يو بې سر پرسته قام چې ناحقه تور کې نولس کاله وځپل شو
پوره نولس کاله د نړیوالو بدماشانو لخوا د ټروريزم تر عنوان لاندې يوې قلابي او ساختګي پلمه کې د قام هډونه او ککرۍ ريز مريز شوې.
د ورځې پای کې د اسامه سر په اسلام اباد کې را و وت، مګر ټس کې یې زموږ خټين کورونه خاورې او خړ کليوال تر باګرام او ګوانتانامو ورسېدل.
پاکستان ته هيچا څه ونشو ويلای ځکه هلته یې مشران او لوستي که سل غله او مفسد وو، مګر دومره رزيل نه وو چې خپل قام د نړيوال ايتلاف د توپ او ټانک خولې ته ورکړي.
دا ومنئ چې پښتنو پڅېر پدې سيمه کې هېچا د امريکا سره په خبر پوه، لوستي او جهان دیده کدرونه نه لرل، مګر متاسفانه دوی د قام په سر سودا وکړه او يوې څوکۍ اخیستلو لپاره د قام خلاف د امريکا څنګ ته ودرېدل.
په رب قسم خورم زما کرزي، غني، احدي، زاخیلوال، اتمر، جلالي او لس نورو دغسې لوستو جهان دیده ډاکترانو، استادانو او پي ایچ ډيانو ته غوصه راشي چې د قام یې يوې ناحقه جګړه او تور کې هډونه ريز مريز کېدل، خو دوی يوه ورځ هم د ملت د نجات داعيه پورته نکړه.
يوه هم امريکا سره ټنډه په ټنډه نشو چې احمقه دېکتاوره دا غريب او غربت ځپلی قام د بېوسۍ له وجې د خپلې ولسوالۍ بازار ته نشي راتلای تا یې سر ته په دې نيت سوکان نيولي چې ته زموږ نيويارک ته خطر یې.
هو علم رڼا ده او د پوهې او قلم خاوندان د قام سترګور وي. مګر دوی چې بيا د قام نجات پر ځای خپل کور کې د غلو او يرغلګرو ملګرتيا کوي؛ قام او تاریخ لخوا به کله هم ونه بخښل شي.
