ولې پدې نولس کاله کې ټول وطن کې يو مجهز روغتون جوړ نشو؟
له درده یې ليکم بيا یې سکوت را مات کړ.
شاعر وایي:
را ډک شو زړه ايسارولی نشم
خوله ماته ښه ده خو ګنډلی نشم
تېره ورځ کابل کې د پاکستان سفارت مخکې تېرېدم د ناروغانو او امبولانسونو يو اوږد کتار ولاړ وو.
پياده رو او سړک غاړو کې يوه لويه ډله ښځې، سپينږيري او ځوانان ويزو ته منتظر وو. دغه صحنه مې ترننه سترګو کی تاويده او سخت ځورېدم. نن خبر شوم څو افغان ښځې پاکستان ته د ويزې په ټېل ماټیل کې د پښو لاندې ساه ورکړې. دا د مرګ څومره ناوړه، ناځوانه او مشقت باره ډول دی.
ذهن ته مې فورا هغه دبړه مار، ډنډه مار، نکټایي پوش غله راغلل چې تل یې نور په بیسوادۍ، ملایۍ، ناپوهۍ او کهنه فکرۍ رټل او ځانونه یې د غرب ډګري دار مهذب، لوستي او وطنپرستان را پېژندل.
پوره نولس کاله ټوله نړۍ د دوی تر شا ودرېده او ټول ملت یې څار پېل کړ چې ودر دا لوستي شخ سري نکټایي ډار څه کوي. ملیارډونه ډالر او نړيوال مشاورين یې څنګ ته ودرېدل مګر دوی په ټول افغانستان کې حتا يو لوی روغتون او کمپلکس جوړ نکړ چې دا قام د پاکستان له احتیاج نه خلاص کړي. ملت ته یې نولس کاله پس صرف ډوزې، دروغ وعدې، شرمونه او د کذب وعدو ميراث پاته شو.
پوښتنه ده چې نولس کاله وخت کم وو؟ بودجه او پیسې نه وې؟ زمکه نه وه که بل څه؟
ځواب واضح دی چې هر څه وو خو اراده نه وه. د دې خاورې د مالکيت حس نه وو. دې ملت سره د خپلوي حس نه وو. ګاونډيو ته له احتياجۍ د خلاصون فکر نه وو.
هر مقرر شوي او مسلط شوي دندې ته د يوه فرصت په سترګه کتل، جیب یې ډکوه، بهرنی تابعیت یې اخيست او تل یې فکر پردې وو چې څرنګ د دندې له پای وروسته ډک جېبونه دې وطن نه غرب ته د فرار لار ومومي.
چې د ليډرشيپ او اقتدار وضعيت دغسې وي نو خود به د داسې ملت ناروغه میندې او مېرمنې د علاج په پار د يوه نامرده او خبيث ګاونډي په درګاه کې د نورو په پښو کې ساه ورکوي.
ځوانان به یې د بل مسلمان؟! ګاونډي لخوا په ژوندوني په اور سېځل کېږي. بل د عثماني خلافت دعوه دار او ميراث خور به یې تنکي مهاجر ځوانان په ځنګلونو کې په سپيو داړي. اسټراليايي او امریکایي سرتیري به یې ښځې او ماشومان د ښکار په ډول لکه هوسۍ وژني او نور به یې له نيويارک نه په ډرون الوتکو لکه ويډيو ګيم په خپل کور کې قتل عاموي.
دا د بېتفاوتۍ، پرديتوب او بې ضميرۍ صفحه بدلول غواړي!
