د مورکۍ حوصلې ته په دې اړه فکر کوم چي دا مور د زده کړو په ارزښت څنګه او چا پوهه کړې؟!
تقریبا څلور کاله کېږي چي زه یوه ډېره بوډۍ ښځه وینم چي هره ورځ خپل ړوند په سترګو نابینه زوی د الأزهر د شرعیاتو پوهنځۍ ته تر لاس نیولی راولي ، په صنف کې یې کښېنوي ، دا بهر ورته انتظار وي چي درسونه خلاص سي بیرته یې تر لاس ونیسي کور ته یې یوسي، د دې مطلب دا دی چي دا هلک دولس کاله د الأزهر مکتب هم ویلی نو حتما به یې مکتب ته هم داسي وړی راوړی.
زه د دې مورکۍ حوصلې ته د حیرانتیا ترڅنګ په دې اړه فکر کوم چي دا مور د زده کړو په ارزښت څنګه او چا پوهه کړې؟!
په دې هم باور او یقین لرم چي بې علمه، او جاهله ښځه د علم په ارزښت نه پوهیږي .
زما فکر ته د دې ځواب داسي راځي چي حتما دغه مورکۍ علم کړی وبس .
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
