No-IMG

پر کور ناسته بې علمه ښځه

زه غواړم هغو خطرونو ته اشاره وکړم په خپل دغه مقاله کي چي یوه ښځه څنګه د دنیا د دچټګ پرمختګ سره تغییر مومي ، او څنګه د دې د ناپوهۍ آثار پر کورنۍ ، او ټولني ولیږي.

پام کوه چي ته داسي فکر ونکړې چي زه غواړم ښځي د کورونو څخه وباسم ، یا د ښځو ازادي د شریعت د چوکاټ څخه دباندي وغواړم .

زه خپل مقاله د یو انځور په شکل تاته وړاندي کوم .

حبیبه یوه ماشومه انجلۍ ده ، په یوې داسي کورنۍ کي زېږدلې چي هلته د علم هیڅ څرک نسته ، پلار یې د کور څخه بهر د رزق ګټلو په لټه کي دی ، وړونه یې ځیني مهاجر دي ، ځیني د خپل کور جوړولو په فکر کي شپې سبا کوي.

د حبیبې مور هم بې علمه ده ، د دې دکورنۍ ټولي ښځي بې علمه دي ، په کلي کې ټولي انجوني ښوونځۍ او مدرسې ته نه ځي چي په دې سره یو ډول د ناپوهۍ فضا خپره ده د دې په چاپیریال کي .

د دې زړه درسونه غواړي خو زمینه نه ورته برابریږي ، د کلي ټولي انجوني په شوق غًواړي چي ډاکټراني یا معلماني سي خو څوک ورته زمینه نه برابروي .

حبیبه خپل راتلونکې ته ډېره خپه ده ، د کلي انجوني هم د دې په څېر د ژور خپګان ښکار دي ، ځکه ټولي بې علمه پاته سوې .

حبیبه په دې خپګان کي شپې سبا کوي ، د پلار سره چي کښیني هغه هم د دې زده کړو او راتلونکي ته مایوسه یې ، دوی تل په خپل کور کي دا د مایوسۍ خبري کوي ، د وخت په تېردو سره د حبیبې په زړه کي عقده پیداکیږي ، د کلي نوري انجوني یې هم د دې په څېر عقده لري د هغه چاسره چي دوی ته د زده کړو زمینه نه برابروي .

حبیبه د دې پرمختللي نړۍ هر ډول امکاناتو ته لاس رسی لري ، ټلویزون کتلی سي ، ډش ته لاس رسی لري ، ځیرک مبایل خو دا له وخته د ځان سره ګرځوي ، په مبایل کي ټولنیزو شبکو ته لاس رسۍ لري ، دا که وغواړي د هرچا سره په ډېر عادي شکل اړیکه ټینکولی سي

د ټلویزون او ډش پر مخ هر ډول سریالونه کتلی سي ، آن تر دې چي دا بد اخلاقه فلمونه هم کتلی سي ، د نامحرمو سره اړیکه په عادي توګه ساتلی سي.

دا چي حبیبه بې علمه ده ناپوه ده ځکه غلطیږي ، د شهوت وږي کسان یې غولوي ، پر ټلویزون هیڅ اسلامي برنامې نسته، که سته ټول سریال او فلم دی چي د دې اخلاق او کردار په خپله خراپوي ، چاپیریال یې هم بې علمه دی ، هلته نور پردي کسان غواړي دا خپل د سیاست لپاره وکاروي ، دا ډېر ژر د پردو د لاس آله سي د هغوی د مصلحت او ګټلو لپاره کار کوي .

حبیبه یوه ساده انجلۍ ده ، عاقله ده خو ناپوه ده ، د وطن په ګټو نه پوهیږي ځکه دا ښوونځۍ ته نه ځي چي هلته یې فکر جوړ سي ، په دین هم نا خبره ده ځکه د دې خپل لمونځ هم ندی زده ، د حلال او حرام تر منځ پوهاوی نلري .

نړۍ په خورا جذابه طریقه د دې اخلاق د فلم ، سوشل میډیا له لاري خرابوي، او دې ته یې د انټرنټ په مټ زده کړي برابري کړي ، د میاشتي یوه اندازه نغد مبلغ پیسې هم ورکول کیږي تر څو دا ډېره تشویق سي ، دا په آن لین توګه ځیني صنفونه ورسره اخلي ، استاذان یې د دین او هیواد پر خلاف روزي ، په ډېره جذبه د دې فکر دا دا مفکوره انتقتلوي چي ته مظلومه یې حق دي خوړل کیږي ، پر تا ظلم کیږي ، ټولنیز بندیزونه دي درباندي ، دین ستا دفاع نکوي بلکي برعکس ته د دین په نوم ځپل کېږې .

دلته د حبیبې عقده نوره هم زیاتیږي ، دا اوس دوه اختیاره لري یا خو ځي هیواد پرېږدي ، یا د دغې عقدې سره ودیږي د بل کور ته ، هلته هم چاپیریال ټول بې علمه دی ، په نوي کور او نوي ژوند کي د دې ژوند نور سختیږي .

اوس د واده وروسته دا نور بچیان زېږوي ، دا چي ماشوم ژر انعاکس اخلي نو دا خپل د ژوند دا ترخې خاطرې هر وخت ورسره شریکوي ، په همدې تسلسل د دې بچیان هم عقده من جوړیږي .

اوس حبیبې وکولی سوه چي مکمله کورنۍ او خپل اولادونه تغیر کړي ، فکري بدلون ورکړي ، عقدمن یې را لوی کړي داچي حبیبه د دین څخه لیري وه فاصله یې اخیستې وه ، اوس دا اجازه نه ورکوي چي د دې بچیان دي دینداره رالوی سي ، د وطن د میني او ګټو په اړه خو اصلا دوی نه پوهیږي .

په همدې تسلسل حبیبې یوه کورنۍ عقدمنه جوړه کړل ، د حبیبیې تر څنګ نوري دې ته ورته انجوني هم عقدمني دي هغوی خپل کورنۍ داسي تربیه کوي چي په نتیجه کي یوه مکمله ټولنه هم د دین خلاف تربیه کیږي ، او هم د وطن د ګټو پر خلاف لوبيږي ، دوی په ډیري اسانۍ سره د نورو د لاس آله جوړېدلی سي ، دوی د سالمي ټولني د جوړولو په مخنوي کي رول لرلی سي ، دوی د دین خلاف خپل مبارزه په دوامداره توګه ساتلی سي آن تر دې چي دوی نظام او حکومتونه هم ننګولی سي ، دا ځکه چي زوړ نسل ختمیږي ، نوی نسل نظام ننوځي په مرور د زمان خپله نظام او ټولنه تهدید کولی سي ، ځکه حبیبه یوه ښځه ده ، د ټولني نیمه برخه تشکلوي دا په یوه حالت کي مور، خور ، عمه ، خاله ده او تاثیر یې پر خپلوانو ډېر زیات دی ځکه خو دا د فکر په بدلون کي تر هرچا ښه رول لوبولی سي.

اوس حبیبه ولي له دین لیري سوه ؟ ولې بد اخلاقه سوه ؟ ولي د وطن د ګټو پر خلاف سوه ؟ ولي یې عقده واخیستل ؟ ولې د پردو لپاره کار کوي ؟ ولي یې خپل کلتور ونه ساتی ؟ او بالآخره ولي دې هیواد پرېښودی او د هغه ځای څخه یې د نورو انجونو د جلبولو مبارزه پیل کړه ؟ ولې د دین او هیواد خلاف سوه ؟ ولې د نظام لپاره تهدید سوه؟

د دې ډېر لنډ جواب دا دی چي دا زده کړو ته چا نده پرې ایښي ، بې علمه وه ، که دا چیري زده کړو ته تللی نو هلته به د دې فکر جوړ سوی وای ، ځکه تعلمي مرکزونه ، نصاب ، معلم  د ژوند او فکر جوړلو تر ټولو مؤثر اسباب دي

نړۍ خو هوښیاره ده ، پوهیږي چي جهل څنګه ټارګیټ کړي ځکه خو اوس خلکو د دې خلا څخه استفاده وکړل ، او حبیبه یې  د خپلو سیاسي ګټو لپاره وکارول ، چي په پای کي هم د دین خلاف سوه او هم د نظام .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

عبدالرشید

حنفی صاحب ډیره ښه څیړنه اوتحلیل مو کړی تعلیم خو هسی هم بند دی هسی نه جه اوس دصاحبانو د پخوا په شان اتټر نټ او تلویزیون ته هم ورپام شی هغه هم بند کړی بندول خویی پکار دی ځکه جه هغه هم ۹۵٪ نه زیات په فحشاو لړلی دی خوکه د تعلیم خواته یی توجه ډیره شی دابه ښه وی.

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک