No-IMG

د انګریز قومندان وروستۍ خبره

انګریز قومندان مارټ راډنر د وروستی ځل لپاره خپل بیرغ له باسټن کمپ نه را ښکته کړ، څو یې بېرته خپل وطن ته یوسي.

هو چرت به یې وهلی وي که موږ انګریزان بدل شوي نه یو او خپلو نیکونو پڅېر مو یوځل بیا د افغانانو په کور یرغل ور وړ نو افغانان هم بدل شوي ندي او هماغه د نیکونو په رسم یې خپل وطن په نره له موږ وګټه.

حتما به یی ویلي وو چې پخوا هم یو څه افغانان؟! زموږ نیکونو څنګ ته ودرېدل او په کاذب ملاتړ یې دوکه شول نو زموږ څنګ ته هم ځیني ودرېدل او په دغه تش ځګ موږ هم خطاوتو او خپلو نیکونو پڅېر مات لښکرې مخ په بریټانیا روان یو.

د بیرغ کوزولو پر مهال به یې ذهن کې هغه ورځې لکه د فلم ترخې صحنې مجسم شوې وي چې دوې څرنګ نولس کاله وړاندې دغه کمپ کی په خندا او خوښۍ د ملیارد ډالري پونډو پر مټ تاسیسات جوړول. دوی فکر کاوه چې پخوا مو نیکونه افغانانو مات کړل نو دواړو تقریبا ورته وسلې او امکانات په لږ توپیر درلودې او اوس خو افغانان په هیڅ برابر دي نو کم له کمه یوه پیړۍ، څو نسلونه به د میوندي زمرو پر هدیرو د انګلینډ پوځي بیرغ رپانده وي.

خو خبره سر چپه شوه. تېرو شلو کالو کې دا زمکه په پردیو لښکرو داسې سور تنور شوه چې د تېښتې پېل کاناډایي عسکرو وکړ، پسې هالنډ، اسټرالیا، جرمن او نورو یو په یو ماتې خوړلې لښکرې مات سرونه له افغانستان نه وتې او اوس ورځ راغله چې انګریز او امریکا هم یو په یو خپلې بار بسترې را غونډوي.

یویشتمې پېړۍ کې د افغانانو سرښندونکې مبارزې یو درس بهرنیانو ته دا وو چې افغانان به وسلې او اوچت اقتصاد نلري خو دا وړتیا هر وخت لري چې په وسلو او پیسو سمبال د نړۍ هر وسله وال پوځ نه خپله خاوره وګټي.

بل درس خپلو داخلي افغانانو ته دی. لکه څرنګ چې پخوا د انګریز او روس افغان ملاتړي تاریخ ته کوز ګوري دي نو داسې یې اوسني ملګري هم له مور افغانستان سره خیانت په تور کور ګوري دي.

دا درس باید هر افغان واخلي چې سبا په هیڅ صورت او تر هیڅ عنوان لاندې له هیڅ بهرني سره د خپلو افغانانو خلاف ایتلاف ونکړي.

افغانانو خپلو منځو کې پخوا هم اختلاف درلود او راتلونکي کی به یې هم لري او دا د بشر خاصیت دی، خو هیڅوک حق نلري چې کله پردۍ لښکرې راشي نو دوی د عقدې او حسد له وجې پردو لښکرو سره اوږه په اوږه په خپل ښار او کلیو کې د خپل افغان په سر او مال تالا ګډه کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک