No-IMG

هغه څوک چي شک لري چي عرب واکمنان د ملعون قوم اجنټان نه دي دا دي وگوري!

د حسن نصرالله پر شهادت ئې ویل ځکه ئې نه ستایو چي شیعه وو او پرې خوښ یو؛ سنوار خو شیعه نه وو؛ سني وو. حقیقت دا دئ چي هغه د پېړۍ د سودا ماتوونکی اتل وو. هغه د وِژن ۲۰۳۰ ځنډوونکی او عربانو په ځانگړې توگه دیکتاتورانو او د هغوی پسونو ډارنو ماده پرسته ملتونو ته خطر... ځکه چا چي پر مادیاتو ایمان راوړی وي هغوی ته داسي یو څوک خطر وي چي د الله په لاره کي مرگ خپل اصل هدف بولي. دوی له اخوان څخه یوازي پر همدې کرکه کوي چي هغوی دوی ته دا پیغام ورکوي چي مرگ ناکامي نه ده بلکي د الله په لاره کي مرگ سعادت دئ.

دوی ته نه سني مهم دي او نه شیعه خطر؛ دوی یوازي د الله د دښمنانو سره دوستۍ ته تلواره کوي؛ په همدې خاطر ئې لومړۍ قبله لیلام کړه... او اوس په پوره بې شرمۍ سره هغه څوک بد گڼي چي د عربانو پاته عزت او وقار ئې خوندي ساتلی... رب مو له همغو سره حشر کړه له چا سره چي مو عشق وي. لاندي ئې ټویټر اکاؤنټ سته؛ د دوی الیکترونیکي مچان چي ئې نه مني سر دي ورښکاره کړي چي دوی څنگه بلاد التوحید په بِلاد النیـوم اړوي...؟ څنگه ذهنیت سازي کوي...؟ څنگه هر اتل ایران ته منسوبوي...؟

هغه ناپوهان چي پر دغو عیاشو بتانو ایمان لري هغوی ولي دا نه درک کوي چي که فرضاً اخواني اتلان ایرانيان وي نو توحید پرسته سعودي مبارزین ولي وجود نه لري؟! دوی ولي له مقدسي زمکي د دفاع لپاره وجود نه لري؟! سوریې ته خو ئې څومره ژر د مقاومت په نوم خپل افراطیان واستول چي اصلا ئې هدف د هغه مقدس مقاومت ټکنی کول وو؛ پر مقدسه زمکه څه بلا وهلي دي؟! نه خپله ننگ کوي او نه نور پرېږدي!

د خدای دښمنان خوشاله دي؛ له خوښیه هوایي ډزي کوي...

د بِلاد التوحید کنورټ سوي ماده پرستان هم خوښ دي...

جالبه نه ده؟! د دوی اتحاد پر څه او د څه لپاره دئ؟!!!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک