No-IMG

قرانکریم او د سولې اخلاق

    د قرانکریم په یوه کیسه کې یو کس د خپل مدعي په اړه وایي: إِنَّ هٰذَآ أَخِى لَهُۥ تِسْعٌ وَتِسْعُونَ نَعْجَةً وَلِىَ نَعْجَةٌ وٰحِدَةٌ. [سُوۡرَةُ صٓ : 23].دا زما ورور دى، له ده سره نهه نوي (۹۹) مېږې دي او زما سره یوازې يوه مېږه ده.

     مدعي به یې یا د ملګرتیا ورور وي او یا سکنی ورور، مطلب دا دی چې خپل مدعي یې "ورور" بللی دی، داسې یې ونه ویل: چې دا ظالم، دا تېری کوونکی وغيره، بلکي ویې ویل: (إِنَّ هٰذَآ أَخِى...) دا قراني اسلوب مومنانو ته دا پیغام ورکوي چې د خپل مخالف او خصم په اړه خوږې او نرمې خبرې غوره کړئ او له سپکو خبرو، ښکنځلو او پېغورونو ځانونه وژغورئ.

     د سولې اخلاق او اداب قرانکریم څومره اسانه او په خوږه طریقه روښانه کړي دي! د الله ﷻ په خاطر موجوده وخت ډېر حساس او سخت اتیات او زیاتې نرمې ته ضرورت دی، څوک چې هرڅومره د خپل واک، ځواک او خواهشاتو لیونیان وي باور دې وکړي په ارام او ودان افغانستان کې هغوي هم هر څه ترلاسه کولی شي.

کاش د #افغان_سولې هر غړي ته دا قراني پیغام ورسیږي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک