No-IMG

غزل

لکه چې دا سرودګی مې هم څه موده مخکې لیکلی و. څو ځله موسک موسک کېده، مخې ته راته. لکه چې زړه یې و، چې له لوستونکو سره یې شریک کړم. اممم ما وې، ښه سمه ده، دادی همدا اوس دې را اخلم او د لوستونکومخې ته دې ږدم. که کیف او خوند و رنګ دې درلود، خو نور الله نور، او که خوند و رنګ دې نه و، لوستونکي به غلي در نه تېر شي، ته دې خپل کار کوه. هو په یوه نیم ټکي او کلیمه کې به دې شوخي وي، نو ژوند بې شوخۍ هم خوند نه کوي، وي دې کنه، څه دنیا خو نه ورانېږي.

څه خوږه تنکۍ پنکۍ یې

ښایستوکۍ مرغکۍ یې

په غنمو کې ولاړه

د غاټولو ناوکۍ یې 

د ګلونو دې وزرې

څه پسته جنت کوکۍ یې

ځرځې سترګې دې زرغونې

شین بخونه توتکۍ یې

***

د رڼو اوبو پر غاړه

زه او ته یو سره دواړه

ځه بېلتونه درومه ژاړه

مونږه یو غاړه په غاړه

ګلورینه د ژوند شاړه

د ازغیو کډه لاړه

ته د لمر له وړانګو ډکه

د اوبو بوړبوړکۍ یې

***

په بېړۍ کې ځو د مینې

بیا وهو څپې رنګینې

د اوبو هندارې سپینې

زه دې وینم ته مې وینې

مونږ اغوستې دي مهینې

د ژوندون شېبې زرینې

راته موسکې نمکینې

ستا نامه څه ده ګبینې

د اوو ګلونو میرې

ته لیلا یې که مکۍ یې

***

ته اروا اروا د مینې

د رڼو رڼو اوبو یې

ته مې هغه شاهي راګ یې

چې سلطان مې د نغمو یې

د فطرت مطرب مې جوړه

د ځنګل له زمزمو یې

ته نمانځلې یې ګلابو

او نرګسو په وږمو یې

د کاروان د غزل روح یې

له تنکیو نه تنکۍ یې

۱۱ سرطان ۱۴۰۰ هجري شمسي خوست توره وړۍ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک