بشیراحمد الحنفي

No-IMG

بشیراحمد الحنفي

د بشیراحمد الحنفي لیکنی

بې‌مهاره شهوات هېڅکله انسان ته خیر نه شي رسولی

د کورنیو اړتیاوې داسې یوې مرحلې ته رسېدلي چې اوس یو عادي کارګر هم تر هغې آرام نه احساسوي، تر څو چې د لویدیځ وروستي د ښکلا وسایل ونه لري! پخوا به خلک د سخاوت او تقوا له مخې سیالي کوله، خو اوس سیالۍ بل لور ته تللې دي… زه دلته دا بحث نه کوم چې څه جایز دي او څه ناجایز، بس همدا د قرآن کریم حکم کافي دی: “او هغه کسان چې کله مصرف کوي، نه اسراف کوي، نه بخل، بلکې د دې دواړو ترمنځ معتدل وي.” (الفرقان: ۶۷) همداراز د رسول الله ﷺ دا اصل هم کافي دی: “څومره چې دې زړه وي، خورئ، څومره چې مو زړه وي، جامې اغوندئ، خو تر هغو چې دوه خصلتونه مو ...
نور ولوله

پر کور ناسته بې علمه ښځه

زه غواړم هغو خطرونو ته اشاره وکړم په خپل دغه مقاله کي چي یوه ښځه څنګه د دنیا د دچټګ پرمختګ سره تغییر مومي ، او څنګه د دې د ناپوهۍ آثار پر کورنۍ ، او ټولني ولیږي. پام کوه چي ته داسي فکر ونکړې چي زه غواړم ښځي د کورونو څخه وباسم ، یا د ښځو ازادي د شریعت د چوکاټ څخه دباندي وغواړم . زه خپل مقاله د یو انځور په شکل تاته وړاندي کوم . حبیبه یوه ماشومه انجلۍ ده ، په یوې داسي کورنۍ کي زېږدلې چي هلته د علم هیڅ څرک نسته ، پلار یې د کور څخه بهر د رزق ګټلو په لټه کي دی ، وړونه یې ځیني مهاجر دي ، ځیني د خپل کور جوړولو په فکر کي شپې سبا کوي. د حبیبې مور هم بې علمه ده ، د دې دکورنۍ ټولي ښځي بې علمه دي ، په کل...
نور ولوله

دا دریم ځل دی چي امریکا د غزې د جګړې په اړه خپل ویټو استعمالوي

دا دریم ځل دی چي امریکا د غـ.ـزې د جګـ.ـړې په اړه خپل ویټو استعمالوي، ټول د امنیت شورا هیوادونه یو لوري ته دي او د دې پلویان دي چي نور دي جګړه دستي ودریږي، خو بل لوري ته امریکا په رایه اچونې کي لاس پورته کړي چي زه دا پرېکړه ویټو کوم . د امریکا دا لاس پورته کول یو لوري ته دی، ټوله نړۍ چي چیغي وهي هغه بل لوري ته بې معنا دي . ماته دلته  د قرآن کریم د سورت توبې دغه آیات شریف رایاد سو چي الله فرمایې : د کفر کلمه به کښته وي، د اسلام کلمه به لوړه وي. زه چي د غربي نړۍ دغه ویټو ووینم پوه سم چي موږ مسلمانانو د قرآن کریم څخه مخ اړولی، او دین مو فقط شکلي زده کړی او عملي کړی مو ندی. کله چي غربي نړۍ د پرمختګ په حالت کي وه، ټول مسلما...
نور ولوله

موږ تل ولي د نبي علیه السلام د ژوند پر یوه برخه ډېر تمرکز کوو !؟

موږ تل ولي د نبي علیه السلام د ژوند پر یوه برخه ډېر تمرکز کوو !؟ د نبي علیه السلام پر غزواتو ( جګړو ) ډېر ږغېږو خو پر اخلاقو یې کم ږغیږو ، د هغه پر مسکینۍ ډېر ږغیږو آن تر دې چي په خېټه پوري د لوږي څخه ډبري تړلي وي ، خو کله چي بیا هغه ته غنیمتونه راتلل مال ورسره وو پر هغه برخه یې بیا کم ږغیږو . موږ همېش د قارون مال غندو ، خو د سلیمان علیه السلام د مال او دولت په اړه بیا نه ږغیږو د بلعم بن باعوراء کیسه تقریبا د ټولو زده چي مال او دولت یې لری د هغه په خاطر له ایمان خلاص سو ، خو د عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه چي ډېر لوی تاجر او مالداره وو د هغه پر مال او دولت بیا بحث نه کوو. پکار ده چي موږ د ژوند هر اړخ تشریح کړو چي په هر حالت کي وو همغسي ژوند ورسره...
نور ولوله

خپل شکایت الله ته وکړه زه خو هیڅ نسم کولی

لیکوال: الشیخ علي الطنطاوي ژباړه: بشیراحمد الحنفي   پرون یو ډېر سپینږیری سړی زما دفتر ته راغی او راته وویل:  ما لمړی د الله تعالی دروازه ټکولې اوس ستا دروازې ته راغلم غواړم خپل د مظلومیت یو کیسه درته وکړم. ما ورته وویل مهرباني اورم مو ده راته وویل: زه په ځوانۍ کې تجار وم سهار به د کور څخه وتلم د خپل کلي په بازار کي مي سبزې خرڅول، څه چي مي ګټل کورته مې راوړل غوښي،  جامي مي په اخیستلې او د ژوند ضرورتونه مي په پوره کول. زه ساده سړی یم مکتب او مدرسه مې نده ویلې لیکل او لوستل خو بیخي نسم کولی خو الحمدلله خپل فرض لمونځ کوم او روژه نیسم. ...
نور ولوله

د ځمکي آبادي اقتصادي ارزښت زېږوي

پوهېږئ نن موږ په درس کي څه وویل؟ زموږ د اسلامي بانکدارۍ استاذ وویل: الله تعالی په سورت هود کي فرمایې: ” ما تاسو د ځمکي څخه پیداکړي یاست ( اشاره و آدم علیه السلام ته ده) او زه ستاسو څخه غواړم چي ځمکه آباده کړئ “. دا آیات شریف د ځمکي په آبادۍ امر کوي ، د ځمکي آبادي اقتصادي ارزښت زېږوي ، اقتصادي ارزښت تجارتي مؤسسات رامنځ ته کوي ، تجارتي مؤسسه لکه بانک ، بانک هغه وخت چلیږي چي زه او ته په شرعي طریقه د بانک سره د مضاربت ، مشارکت وغیره په ډول راکړه ، ورکړه وکړو چي په نتیجه کې اقتصادي پرمختګ راځي ، د پرمختګ سره ځمکه آبادیږي نو موږ په دې توګه د الله پورتنی آیات په عملي شکل تطبیق کولی سو . وګوره دا خلک د قرآن کریم څخه څنګه ښکلی او د ژوند د آباد...
نور ولوله

له مېرمنو سره د مشورې په اړه

د یوه ډېر مشهوره مولوي صاحب کلیپ مخ ته راغی هغه وایې: د ښځو سره مشوره مکوئ کنې هغه به ستاسو عزت درته دفن کړي او هغه دا خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته نسبت کړه . هغه مولوي صاحب ته په ډېر احترام خو دین د ټولو مشترک دی باید حقیقت روښانه سي . لمړی خو زموږ پر ځینو ملایانو د پښتنو مزاج حاکم دی ، دوی هڅه کوي شرعي نصوص ټولني ته وتراشي تر څو د هغه کلتور او فرهنګ سره سمون وخوري، چي دا کار په حقیت کي د علم او اسلام څخه ډېر لیري دی ، باید خلک د الله دین ته وتراشل سي ، نه داچي دین دوی ته وتراشو . دوهم: رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل مېرمنو سره مشوره کړې بخاري شریف دا حدیث په تفصیل راخیستی . د ح...
نور ولوله

د مورکۍ حوصلې ته په دې اړه فکر کوم چي دا مور د زده کړو په ارزښت څنګه او چا پوهه کړې؟!

تقریبا څلور کاله کېږي چي زه یوه ډېره بوډۍ ښځه وینم چي هره ورځ خپل ړوند په سترګو نابینه زوی د الأزهر د شرعیاتو پوهنځۍ ته تر لاس نیولی راولي ، په صنف کې یې کښېنوي ، دا بهر ورته انتظار وي چي درسونه خلاص سي بیرته یې تر لاس ونیسي کور ته یې یوسي، د دې مطلب دا دی چي دا هلک دولس کاله د الأزهر مکتب هم ویلی نو حتما به یې مکتب ته هم داسي وړی راوړی. زه د دې مورکۍ حوصلې ته د حیرانتیا ترڅنګ په دې اړه فکر کوم چي دا مور د زده کړو په ارزښت څنګه او چا پوهه کړې؟! په دې هم باور او یقین لرم چي بې علمه، او جاهله ښځه د علم په ارزښت نه پوهیږي . زما فکر ته د دې ځواب داسي راځي چي حتما دغه مورکۍ علم کړی وبس . ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک