له مېرمنو سره د مشورې په اړه
د یوه ډېر مشهوره مولوي صاحب کلیپ مخ ته راغی هغه وایې: د ښځو سره مشوره مکوئ کنې هغه به ستاسو عزت درته دفن کړي او هغه دا خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته نسبت کړه .
هغه مولوي صاحب ته په ډېر احترام خو دین د ټولو مشترک دی باید حقیقت روښانه سي .
لمړی خو زموږ پر ځینو ملایانو د پښتنو مزاج حاکم دی ، دوی هڅه کوي شرعي نصوص ټولني ته وتراشي تر څو د هغه کلتور او فرهنګ سره سمون وخوري، چي دا کار په حقیت کي د علم او اسلام څخه ډېر لیري دی ، باید خلک د الله دین ته وتراشل سي ، نه داچي دین دوی ته وتراشو .
دوهم: رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل مېرمنو سره مشوره کړې بخاري شریف دا حدیث په تفصیل راخیستی .
د حدیبې په صلح کي رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته امر وکړ چي ورسئ سرونه وخروئ او خپل قربانۍ حلالي کړئ ، صحابه کرامو دا کار ونکړ د خدای رسول راغی د ام سلمه رضي الله عنها سره مشوره وکړه هغې ورته وویل: ته ولاړ سه خپل سر وخریه ، او قرباني وکړه ، د خدای رسول ولاړی دا کار وکړ ، صحابه کرامو چي رسول الله ولیدی ټول ولاړ سوه خپل سرونه یې وخریل قربانیانې وکړلې.
وګوره رسول الله دلته د خپل مېرمنې سره مشوره وکړه ، د هغې مشورې صحابه د رسول الله د نافرمانۍ څخه وژغورل .
د فرعون مېرمني بي بي آسیې چي وفرعون ته مشوره ورکړه چې موسی مه وژنه کیدای سي موږ ته ګټه وکړي یا به یې خپل زوی کړو ( قرآن کریم کي سورت القصص کي ذکر سوې دا قیصه )
په همدغه سورت کي بیا د شعیب علیه السلام یوې لور خپل پلار ته مشوره ورکړه چي موسی د مزدورۍ لپاره ونیسه هغه امانتداره او قوي شخص دی .
حضرت عمر رضي الله عنه د خپل لور بي بي حفصې څخه پوښتنه وکړه چي ښځه د خاوند څومره سفر زغملی سي هغې ورته وویل : څلور یا شپږ میاشتي حضرت عمر په قول وکړه پوځ یې تر دغه مدې زیات سفر ته نه مجبوره کوی .
زه د دې ملایانو څخه هیله کوم چي د الله خاطر وکړئ هرڅه پر ممبر مه وایاست دا تاسو د پښتنو مزاج خوشحاله کوئ خو اسلام ته بدنامی اړوئ ، د اسلام بد تصور وړاندي کوئ .
