No-IMG

تهلیلي ساګانې

دالان/پخلنځي ته ننوتلم، چې کتل مې نیا مې شیدو کې وریژې پخولې، په یوه لاس یې وریژې لړلې، بل کې یې تسپې وې، په هغو یې شونډې ښورولې، له پخلنځي د مشکو بوی راتلی، غریبې نیا مې مشک ترکومه کول، دا خوشبویي د هغو شیدو وه، چې له تاو سره یې زما د ګرانې نیا پاکیزه او سپېڅلې ساګانې ګډې شوې وې! او د پخلنځي پاکي او نظافت هغه ښایسته بوی تر مشکو خوږ ګرځولی و!

    په دې معطر او خوشبویېز چاپېریال کې د ګرانې نیا څنګ ته کېنستلم، هغه مې وپوښتله، مال زما خوږې نیا! د شیدو وریژو پختن څومره وخت نیسي؟ هغې په داسې حالت کې راته وکتل چې له موسکا یې نور او ځلا اوریدله! ول زویه! چې زر ځله (لا إله إلا الله) او زر ځله (الحمد لله) ویل پوره کوې وریژې به دې پخې وي...

     دا کرښې تشه ادبي توټه نه ده، پخوا داسې ډېرې پاکیزه مېرمنې وې، اوس به هم وي... هغوی به د پختن فني مهارتونه نه لرل، خو روحانیت یې غښتلی او تقوی یې مثالي وه، ځکه یې ساده خواړه خواږه، برکتي او صحي ول، طبعاً په کومو خوړو چې زرځله تهلیلي او زر ځله تحمیدي ساګانې وورېږي، هغه تر دې زیات د ستاینې وړ دي. الله دې زموږ مېندې، پلرونه، نیاګانې او نیکونه ټول وبښي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک