No-IMG

بې‌مهاره شهوات هېڅکله انسان ته خیر نه شي رسولی

د کورنیو اړتیاوې داسې یوې مرحلې ته رسېدلي چې اوس یو عادي کارګر هم تر هغې آرام نه احساسوي، تر څو چې د لویدیځ وروستي د ښکلا وسایل ونه لري!

پخوا به خلک د سخاوت او تقوا له مخې سیالي کوله، خو اوس سیالۍ بل لور ته تللې دي… زه دلته دا بحث نه کوم چې څه جایز دي او څه ناجایز، بس همدا د قرآن کریم حکم کافي دی:

او هغه کسان چې کله مصرف کوي، نه اسراف کوي، نه بخل، بلکې د دې دواړو ترمنځ معتدل وي.” (الفرقان: ۶۷)

همداراز د رسول الله ﷺ دا اصل هم کافي دی:

څومره چې دې زړه وي، خورئ، څومره چې مو زړه وي، جامې اغوندئ، خو تر هغو چې دوه خصلتونه مو نه وي کړي: اسراف او تکبر.”

د افسوس ځای دی چې اسراف د غریبانو لپاره یوه لازمي عادت ګرځېدلی، نو بیا د شتمنو حال به څه وي؟! دا هم د اندېښنې وړ ده چې تظاهر او د خلکو د ستایلو لټه زموږ په ټولنه کې عام عادت شوی.

دا ډول ژوند ډېر دروند قیمت لري! ما ولیدل چې دا بې‌بندوباره مصرف خلک له خیراتي کارونو راوګرځولي، او د عامو خلکو توان یې کم کړی چې د اسلام اړتیاوې پوره کړي!

اسلام داسې پیغام دی چې هر څه کنټرولوي. په اوسني عصر کې مسلمانان له داسې دښمنانو سره مخ دي چې یوازې د اسلام له منځه وړل غواړي. پیسې یوه خطرناکه وسله ده، او هغه خلک چې خپل مال بې‌ځایه او عبث لګوي، د خپل راتلونکي لپاره خطر جوړوي!

زه له دې ویلو بخښنه غواړم، خو حقیقت دا دی چې یهود او نصارا د پیسو ساتلو او مصرفولو کې له موږ څخه ډېر محتاط دي!

بې‌مهاره شهوات هېڅکله انسان ته خیر نه شي رسولی

امام محمد الغزالي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک