د ښې لور ځینې ځانګړتیاوې!
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
ډېر خوشحاله یم چې الحمدلله یو ځل بیا د ستاسې په خدمت کې حاضرېږم. د ټولو قدرمنو لورانو څخه په ډېره درناوۍ هیله کوم چې دغه لیکنه په ښه دقت او غور سره ولولي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او ښه فکر پکې وکړي، او که چېرې په دغه لیکنه کې ځینې ټکي د دوی په نظر ګټور معلوم شي، نو هغه د بیا په عمل کې پیاده کړي.
د یادولو وړ ده، چې دغه لاندې ټکي زه د خپل ژوند د ۶۷ کالو د تجربې په نظر کې نیولو سره تاسې ته په ډېر صداقت او امانتدارۍ وړاندې کوم.
تر ټولو لومړی باید دغه مهم او اصلی ټکی ټولو لورانو ته په شه توګه معلوم وي، چې هر نېک عمل باید یوازې او یوازې د الله(ج) د رضاء د لاسته راوړلو په خاطر وي، او بس.
غواړم چې قدرمنو لوستونکو ته ځینې ټکي په لاندې ډول سره وړاندې کړم:
۱- ښې لور ته باید دغه حقیقت ښه معلوم وي، چې د پلار او مور غوښتنې باید یوازې د اسلام په رڼا کې ومنل شي، او له اسلامی حدودو څخه په هیڅ صورت کې تېری ونشي. که چېرې خدای مکړه، د هغې د پلار او یا مور غوښتنې د اسلام سره ټکر ولري، نو هغوی ته، د دوی د غوښتنو د نه منلو او نه کولو ځواب، په ښه نرمه لهجه او حکمت سره د اسلام په رڼا کې ورکړل شي.
۲- ښه لور هر وخت باید الله(ج) په خپل سر حاضر وګڼي او داسې کارونه په پټه او ښکاره ونکړي چې هغه د اسلام خلاف وي. ښه لور باید پوه وي چې الله(ج) په ټولو شیانو قادر، او د خپل بنده په ټولو پټو او ښکاره کړنو خبر دی، او هېڅ شی له الله(ج) څخه په هیڅ ځای کې پټ نشي پاته کېدلای.
۳- ښه لور باید په خپل پلار او مور د زړه له کومي اعتماد او اعتبار ولري. د کوم مشکل په وخت کې تر ټولو لومړی خپل پلار او مور ته مراجعه وکړي، او له هغو سره خپلې ستونزې شریکې کړي. هېره د نه وي، چه د پلار او مور څخه بل هیڅ نیږدې دوست او غمخور نه پیدا کیږي.
۴- ښه لور هیڅکله خپل پلار او مور ته دروغ نه وایی، ځکه چې دروغ ویل د ټولو بدو کارو سرچینه ده. که چېری خدای مکړه، له لور څخه په سهوه کومه غلطی وشوه، نو هغه باید سمدلاسه په صادقانه ډول اصلاح کړي.
۵- ښه لور هر وخت باید اسلامي حجاب پخپله خوښه او خپل زړه، په ښه توګه مراعات کړي، او له حجاب سره د زړه له کومی مینه ولري. ښه لور، ښوونځۍ، کالج او پوهنتون ته په منل شوي اسلامي حجاب کې تګ او راتګ کوي. د یادولو وړ ده، چه د ځینو نجونو حجاب خو باالکل حجاب ته نه پاته کیږي.
۶- ښه لور خپل عفت، عزت، او د کورنۍ عزت ته ډېره توجه کوي. هېچاته اجازه نه ورکوي چې ددې په عفت او عزت لوبې وکړي. کوښښ کوي چې خپل ټول کړه وړه په اسلامي شرایطو برابر په مخ بوزي.
۷- ښه لور د خپل پلار او مور نصېحت او مشورو ته ډېر په اخلاص، صداقت، او غور سره غوږ نیسي، او هغه بیا په خپل ژوند کې عملي کوي.
۸- ښه لور د خپل پلار او مور سره په ډېره شیرینه، نرمه، او خوږه لهجه خبرې کوي، او هېڅکله له دوی سره په لوړه، تونده، او بده لهجه خبرې نکوي.
۹- ښه لور خپل خسر او خواښیې ته احترام لري، او د هغوی زړونه په هېڅ وخت کې نه آزرده کوي. ښه لور پوهېږی چې د بل چا پلار او مور ته بې احترامي کول، په حقیقت کې خپل پلار او مور ته بې احترامي کول دي.
۱۰- ښه لور خپل پلار او مور ته د واده کولو وړاندیز په ښه ترتیب سره پخپله په ډاګه کوي. ښه پلار او مور د لور په دغه کار باید ډېر خوشحاله شي. یعنې چې لور پلار او مور ته پخپله ووایی چې ”زه اوس واده کولو ته تیاره یم“، نو دغه خبره د واده نور کارونه ډېر په زړه پورې، او آسانه کوي.
۱۱- ښه لور د خپل پلار او مور د خپلوانو سره ښه رویه کوي. د امکان په صورت کې د هغوی ټولو سره کمک هم کوي. ځینې لورانې د خپل پلار، مور، خورانو او وروڼو نه بغیر، نور خپلوان نه پېژني.
۱۲- ښه لور په ډېر شوق په خپل وخت لمنځونه کوي، روژې نیسي، ذکات ورکوي، او د توان په صورت کې حج کوي. د فطر صدقه، قربانی، او نور لازم شیان ډېر په اخلاص سره په ټاکلي وختونو کې تر سره کوي. ځینې لورانې په ډېره سختۍ د سهار لمانځه ته راپاڅیږي. پلار او مور هغه باید حتمی او ضروری لمانځه ته پاڅوي، او په دغه حصه کې هیڅ نوع بې پروایي د منلو وړ نده.
۹- ښه لور د خپلې مور د دوستانو سره هم د دې په ژوند او هم د دې تر مرګ وروسته ښه چلند کوي. ښه لور د مور د دوستانو په لیدلو سره ډېره خوشحاله کیږي او د هغوی په لیدلو سره دا د خپلې مور مینه ماتوي.
۱۰- ښه لور خپل پلار او مور ته د اُف په اندازه هم څه نه وایی. پلار او مور چې کله زاړه شي، نو هغه ډېر ژر په ډېر کم شي هم خفه، او هم خوشحاله کیږي. نو له دوی دواړو سره باید ډېر په احتیاط چلند وشي. د اُف د کلمې په معنٰی لور هغه وخت پوهبږي چې دا پخپله مور شي، اما هغه وخت ډېر ناوخته شوی وي، او پلار او مور یې له دغې فاني نړۍ څخه سترګې د ابد د پاره پټې کړې وي، نو ښې لور ته لازمه ده چې هېڅکله د خپل پلار او مور په خدمت کې بې غوري ونکړي، او هغه متل ته چې څه کرې، هغه به رېبې، ډېره پاملرنه وکړي. دغه حقیقت باید لور ته معلوم شي، چې په ریښتیا سره د اُف ویلو ګوزار د تورې له ګوزاره کم ندی، مګر متأسفانه، لور ته دغه د اُف کلمه دومره سخته نه ښکاره کیږي.
۱۱- ښه لور ښې مسلمانې ملګریې لري. ښه مسلمانه ملګریې به هغه نېکو کارونو ته وهڅوي. ښه لور باید د ښې ملګریې په ټاکلو کې هم له ډېر احتیاط څخه کار واخلي.
۱۲- ښه لور په لاره د خپل پلار او مور نه مخکې نه ځي. ښه لور د پلار او مور څخه یا وروسته ځي، او یا د هغو سره څنګ په څنګ روانه وي.
۱۳- ښه لور خپل پلار او مور ته د دوی په ژوند او هم د دوی تر مرګ وروسته د زړه له کومی د مغفرت دعاوې کوي. داسې نده، چې یوازې پلرونه او میندې به خپلو لورانو ته دعاګانې کوي، او لورانې به یې نکوي، نه داسې نده، دواړه طرفه یو د بل د مغفرت او رهنمایی دپاره باید دعاګانې وکړي.
۱۴- ښه لور په هر کار کې د خپل پلار او مور سره مشوره کوي، او پلار او مور په دغه کار له هغې څخه ډېر خوشحاله کیږي، او په زیاتره مسٔلو کې پلار او مور ورسره موافقه هم کوي. د پلار او مور سره مشوره کول، پلار او مور ته بې اندازې خوشحالي او امیدونه ورپه برخه کوي.
۱۵- ښه لور د خپلې کورنۍ نوم په ښه شان ساتي، او هېڅ وخت داسې کار نکوي چې په هغې سره الله(ج) ناراضه شي، او هم د هغې د پلار، مور او د کورنۍ د غړو د شرم او خجالت سبب وګرزي.
۱۶- ښه لور د پلار او مور دواړو خدمت په ښه شان کوي، او د دوی په منځ کې فرق نکوي. البته، دا معلومه خبره ده چې مور تر پلار زیات حقونه لري، او پلار باید په دغه خبره خفه نشي. هېره د نه وي، چې د پلار اصلی خدمت په لور کیږي.
۱۷- ښه لور د خپل غیر مسلمان پلار او مور احترام او خدمت هم د اسلام په چوکاټ کې په ښه توګه اداء کوي . د هغه سره ډېره ښه رویه او چلند کوي، او د هغه ټول حقوق د اسلام په رڼا کې پر ځای کوي.
۱۸ - ښه لور باید د خپل پلار او مور سره ډېر وخت تېر کړي، او د دوی د زړه له ارمانو څخه ځان خبر کړي. د امکان په صورت کې د دوی خدمت په خپل لاس وکړي. هغه لورانې چې له اوږدې مسافرۍ څخه وروسته وطن او کلی ته ځي، هغه باید ډېر وخت د خورړنو په لیدنه، کتنه او مجلسونو تېر نکړي، او کوښښ وکړي، چې زیاتره وخت له خپل پلار، مور، او د کورنۍ له نورو غړو سره تېر کړي.
۱۹- ښه لور که چېرې له وطن څخه لرې ژوند کوي، هغه باید د امکان په صورت کې هر کال د خپل پلار او مور د لیدلو د پاره لاړه شي، ځکه چې پلار او مور د اولادونو له جدایۍ څخه ډېر رنج وړي. پلار او مور د خپل اولاد په لیدلو سره ډېر خوشحاله کیږي.
۲۰- ښه لور د واده کولو په حصه کې د پلار او مور مشورو ته ښه غوږ نیسي. واده کول د دوکان د سودا په شان نده. پلار او مور باید په صداقت سره د لور د واده د پاره هلې ځلې وکړي. آخرینۍ فیصله به حتمي د لور وي، مګر پیداکول به یې د پلار او مور وظیفه وي. پلار او مور باید د خپلې لور ګټې، تر خپلو ګټو ښې وګڼي.
د پام وړ ټکي:
پلرونه او میندي باید خپلو لوڼو ته، په واضح توګه ووایى، چې دوی به هيڅکله، د دوی له خوښې پرته، چاته په نکاح ورنکړي. په خاصه توګه، هغه پلرونه، او میندې، چې په بهرنیو ملکونو کې له خپلو اولادونو سره ژوند کوي.
همدارنګه، هغه پلرونه او میندې، چې په بهرنیو ملکونو کې اوسیږي، دا ټکی هم باید خپلو لوڼو ته واضح کړي، چې دوی به هېڅکله، د دوی له خوښې پرته، خپلو ورېرو، او خورېیو ته، په نکاح ورنکړي. دا پدې خاطر، چې متأسفانه، ځینې پلرونه او میندې دا کارونه د ویزې په خاطر کوي، چې زیاتره وخت دغه ودونه، ښې پایلې نلري.
پلرونه او میندې، باید د اسلام په رڼا کې، خپلې لوڼې، تعلیم ته پریږدي، او لوڼې هم باید داسې عمل ترسره نکړي، چې د اسلام سره ټکر ولري.
الحمدلله، په اوسني وخت کې زیاتې مسلمانې، په اسلامي شرایطو برابرې، خپلې زده کړې کوي. دوی اسلامي حجاب، او د اسلام نور احکام په سمه توګه، عملي کوي.
زه د یوه زوی په حیث په ډېر اخلاص او صداقت سره د الله(ج) لوی دربار ته د عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کوم، او د خپل مرحوم پلار، مرحومې مور او د نورو خلکو پلرونو او میندو ته د زړه له کومي د مغفرت دعاکوم، او الله(ج) د هغوی ټول د قبر له عذابه او د جهنم له اوره وساتي، او الله(ج) د دوی ټولو ته جنت الفردوس په نصیب کړي. آمین یارب العٰلمین.
همدارنګه زه په ډېره عاجزۍ سره یو ځل بیا د یوه پلار په حیث د الله(ج) لوی دربار ته د عاجزۍ لاسونه پورته کوم، چې الله(ج) د زما ټولو اولادونو او د نورو خلکو اولادونو ته هدایت د نېکۍ وکړي، او الله(ج) د، دوی ته په هرځای، هروخت او هرحالت کې دنېکو کارونو د سرته رسولو، او د بدو کارونو د نه کولو توفیق ورپه برخه کړي. الله(ج) د زموږه ټولو اولادونه، له موږه سره، په صراط مستقیم برابر لري. آمین یارب العٰلمین.
هېره د نه وي، چې الحمدلله تر دغې لحظې (۱۱/۱۰/۲۰۲۰) زه له خپلو ګرانو او شیرینو اولادونو څخه د الله(ج) په فضل او مهربانۍ سره ډیر خوشحاله او راضي یم، او زه په ډېر اخلاص سره د دوی د دین او دنیا د ښه والي او کامیابۍ د پاره دعاګانې کوم. دوی تر اوسه پورې ماته هیڅ نوع تکلیف ندی راکړی، نو الله(ج) د دوی هم په دنیا او آخرت کې له ټولو تکلیفونو او زحمتونو څخه په خپل فضل او کرم سره وساتي. آمین یارب العٰلمین.
الله(ج) د په افغانستان اوپه ټوله نړی کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العٰلمین.
همدارنګه، الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ هغه فیصله وکړي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العٰلمین.
تر بلې لیکنې د الله(ج) په امان.
زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com
