د امریکا سره طالبانو مذاکرات او بین لافغاني مذاکراتو یوه لنډه پرتله
امریکا له خپل نولس کلن حضور په ټوله مانا ستړې او بیزاره وه او خواست یې له افغانستان نه وتل وو او طالبانو هم همدا غوښتل، نو امریکا لخوا د نړیوالو په حضور کې د وتلو لیکلې وعده ورکړل شوه.
بلخوا بیا طالبان په ټوله مانا خپلو کې پدې متفق شوي ول چې افغانستان باید امن او هیچا ته له دې خاورې تهدید جوړ نشي او دا څه امریکا غوښتل؛ نو طالبانو هم تضمین ورکړ.
مګر بین لافغاني مذاکراتو کې کیسه یو څه بدله ده.
طا لبان پوره نولس کاله له واک، کور او کلي نه فرار ته مجبور کړل شوي وو، هغوی نور بېرته واک، کور او کلي ته را ستنېدونکي دي، خو حکومت بیا په اسانه دې کار ته چمتو ندی. بلخوا حکومت غواړي طالب لکه حزب اسلامي په یوه دفتر او څو ګارډانو اکتفا سره هر څه بېرته دویته پرېږدي، نو پدې شرط بیا طالب قطعا حاضر ندی.
طالب نړیوال ائتلاف باندې د نولس کاله پرله پسې قربانیو له امله په شین زور خپل ځان ومانه، خبرو او سولې ته یې مجبور کړل، ټوله نړۍ یې اوس د نظامي جهت سربیره یو قوي سیاسي منل شوی طرف بولي، نو پدې اساس یې اوس مورال او د واک اخیستلو غوښتنې هم په اوج کې دي.
بلخوا بیا حکومت له تېرو نولسو کالو واک د یو سل تنو مخکښو کورنیو او ګروپونو ترمنځ ویشلی، چی همدا محدود سل کسان کله والیان کړي، کله وزیر، کله سفیر، کله معین کله بل او کله بل پوزیشن، خو بس لکه شطرنج دانې همدې محدود شمېر کې افراد اوښتې را اوښتې او فکري دایره یې تر پایه دومره ستره نشوه چې یو بل بې وسه بې کسه یا د صالح خبره بې ریشه او بې عقبه افغان هم د واک دغې دایرې او حلقې ته داخل کړي. نو په لوی قوت او لوی سهم به نظام ته د طالب راتلل او دننه کېدل ورته د خپلې څوکۍ، بوټ او قره قل څیري کېدل ښکاري.
هو دا دوه متفاوت شرایط او تقاضاوې به د بین لافغاني مذاکراتو پر میز خپل سنګین بوج ولري. مګر دا پدې مانا نده چې مذاکرات به بې پایلې او موږ ناهیلي شو.
د هیله مندۍ خبر بیا دا ده چې تاسې نن ولیدل چې د نړۍ په کچه نږدې 35 هیوادونو او نولس فعالو هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو، ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، ناټو سازمان او اسلامي کنفرانس په ګډون تقریبا ټوله نړۍ د افغانستان تر شا ودرېده او ټولو په یوه خوله ژمنه وکړه چې د بندو دروازو تر شا به ودریږي او د افغانانو له دواړو لوریو به د سولې ریزلټ غواړي.
دا پدې مانا ده چې نړۍ به افغان لوري تر هغې پرېنږدي، څو یی له دغو شیدو کوچ نه وي ویستي.
له شک پرته نور ګاونډیان، سیمه او نړۍ په افغانستان کې سوله غواړي او څرنګ چې پرون په افغانستان کې جګړه د دوی منافعو تقاضا وه نن د یوه لوی سیمیز او نړیوال اقتصاد پېښېدونکي تحرک په موخه یو با امن افغانستان او قوي نظام د ټولو ګډه تقاضا ده.
نو د ټولو ستونزو باوجود، سوله راتلونکې او د افغانانو دا اوږد انتظار ختمېدونکی دی.
