No-IMG

یوې بلبلکې ته سرود

زه مین یمه په ناز د یوې نازکې

په آواز د سرودګرې بلبلکې

بلبلکه کوچېدلې ده خزان دی

پاڼې پاڼې یې غزل غزل دیوان دی

ترۍ تم به بلبلکه چېرې نه شي

کنه تورې تورې تیږې به اوبه شي

مرغلرې به په تار کې په ژړا وي

او نغمې به په ستار کې په ژړا وي

بلبلکه ده بیماره ژر به ښه شي

په مثال د برسېرن پرهر به ښه شي

په رنګونو په هندارو کې به اوسي

په مڼو او په آنارو کې به اوسي

څه په مینه به بیا نوی سرود وایي

د قدیم جمال مولا به په کې ستایي

پر ګلونو به یې ولګي وزرې

د آواز په تار به وپېي سندرې

له ګلونو نه به بیا واخلي مچکې

پاڼې پاڼې به وهي ورته چکچکې

بلبلکه به که خدای کول بیا راشي

مسته مسته په نغمو به یې فضا شي

یو د مینې د جمال سرود به وایي

د بوډۍ د زرغون ټال سرود به وایي

ژوند به بیا د ماشومانو شین کتاب وي

په کې رسم به نرګس او سور ګلاب وي

څو ودانه د ګلونو دنیاګۍ وي

دا د مینې بلبلکه به ژوندۍ وي

الهام زېږدې به کاروانه د نغمو وي

انځورګره به د ګلو د وږمو وي

۱۰ قوس ۱۴۰۰ هجري شمسي ، خوست توره وړۍ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک