No-IMG

دېته مینه وایي!

یو صحابي ربیعة بن کعب رضي الله تعالی عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم خدمت کوي، د اوداسه اوبه ورته برابروي او نور کار ورته کوي، په دې وخت کې رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ته فرمایي: که څه اړتیا او ضرورت لرې راته ووایه، هغه د مینې مجسمه یواځې یو شی غواړي، نور هیڅ نه غواړي او هغه جنت کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ملګرتیا! لاندې د دوی دواړو لنډه خو له مینې ډکه مرکه لوستلی شئ:

رسول الله صلی الله عليه وسلم : راته وایه څه غواړې؟

ربیعة بن کعب: جنت کې ستا ملګرتیا غواړم

رسول الله صلی الله عليه وسلم: نور څه غواړې؟

ربیعة بن کعب: بس همدا غواړم...

رسول الله صلی الله عليه وسلم: وبه شي، خو ډېرې سجدې لګوه.

صحيح مسلم رقم: 489

یا الله! دنیا کې د ډېرو مخلصانه سجدو توفیق او اخرت کې ستا د خواږه پیغمبر محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم ملګرتیا رانصیب کړه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک