No-IMG

دا دریم ځل دی چي امریکا د غزې د جګړې په اړه خپل ویټو استعمالوي

دا دریم ځل دی چي امریکا د غـ.ـزې د جګـ.ـړې په اړه خپل ویټو استعمالوي، ټول د امنیت شورا هیوادونه یو لوري ته دي او د دې پلویان دي چي نور دي جګړه دستي ودریږي، خو بل لوري ته امریکا په رایه اچونې کي لاس پورته کړي چي زه دا پرېکړه ویټو کوم . د امریکا دا لاس پورته کول یو لوري ته دی، ټوله نړۍ چي چیغي وهي هغه بل لوري ته بې معنا دي .

ماته دلته  د قرآن کریم د سورت توبې دغه آیات شریف رایاد سو چي الله فرمایې : د کفر کلمه به کښته وي، د اسلام کلمه به لوړه وي.

زه چي د غربي نړۍ دغه ویټو ووینم پوه سم چي موږ مسلمانانو د قرآن کریم څخه مخ اړولی، او دین مو فقط شکلي زده کړی او عملي کړی مو ندی.

کله چي غربي نړۍ د پرمختګ په حالت کي وه، ټول مسلمانان لاس تر زني ناست وه خپلو کي سره اخته وه، چا ویل چي په لمانځه کي لاس پر سینه ونیسه، چا ویل لاندي ونیسه، پر سمرقند او بخاری چي تا تارخانیانو حمله وکړه ملایانو فتوی ورکړه چي په توپ جګړه بدعت ده .

کله چي غرب د پرمختګ په حالت کي وو په ټوله اسلامي نړۍ کي یوه د علومو پوهنځۍ نه وه، پوهنتون او مکتب خلاصول حرام وه،  سل کاله په مصر کي علماء فتوی ورکول چي د چاپ په ماشین قرآن کریم مه چاپوئ دا بدعت او ګناه ده .

عام مسلمانان په خرافاتو اخته وه چا به پر قبرو طوافونه کول، تجارت نه وو، پر مختګ نه وو ، د دوښمن څارنه نه وه تخلف په خپل اوج کي وو .

اوس راسه غرب او مسلمانان سره پرتله کړه، هغوی اسلام په عمل کي کوي، موږ یې فقط په لباس او شکل کي کوو .

مسلمانان خو په قرآن کریم عمل نه کوي، د قرآن کردار زموږ په ټولنه کي دا دی چي د برات د پنځلس او دولس په ورځ یې لوړ نیسه خلک تر وزي او راوزي، په فاتحو کې لوله، په هدیرو کې لوله، د واده په ورځ یې د ناوې او زوم مخ ته کښېږده همدا د قرآن کردار دی زموږ په ټولنه کي .

دا چي قرآن کریم موږ ته امر کوي چي علم وکړئ، ټیکنالوجي زده کړئ، وسپنه وټکوئ د پرمختګ وسائل ورڅخه جوړ کړئ، توپ ټانګ جوړ کړئ، د سمندرونو څخه ګټه پورته کړئ،او  د ځمکي څخه خام مواد راوباسئ په دغه برخه د قرآن موږ عمل نکوو، برعکس خلکو ته دعوت ورکوو چي دنیا پنځه ورځي ده، د دنیا څخه لیري ګرځئ کنې د قارون غوندي به هلاک سئ .

کله چي زموږ په ټولنه کي دغه ډول بې همته دعوت عام وي، افکار په دغه ډول تربیه سي، دین د جوهر پر ځای شکل غوره کړي ایا ته فکر کوې چي موږ به بدلون وکړو !؟

الله فرمایې: زه د هغه قوم حالت نه بدلوم کوم چي  خپل حالت خپله بدل نکړي . یعني کوم قوم چي جهل غواړې، د دنیا څخه تېښته کوي، دوښمن ته شا ګرځوي، کسب نکوي الله د هغوی حالت هیڅکله نه بدلوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک