No-IMG

د ښه ملګري ځینې ځانګړتیاوې

ډېر خوشحاله یم چې الحمدلله یو ځل بیا د ستاسې په خدمت کې حاضرېږم. د قدرمنو وروڼو او خویندو څخه په ډېره درناوۍ هیله کوم چې دغه لیکنه په ښه دقت او غور سره ولولي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او ښه فکر پکې وکړي. که چېرې دغه لیکنه د دوی په نظر ګټوره وي، نو د هغه په تطبیق کې بایدعملی ګامونه واخلي.

تر ټولو لومړی دغه مهم او اصلي ټکی باید د لمر په شان ټولو ته واضح او څرګنده وي، چې د یوه چا سره ملګري او دوستي کول باید یوازې او یوازې د الله(ج) په خاطر وي، او بس.

هغه ملګریتوب او دوستي چې دالله(ج) د رضاء لپاره وي، هغه حقیقی دوستي اوملګري ده، او همدغه شانته دوستي باید د ملګرو په منځ کې موجوده وي. هغه ملګریتوب چه غیر له دغه مهم اصل څخه په بل هرشي باندې استوار وي، هغه ټول مجازي ملګریتوبونه دي، او هغه هیڅکله هم د ډېر وخت لپاره دوام نشي کولای.

د ملګرو په انتخاب کې باید د ډېر دقت، او غور څخه کار واخستل شي. یو متل دی، چې که غواړې یو څوک ښه مکمل وپېژنې، له هغه سره باید یو خروار مالګه مصرف کړې، یعنې د هغه د پېژندنې دپاره ته باید له هغې سره دومره وخت تېر کړې، او دومره ډوډۍ ورسره وخورې، چې په هغه کې یو خروار مالګه مصرف شي.

نن سبا، خلک

ډېر تېز او چالاکه شوي دي، او ښه صادق او وفادار ملګري ډېر کم پیداکېږي. یو انسان تر هغه پورې نه پېژندل کېږي، چې له هغه سره کومه د پیسو، خېښۍ، او شراکت معامله، او یا ډېر اوږد سفر ونکړې. د چا په خوږه ژبه، او ساختګي اعمالو ونه غولېږئ. نن سبا، د ځینو خلکو دا عادت ګرزېدلی، چې خلکو ته دوکه ورکړي، او بد بختانه په دغه کار افتخار هم کوي.

هېره د نه وي، چې زه الحمدلله د خپل عمر ۶۷ کلنۍ ته رسېدلی یم. زه غواړم، چې ګرانو وروڼو او خویندو ته ځینې ټکي په لاندې ډول سره وړاندې کړم :

۱- ښه ملګري هغه دي چې د سختۍ او غم په وخت کې، تا یوازې پرې نږدي. د ښې ورځې یاران، او ملګري خو باالکل زیات وي. حقیقي ملګري هغو ته وایي، چې د مشکلاتو او سختۍ په وخت کې د ستا په درد وخوري، کمک او لاس نیوی د وکړي.

۲- ښه ملګري به تا هروخت ښو کارو، اوبد ملګري به تا هروخت بدو کارو ته وهڅوي. ښه ملګري به د لمانځه په وخت کې تاته د لمانځه د اداء کولو یادآوری کوي، اما بد ملګري به هیڅکله هم تا ښه کار ته ونه هڅوي. ښه ملګري به تاسې د نېک بختۍ په لور، او بد ملګري به تاسې د بدبختۍ په لور تشویق او رهنمایی کړي.

۳- ښه ملګري د پاکې آینې مثال لري، چې تا به هر وخت خپلو غلطیو ته متوجې کړي، او هغه به په مناسبه طریقه او په مناسب وخت کې، درذپه ګوته کړي.

۴- ښه ملګري د ستا په خوشحالۍ، خوشحاله، او دستا په خفګان، خفه وي. ښه ملګري د ستا خفګان، د خپل ځان خفګان، د ستا خوشحالي، د خپل ځان خوشحالي، او د ستا عزت او شرم، د خپل ځان عزت او شرم ګڼي.

۵- ښه ملګري یو له بل سره هیڅکله بې فایدې بحثونه، او مناقشې نکوي. دغه بې مفهومه او جنجالی بحثونه او مناقشې، د ملګرو په منځ کې مینه او احترام له منځه وړي، او په ځای یې خفګان را منځته کوي.

۶- ښه ملګري د نورو خلکو په مخ کې، له خپل ملګري سره غلیظې او بې ځایه ټوکې او ټکالې نکوي. بې ځایه ټوکې او ټکالې د ملګرو تر منځ احترام له منځه وړي، او زیاتره وخت په آخر کې د ډېر سخت خفګان سبب ګرزي. ځینې خلک شته چې دوی ته یو طرفه ټوکې ډېر خوند ورکوي، اما، که کومه ټوکه په دوی برابره شوه، نو بیاله ډېر قهر څخه باالکل لېوني کېږي. ځینې خلق خو بیا د ټوکو په بهانه یو څوک بې آبه کوي، او وایي چې ما خو ټوکه کوله. نه، هیڅکله  ټوکه د یوه چا د بې عزتۍ دپاره باید ونه کارول شي.

۷- ښه ملګري هیڅکله له خپل ملګري سره په غلطو اوناروا کارونو کې مرسته نکوي، اوکوښښ کوي، چې هغه له ناروا کارونو څخه منع کړي، او هغه سمې لارې ته برابر کړي. د ملګري سره په ناروا کارونو کې مرسته کول، په حقیقت کې له ملګري سره ستره جفاء او ستر خیانت دی. هرچا سره جفاء او خیانت کول، او خصوصاً د ملګري سره خیانت او جفاء کول، ډېر بد کار دی، او هیڅکله د بښلو وړندی، نو باید ډېر احتیاط وشي، چې له چاسره خیانت ونه شي.

۸- ښه ملګري خپل مالي حسابونه له نورو ملګرو سره ښه پاک ساتي. یو متل دی، چې وروري به کوو، خو پاک حساب تر منځه. د هغو ملګرو چې مالي حسابونه یې پاک نه وي، د هغوی انډیوالي ډېر وخت دوام نشي کولای. د مثال په توګه: ځینې ملګري د پیسو په معامله کې ډېره بې احتیاطي او بې پروایي کوي، او خپل حساب پاک نه ساتي، چې دغه شانته عادت ښه ندی، او په ملګریتوب مستقیماً ناوړه اغېزه کوي.

۹- ښه ملګري د خپل ملګري په حصه کې بدګماني نکوي. سوء ظن کول ګناه ده، او زیاتره وخت هغه په آخر کې غلط ثابت شي. یو سړی په ځینو وختو کې د چا په حصه کې یو بد فکر وکړي، اما بیا وروسته هغه ته معلومه شي، چې هغه شي حقیقت نه درلود.

۱۰- ښه ملګري هیڅکله له خپل ملګري سره په غلطۍ قدم نه وهي. د هغه عزت، خپل عزت ګڼي، او د هغه سپکوالی، خپل سپکوالی ګڼي. دغه به د یوه ملګري د پاره ډیره نامردي وي، چې خپل ملګري ته په صداقت کې نه وي. د هغه په دسترخوان شپه او ورځ ورسره خواړه کوي، اما هغې ته د هغه عیبونه او غلطۍ نه ورپه ګوته کوي. دا د منلو وړ نده، چې یو ملګری په صداقت، او بل په چال او دوکه کې وي، او که چېرې نه غواړي، چې د هغه ملګري پاتې شي، نو هغوی باید دفعتاً خبر کړي.

۱۱- ښه ملګري باید ډېر ځیرک او هوښیار وي. هغه خبره چې له بې عقله دوست څخه هوښیار دښمن ښه دی، ډېره پرځای خبره ده. بې عقل ملګري، د کچه اسلحې په شان دي، او ته به هر وخت او په هر مجلس کې ډارېږې، او توبې به وباسې چې یا الله، د هغه له خولې څخه به څه را‌‌وزي. د بې عقله ملګري څخه د الله(ج)، هر مسلمان وساتي. هغه تا په دوستۍ کې وهي. نو هر سړی باید کوښښ وکړي، چې له بې عقله ملګري څخه ځان وساتي.

۱۲- ښه ملګري هیڅکله بل ملګري ته دروغ نه وایي. کوښښ وکړی چې له دروغجن سړي سره ملګري ونکړئ. دروغجن ملګري په بل ملګري بد تأثیر کولای شي، او دغه له ساری مرض سره ورته والی لري، یعنې له دروغجن ملګري سره آخر سړی پخپله دروغجن شي.

۱۳- ښه ملګري هر وخت سالمې او معقولې وعدې کوي، او بیا هغه په عمل کې پیاده کوي. ښه ملګري هیڅکله داسې وعدې نکوي، چې هغه د شریعت خلاف وي، او یا د هغه د عملي کولو نیت ونلري.

۱۴- ښه ملګري خاص د الله(ج) د رضاء په خاطر له خپل ملګري سره مینه او دوستي کوي، او دغه ټکی حتمی باید یو او بل ته ښه واضح او څرګنده کړي، چې دوی دواړه دالله(ج) د رضاء په خاطر، یو له بله سره مینه کوي.

۱۵- ښه ملګري باید هر وخت بل ملګري ته د هغه په غیاب کې دعا وکړي. ځکه چې په غیاب کې د یوه ملګري دعا بل ملګري ته، الله(ج) قبلوي.

۱۶- ښه ملګري هیڅکله د خپل ملګري د عیبونو پلټنه نکوي. ښه ملګري هر وخت د خپل ملګري ښه کارونه خلکو ته بیانوي. ځینې خلک دا عادت لري، چې یوازې د خلکو بدیو ته اړم وي، او هغه هرچا ته په ګوته کوي، اما د هغه نېکیو ته بیا ړانده وي، او هغه بیا هیڅ نه ویني، او په هغه خپلې سترګې پټوي. یو سړی باید د یوه ملګري ټولې نېکۍ او ټولې بدۍ د انصاف په تله وتلي، او بیا د هغه په حصه کې أخري قضاوت وکړي.

۱۷- ښه ملګري هر وخت د امکان په صورت کې د بل ملګري د ډوډۍ دعوت قبلوي، او هغه بېدون د کوم معقول عذره څخه نه ردوي. ملګري هیڅ وخت باید د مېلمستیا په برخه کې یو له بل سره پور او پرغو ونکړي، یعنې ځینې خلک چې هنوز یوه چا د دوی په مړۍ کې لاس نوي ټیټ کړی، دوی وایی چې ته به څه وخت ډوډۍ کوې، چې دغه ډېر بد عادت دی.

۱۸- ښه ملګري یو له بل سره حسد نکوي، ځکه چې دوی د یوه مسلمان په توګه د خپل ملګري په ترقۍ باید خوشحاله شي. ځینې خلک ډېر بد نیته وي، او د بل چا په خوشحالۍ ډېر خفه کېږي. حسدناک سړی به په خپل ژوند کې خوشحاله ونه وینې، او هر وخت به خفه وي. د حسدناک سړي له زړه څخه د بدنیتۍ لمبې پورته کېږي.

۱۹- د ښه ملګري قهر ته باید ډېره توجه وشي، او هغه بابیزه ونه ګڼل شي، ځکه چې په هغه کې حتمي یو پیغام پروت وي. ښکاره قهر تر پټ قهر ډېر ښه دی. ځینې خلق خپله ناخوښي د قهر پواسطه ښکاره کوي، اما بعضې خلک یو شی په زړه کې درته ساتي، او په ظاهره څه نه وایي، او د انتقام د اخستلو هڅه کوي، چې دغه ډول خلک ډېر خطرناک دي، او له دوی څخه ځان ساتل ډېر ضرور دي.

۲۰- ښه ملګري د خپل ملګري راز پټ ساتي. که خدای مکړه، ملګري راسره خفه هم شي، نو بیا هم دوی د یو او بل رازونه پټ ساتي، او هغه نورو ته نه افشاء کوي. متأسفانه، ځینې په اصطلاح نیږدې ملګري هم چې کله راسره وران شي، نو هغه په یو او بل پسې بدې ردې شروع کړي، او خپل ځان لکه سپینه کوتره بې تور داغه خلکو ته معرفي کوي. هرچا چې د یوه نیږدې ملګري غیبت درته شروع کړ، نو ته پوه ښه چې هغه د ستا په غیبت او بد ویلو هم صرفه نکوي، او دغه شان سړي ته باید په ډاګه وویل شي، چې دغه ښه کار ندی. یو متل دی، چې د بل کلي سړی به د خپل کلي د سړي پواسطه پېژنې، یعنې د ښه سړي ملګري هم ښه وي، او د بد سړي ملګري هم بد وي.

۲۱- ښه ملګري باید یو او بل ته پاک نیت ولري، او یو له بل څخه سوء استفاده ونکړي. ډېر کوښښ وکړي، چې کوم وخت د خپل نېږدې ملګري  کور ته کوم بد سړی ورسره بونزي، ځکه دغه بد سړی د ستاسې ددې کار څخه ناوړه ګټه پورته کولی شي. د مثال په توګه: ته د یوه بد ملګري سره د یوه ښه ملګري کورته ولاړ شې، او د ستا ښه ملګری د ستا له دغو بد ملګري سره د ستا په اعتبار، د ستا په مخ کې کومه دنیوي معامله وکړي، نو ته خو هلته د دوی په مخ کې نشې ویلای، چې دغه معامله مکوئ. بهتره داده، چې له بدو ملګرو سره د بل چا کور ته ولاړ نه شو، او مسلمان باید ډېر ځیرک او هوښیار وي، او دده له صداقت څخه باید بد خلک ناوړه ګټه پورته نکړي. هوښیار سړي باید له یوه ځایه څخه ۲ ځلې ونه چیچل شي.

۲۲- ښه ملګري باید په دغه اصل چې هر ښه شی چې ځانته خوښوي، هغه خپل ملګري ته هم خوښوي، عمل وکړي. کله داسې هم واقع شوي چې ته یو ملګری چا ته ددوستۍ کولو لپاره ولېږې، او هغه بیا هغه نجلۍ د ځان لپاره وکړي. کله چې یوه ملګري ته پته ولګېده، چې دغه معامله زما ملګري شروع کړې، هغه په هغه کې تر هغې وخته برخه وانخلي چې هغه پرې اېښې نوي.

۲۳- ښه ملګري په هر وخت کې حقایق وایي، یعنې که درسره خوشحاله وي، او یا خفه، هغه په مناسب وخت کې په مناسبه طریقه تا ته حقایق بیانوي. متأسفانه، ځینې په اصطلاح ملګري، چې درسره خوشحاله وي، نو د ستا به بې اندازې صفتونه کوي، اما که تا هغه ته کومه نېښداره خبره وکړه، یا په ساده الفاظو هغه د څوخ کړ، نو بیا، هغه څه درته وایی، چې سړی ورته حیران شي. دغه ډول ملګري سم ملګري ندي، او له دوی څخه باید ځان وساتل شي.

۲۴- ښه ملګري هیڅکله خپل ملګري ته توهین نکوي، او خپل ځان له دوی څخه لوړ نه ګڼي. ځینې خلکو ته که سمه لار هم ښیې، دوی فکر کوي، چې دوی ته توهین کوې، چې دغه شانته فکر کول ډېر غلط کار دی.

۲۵- ښه ملګري په هیڅ وخت کې بې تفاوته نه پاته کېږي، یعنې هر وخت د ښه کار طرفداري، او د بد کار مخالفت کوي. ځینې داسې خلک هم شته، چې یو څوک د دوی په مخ کې بدې او ردې وایي، او دوی هیڅ نه ورته وایي، چې دغه خبرې بس کړه، ځکه چې دوی فکر کوي چې دغه سړی به له دوی څخه خفه شي، او دوی ته دا پته نه لګیږي، چې په دغه کار سره الله(ج) له دوی څخه خفه کیږي. په بل عبارت، دوی هر وخت کوښښ کوي چې ملګري خوشحاله وساتي، او الله(ج) که خفه هم شي، نو خیر. له دغه ډول ملګرو څخه باید ځان وساتل شي، او دوی چې خپل خالق ته وفادار ندي، نو دوی به څنګه خپل ملګري ته وفادار پاته شي.

۲۶- ښه ملګري هیڅکله خپل ملګري ته کنایه نه وایی، او هغو ته هر وخت نېغه خبره کوي. ځینې خلک داسې عادت لري، چې وایي یوه ته، او مقصد یې بل څوک وي. هر څوک چې دغه کار کوي، هغه ښه نکوي، او له دغه ډوله خبرو او کارو څخه باید په جدي توګه ډه ډه وشي.

۲۷- ښه ملګري په هیڅ وخت کې له وړاندې چاته کوم بد پلان نه جوړوي. ځینې خلک د ځینو نورو له صداقت څخه بده او ناوړه ګټه اخلي، او هغه د بل چا په مقابل کې د ټوکې په پلمه پکاروي، چې دا ډېر بد کار دی، او باید هیڅکله ونشي.

۲۸- ښه ملګري هغه دي، چې د هغه په خوشحالۍ او خفګان له ورایه پوه شې. د ځینو خلکو نه په خوشحالۍ، او نه په خفګان پوهېدلی شې، چې دغه حالت ښه ندی.

 

دپام وړ ټکي:

الف - د یوه سړي تر ټولو وفادار ملګری، د هغه دنیوي اعمال دي، چې هغه تر آخره له سړي سره ملګري کوي، او تر آخره ورسره پاته کیږي. بې وفا ملګري خو سړی پدغه دنیا کې غمونو او مشکلاتو ته تنها او یوازې پریږدي، او حتٰی هغه ښه وفادار ملګري هم تر قبره ورسره ملګری کوي، او بیا د خپل نازولي ملګري سره خدای په اماني کوي. همدغه خپل نیږدې ملګري، بیا هغه خپل ملګری یوازی په هغه تیاره او ناآشنا ځای (قبر) کې په خپل لاس ایږدي، او په خپل لاس په هغه شیرین او نازولي ملګري زیاتې خاورې اچوي. یوازې اصلی ملګری چې د یوه سړي اعمال دي، هغه ورسره پاته کیږي. که د چا د قبر ملګری ښه و، نو هغه کامیاب دی، او که د چا د قبر ملګری خراب و، نو هغه ناکام دی. الله(ج) د، مونږه او تاسې ټولو ته په ژوند او مرګ کې، ښه ملګري راپه برخه کړي. (آمین).

ب - له خپلو ملګرو سره خپل ځان د الله(ج) په رسۍ کلک وتړه، او خبردار اوسه، چې له هیچا سره خپل ځان په بله رسۍ ونه تړې. بېدون د الله(ج) له رسۍ څخه، نورې  ټولې رسۍ پرې کېدلای شي. ځینې ملګري د قوم په رسۍ، د ژبې په رسۍ، د مسلک په رسۍ، او په نورو دنیوي رسیو ځانونه تړي، چې هغه په درد نه خوري، او هغه که نن وي، او که سبا، هغه پرې کیږي. ځینې خلک چې شریک کار اوبار کوي، هغه په اولو شپو او ورځو کې ډېر په اتفاق او اتحاد معلومیږي، اما له یوه کم وخت څخه د دوی رسۍ سستېږي، او هغه بیا پرې کېږي.

ج - د ملګري او نورو خلکو سره په نیکو کارونو کې حتمي او ضروري تر خپل وس او توان پورې مرسته وکړه، او په بدو کارو کې د هغه مخه د امکان په صورت کې ونیسه، او کمک خو باالکل ورسره ونکړې. کوښښ وکړه، چې خپل آخرت د ملګري د پاره خراب نکړې. د آخرت په برخه کې ډېره پاملرنه کوه. تا ته باید خپل آخرت تر ټولو شیانو مهم وي. داسې بې عقل مه اوسېږه، چې خپل آخرت خرابوې، او د نورو دنیوي کارونه جوړوې. خراب ملګري، سړی د دوزخ خوا ته، او ښه ملګري سړی د جنت خوا ته کښوي. نوره د ستا خوښه، چې ته پخپله څه غواړې، او کوم خوا ته غواړې چې لاړ شې.

د- دملګرو او نورو خلکو سره د الله(ج) په خاطر نېکي کول هیڅکله پښېمانی نلري. که د ستا ملګري او نور خلک د ستا ددې نېکۍ په قدر پوه شي او کنه، هغه مهمه نده، ځکه چې تا دغه نېکي خاص د الله(ج) د رضاء په خاطر کړې، او الله(ج) تا ته اجرونه درکوي. لازمه ده چې دغه ټکی باید واضح شي، چې هغه خلک چې له نورو سره نېکي کوي، د هغه باید ډېر قدر وشي، او د هغه څخه دزړه له کومي مننه وشي.

په پای کې زه خپلو ټولو قدرمنو ملګرو او دوستانو ته د زړه له کومي دعا کوم، چې الله(ج) د هغوی ته هر وخت دنېکو کارونو د سرته رسولو توفیق ورپه برخه کړي، آمین یارب العٰلمین.

الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه صلحه راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

همدارنګه، الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.

تر بلې لیکنې د الله(ج) په امان.

زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک