د انګرېزانو لخوا د سپين بولدک د جنګي کلا ورانول، ۱۹۱۹ع
بولدک د کندهار ختيځ ته پراخه اولسوالۍ ده چي د کندهار سړک ته نږدې يوه لويه جنګي کلا لري چي د افغانستان له مهمو کلاوو څخه ګنل کېږي او پخوا ئې [کلای جديد] بلله. دغه کلا چي سل کاله وړاندي د امير حبيب الله په امر پراخه او د کلا په هرکونج کي يو برج او پر شاوخوا ئې خندق وکښل سو. د کلا دېوالونو تيرکښان لري چي جګوالی ئې له ۲۶ څخه تر۳۰ فوټو پوري وو. کلا دمستطيل په شکل ده او مخ هه یې د همدې جنګ هدیره ده، [نور مالومات کامنټ کي]
په دغه ګارنيزيون کي د برجانو په ګډون نږدې شپږ سوه تنه منظم پلی پوځ پروت وو او د کلا شاته د ميوو د ونو باغچه، وړوکۍ مسجد او د هغو افغانانو قبرونه دي چي انګريزي يرغل پر مهال شهيدان سوي دي.
د خپلواکۍ په جګړه [۱۹۱۹ع] کي د انګرېزانو زرګونو فوځيانو پر دغه کلا د چمن له لوري يرغل وکړ او پکښي۳۰۰ افغان عسکرو ته ئې تلفات واړول خو د بولدک د اڅکزو او نورزو د لښکر سره د کندهار د نور اولسي لښکر په ملتيا انګرېزان مات او افغانستان خپلواکي واخيستل او ټولۍ مشر محمد يوسف خان هم په دې جګړه کي ټپي سو.
دې کلا کي اوس د اردو کنډک اوسي او تاریخي ارزښت کرار- کرار د نظاميانو د بې غوريو له امله له لاسه ورکوي.
Spin Boldak fort (Kandahar Province, Afghanistan), looking west, 1919. From an album of photos compiled by W K Fraser-Tytler.
The Afghan fortress of Spin Boldak was situated just across the frontier from Chaman in British Baluchistan and guarded the strategically vital road to Kandahar. During Third Anglo-Afghan War, a British-Indian force, under the command of Lieutenant-General Richard Wapshare, successfully stormed the Afghan fortress of Spin Boldak on 27 May 1919. The Afghans, many of whom were armed only with single-shot Martini–Henry, displayed great bravery and were almost all killed or captured.
The British evacuated Spin Boldak Fort and Dakka in August and September 1919.
