د ځمکي آبادي اقتصادي ارزښت زېږوي
پوهېږئ نن موږ په درس کي څه وویل؟
زموږ د اسلامي بانکدارۍ استاذ وویل: الله تعالی په سورت هود کي فرمایې: ” ما تاسو د ځمکي څخه پیداکړي یاست ( اشاره و آدم علیه السلام ته ده) او زه ستاسو څخه غواړم چي ځمکه آباده کړئ “.
دا آیات شریف د ځمکي په آبادۍ امر کوي ، د ځمکي آبادي اقتصادي ارزښت زېږوي ، اقتصادي ارزښت تجارتي مؤسسات رامنځ ته کوي ، تجارتي مؤسسه لکه بانک ، بانک هغه وخت چلیږي چي زه او ته په شرعي طریقه د بانک سره د مضاربت ، مشارکت وغیره په ډول راکړه ، ورکړه وکړو چي په نتیجه کې اقتصادي پرمختګ راځي ، د پرمختګ سره ځمکه آبادیږي نو موږ په دې توګه د الله پورتنی آیات په عملي شکل تطبیق کولی سو .
وګوره دا خلک د قرآن کریم څخه څنګه ښکلی او د ژوند د آبادۍ فهم اخلي
موږ ته نو راسه
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
