرکت لاره [دې وخت کي انګرېزان د دوهم افغان انګرېز جنګ پر وخت کندهار کي وه] او پروګرام کي شربت او پتاسې پر سپين ږيرو او مشرانو د مبارکۍ د پاره وويشل سوه، خو شېرعلي خان د انګرېز تر حمايه لاندي يو کال ناکام ولايت وکړ او وروسته د تل له پاره د افغانستانه ووت او په کراچي کي میشت، مړ او پسي ښخ سو. د کندهار ټولي سيمي د انګرېزي پوځ له خوا ساتل کېدې او اصلي واک د برتانوي سياسي افسر (اوليور سېنټ جان) په لاس کي و. يوازي په ظاهره سره او په مسجدونو کي خطبه د شېرعلي په نوم وه. دی يو ناکام شخص وو او وروسته انګرېزانو هم د تل د پاره د کاره ګوښه کړ،  اډاميک په (Who is who in Afghanistan) کي زياتوي چي تر ۱۹۷۱ع کال پوري ئې کورنۍ کراچي کي اوسېدل.

د ښه مرغه ما اوس ددې شېرعلي خان کورنۍ په کراچي کي له څو کلونو تلاښ وروسته وموندل او ښايي په اړه ئې نور مالومات هم راکړي.

سردار شېرعلي خان ته هندي سرکار لخوا د اوسني سند په سکر کي ۳۰۰۰ جریبه مځکه ورکړه، هغه درې مېرمني لرلې چي:

۱- بلقیس بیګم، د سردار زکریا خان دویمه لور

۲-جهان بیګم، سردار سلطان محمد خان تلی:

 اولاده په اوسني پاکستان [کراچي]، کوټه او نورو سيمو کي اوسي چي له پورته مېرمنو ئې پنځلس زامن لرله چي لاندي مشهوري کورنۍ وې:

۱- سردار علي محمد خان [دوهم عکس] د کراچي اولاده

۲-سردار اصف خان، د سکر اولاده

۳-سردار شاه نواز، د کوټي مجسټرېټ

ـــــــــــــــــ

په کندهار کي د والي  شېرعلي_خان په نامه يو لوی سرای هم سته چي ويل کېږي هغه ته د پلار ارواښاد  مهردل_خان_مشرقي څخه ورپاته سوی وو، دغه سرای د کندهار يوه له جالبو ودانيو څخه وه. دغه کور د کندهار ښار په شېرعلي خان دهنه کي د مشرقی ليسې و څنګ ته موقيعت لري چي اوس په دې ډول نه دئ، او ويل کېږي چي اوس حمید هيلمندي رانیولی دئ، دغه عکس د دوهم افغان-انګرېز جنګ نامتو عکاس[ Sir_Benjamin] په ۱۸۸۱ع کال کي اخيستی او ورته ليکل سوي چي [د والي شېرعلي خان د ښځو حوض] ځينو هندي او برتانوي کتابونو بيا دده حرمسرای ګڼلی دئ، دغه عکس ښايي د انګرېزي دولت لخوا د کندهار د والي شېرعلي خان ټاکلو د مراسمو په ورځ اخيستل سوي وي.

Sardar Sher Ali / Governor of Kandahar Sher Ali Khan 1880

After the death of Amir Sher Ali Khan, his son Yaqub Khan in his cabinet appointed Sher Ali Khan as the Governor of Kandahar in 1979 [the late son of Amir Sher Ali Khan's uncle

But Sher Ali Khan ruled the province for a year under British rule and then left Afghanistan for good. He settled in Karachi, died and was buried. The sermon in the mosques in Kandahar city was called Sher Ali.  Adamik writes in (Who is who in Afghanistan) that his family lived in Karachi till 1970.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک