غزل
وینم خوب چې شپه به واوړي په لمر ګله
د سپوږمۍ سندره وایي قمرګله
درپسې به یو لښکر ګلونه راشي
را روان شه یه د غرونو د سر ګله
درمانګر شه د رنځورو میَنانو
په غروب کې د زېړي مازدیګر ګله
د افغان وطن اروا په تا تازه ده
غوڅ خو مه شې په لاره په خنجر ګله
ته وا ژوند په هدیره کې ټوکېدلی
چې په درز کې یې ولاړ د مرمر ګله
د بلبلو نغمه زېږدی سېل به راشي
ستا په پرخو یې لامده دي وزر ګله
چې په شتون دې روایات د نشتون مات شي
هله زر کوه راځه د اینځر ګله
پرې تر منځه یې تارونه د وږمو دي
ته یې وتړه د لرو د بر ګله
په نشه د کومې مستې مینې رنګ یې
که دې څښلي دي شراب د کوثر ګله
کړه زړګی د کاروان باغ د خدای د مینې
په کې ګل شه د وروستي پیغمبر ګله
۲۵ عقرب ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ
