No-IMG

غزل

ځواني د مني ګل دی ګل د مني وي څو ورځې

دي ډېرې لنډې لنډې تر زرینو کمڅو ورځې

د شپې اوښه را درومي د چوپیا په رنجو بار ده

په کار ده چې ور تېرې کړو د یار په نغمو ورځې

دا ومنه چې مړه یې مور و پلار دي که ژوندي وای

د دې یتیم وطن به نه وې شپې په سلګو ورځې

دا شپې ورځې په تار د دعا وپېیه ملنګه

چې راشي پر دې خوار وطن د مینې د ښو ورځې

د ژوند پر زخم زخم د ګلونو پټۍ کېږدئ

روانې به تر څو وي پر ښیښو پر ازغو ورځې

دا مینه ولې نه کوئ دا څه په کې تاوان دی

چې تېرې مو کړې شپې اوس تېروئ په کینو ورځې

په اوښکو دې لمده نه وي پاپا د ماشومانو

خوږې یې شه تر شاتو او تر کوچو شیدو ورخې

کاروان له شومه دمه را روان دی اوښکې اوښکې

ړندو ته به نو څه رڼا کوي په ډیوو ورځې

۱۹ قوس ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک