No-IMG

د ځوان نسل حال، هو همدا ستر حقیقت دی

په خدای سوګند يادوم.

د حکومت لخوا په جګړه کې ډيری هغه بېوسه بې کسه وژل کېږي چې مور او پلار یې له مرګ وروسته د جنازې انتقال ته پیسې له نورو قرضوي.

په طا لب ليکو کې هم ډيری تلفات د هغو دي چې له مرګ وروسته یې باقي کورنۍ له فقره تباه او برباد ده.

نه طا لب د حکومت ليکو کې د جګړې اصلي طراحانو او عاملينو ته لاس رسی لري نه هم حکومت د بانفوذه طا لب جنګيالي ژوندي او مړي ته په بد نظر کتلای شي.

د دې روان جنګي ماشين تېل په دواړو ليکو کې د مظلوم افغان له وينو تغذيه کېږي.

دغو وينو په اړه بېباکي او توېدلو کې یې خپله روزي لټول بدې پايلې لري.

په والله چې څوک په روان وضیعت خوښ وي، تداوم ته یې زهراګين تبليغات کوي، بنديانو تبادله او ټوله کې د سولې ذهنيت سازه پروسه ننګوي، ملنډې پرې وهي، جګړه غځوي او شته وضعيت کې خپلې ګټې ګوري نو په همدې ګټلو پيسو به یې ښځه فحشا، اولاد فساد او دی له ابدي رنځ او ذلت سره مخ کېږي.

سوله راځي، مخه ېې څوک نشي نیولای خو چټک کول یې زموږ ستاسې خپلو لاسونو کې دي. هغه خلک چې له اروپا او دلته له مصؤنو دفاترو او زرهي موټرو د جنګ جنګ نعرې وهي؛ پر مخ یې لاړې ور توف کړئ.

دا هر يو تر ستوني په فساد کې غرق او دومره مردار دي چې د سولې سپين سهار کې له خپل ناولي مخ او بدې سابقې ويرېږي.

د سولې روښانه لمر؛ را ختل غواړي!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک