No-IMG

د اخوان له ستري ونې بله پاڼه ورژېدله

 

انا لله وانا الیه راجعون

د مقدسي او کلابندي زمکي په یوه کوچني کور کي د زمریانو درې اتلان موجود ول چي له ملعون پوځ سره په مخامخ جگړه کي ښکېل سول؛ همدلته ملعون پوځ د درندو سلاوو کارولو ته ملا وتړله او درې سره اتلان ئې شهیـ.ـدان کړل؛ وروسته چي کله ملعون پوځ کور ته ور ننوتل نو د پېړۍ د اتل او د چریکي جگړي د مجدّد خاکي جسد ئې ترلاسه کړ؛ که څه هم تر اوسه ما د زمریانو رسمي اعلان نه دئ کتلی؛ خو که دا پېښه رښتیا هم وي نو بیا د ملعون قوم دعوه بې اساسه ده چي ویل به ئې نوموړی په کوم تونل کي پټ دئ او د ملعون قوم یرغمال سوي خوگان ئې د ځان سپر گرځولي دي یا ئې د کلابندي سیمي له ولس څخه د ځان سپر جوړ کړیدئ. 
 
که رښتیا هم نوموړی په شهادت ورسېدلی نو یقیناً بریالی سو؛ د ده ویني د یوه عظیم اسلامي انقلاب زېری تر شا لري؛ حوصلې ماتي سوي نه دي؛ نوموړي د بشر ویده ضمیرونه را ويښ کړل؛ خپل مأموریت ئې سر ته ورسوی؛ ټول ژوند ئې په خپل هر عمل نړئوال هېښ کړي ول؛ مرگ ئې هم نړۍ حیرانه کړه... موږ ولیدل چي ځیني کوچني قومندانان به هم د جنگ میدان ته نه تلل چي هسي نه ډلگۍ ئې له منځه ولاړي سي او یا به ئې نور مصنوعي مصلحتونه په پام کي نیول... سره له دې چي ملعون قوم بار بار عذر (وړاندیز) ورته وکړ چي د بندیانو په بدل کي کولی سي له غزې روغ رمټ ووځي؛ خو نوموړي شهادت ته پر ژوند اولویت ورکړ او دا ئې ثابته کړه چي په خپله دعوه کي مخلص او ربښتینی وو... 

نوموړي به تل په خپلو ویناوو کي ویل چي که ملعون قوم دی په شهادت رسوي نو دا به د ده لپاره یو ستر ویاړ وي؛ شهـ.ید عبدالعزیز رنتیسي به هم ویل: مرگ خو پر بستره هم راځي؛ نو آیا هغه مرگ خوندور نه دئ چي د آپاچي (جنـ.گي الوتکي) په بمونو سړي ته راسي؟! همدا ارمان خالد بن ولید هم درلودو... 

اللهم أجرنا في مصيبتنا وأخلف لنا خيرًا منها... آمین

انه لـ.ـجـهاد نصر او استشهـ.ـاد

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک