۷-اکټوبر یو کلن شو!
نن مي په گوگل کي د ۷-اکټوبر تاریخ سرچ کړ؛ تر څو پوه سم چي په دې ورځ کومي تاریخي او نړئوالي پېښي ثبت سويدي؛ تر ټولو جالبه پېښه مي مخته دا راغله چي په همدې ورځ امریکايي او برټانوي دولتونو په گډه د ملگرو ملتونو د سازمان جوړولو اعلان (۷-اکټوبر-۱۹۴۲میلادي) وکړ؛ نوري هم ډېري تاریخي پېښي ثبت سوي خو دا چي د دې سازمان او فلسطین اړیکي ډېري سره مربوطي دي نو ځکه ئې دا پېښه ماته مهمه څرگنده سوه؛ مثلا همدا د ملگرو ملتونو United Nations اداره وه چي د ملتونو له اتحادیې League of Nations څخه ورپاته سوې د فلسطین قضیه ئې چي هغوی "د ملتونو امانت" نومولی وو نوره هم وپېچله، په تعلیق کي ئې واچوله، له اروپا څخه ئې په سازش سره راوړل سویو یهودي کډوالو ته چي شمېر ئې حتی تر پایه د فلسطیني ولس تقریباً ۵.۶% فیصده وو؛ هغوی ته ئې د فلسطین د زمکي نږدې ۵۶.۴۷% فیصد زمکه ورکړه او دا مقدسه زمکه ئې په داسي ناروا توگه تقسیم کړه چي د دې سیمي ۹۴% فیصده زمکه د فلسطیني مسلمانانو په مِلکیت کي وه؛ او د یهودي تنظیمونو سره ئې چي امریکا هم د دغو تروریسټي تنظیمونو لکه هگانه او ارگون تر تأثیر لاندي وه؛ په گډه شرموونکي قوانین پاس کړل؛ د لومړۍ نکبې پېښه د دوی تر سترگو لاندي ترسره سوه؛ همدوی دا قانون صادر کړ چي بیت المقدس (یروشلم) به د ملگرو ملتونو په کنټرول کي پاته کېږي او د نړۍ هر فرد به د دې سیمي د زیارت کولو واک او آزادي ولري؛ خو وروسته اسرائیل له دوی څخه په ډېره سپین سترگي دا حق واخیستی یا په بل عبارت دوی ورکړ.
وروسته اسرائیل یروشلم خپل د مرکز په نوم اعلان کړ او ځینو غربي هېوادونو خو آن خپل سفارتونه هم ورته را انتقال کړل؛ دې ته ورته کوم نور قوانین چي ملگرو ملتونو د اسرائیل پر ضد توشیح کړل له هغوی څخه ئې بیرته رجوع وکړه؛ دا ده تر نیمي پېړۍ ډېر وخت تېر سو خو دې سازمان د فلسطین غصب کوونکو (اسرائیل) ته خپل په سازمان کي دائمي غړیتوب ورکړی دئ او فلسطینان ئې لا هم له خپل دې فطري او قانوني حق څخه محروم ساتلي دي... په دې اړه به بیا تفصیلي بحث کوم. خو دا ویلی سو چي د ۲۰۲۳ میلادي د اکټوبر ۷-اومه د تاریخ یوه جالبه پېښه وه او بقاء ئې د طراحانو پر نفسیاتي، سیاسي او نظامي ابتکار آفرین وایي.
عمران خان د اسرائیل یرغل ډېر ښه تعریفوي: "د فلسطین په اړه دا ویل کېږي چي د اسرائیل او فلسطین تر منځ جگړه روانه ده؛ دا (د جگړي) توری اصلاً ناسم کارول کېږي؛ ځکه جگړه هغې ته ویل کېږي چي د دوو طرفونو تر منځ حدِاقل برابري موجوده وي؛ یو خوا اسرائیل چي له مکمل پوځ او سلاوو سره ئې یرغل کړی او بلـخوا بیا تش لاسي خلک چي په لاسونو کي ئې هیڅ نسته؛ هلته اکثریت مېرمنې، ماشومان، سپین ږيري او ځوانان په شهادت رسېږي."
ملعون قوم د ۷-اکټوبر د شرمونو د پټولو او له عامه اذهانو د هغوی د هېرولو په هدف غوښتل په خپلو وحشتونو سره د همدې مبارکي تاریخي ورځي ارزښت کم کړي؛ خو ایران د ۱-اکټوبر په مقدس کولو سره حتی دا میاشت هم تاریخي کړه... تېره شپه مي لیکنه کوله چي ۷-اکټوبر یو کلن سو؛ ایران په لسگونو درانه میزائلونه د اسماعیل هنیه او حسن نصر الله د شهادتونو په انتقام کي پر اسرائیل وویشتل؛ دلته یو نسل داسي روزل سوی او د تېر جهاد په دوران کي داسي یو افراطي ذهنیت را وارد سوی چي د امت په هر ستونزه کي د دښمن طرف نیسي؛ ظاهراً ئې شعارونه د خواخوږۍ (افراطي) وي خو اصلا دوی ډارن دي، شاه پرسته او قصر پرسته دي او یوازي نفاق خپروي؛ همدوی د ۱-اکټوبر ایراني بریدونه او عملیات همغسي تعبیر کړل لکه څنگه چي د اسرائیلي پوځ ویاند هگاري، خبریال ایدي کوهین او یهوانو غلام امریکایي ولسمشر بائیډن مسخره کړل. اما د دغو بریدونو یو څو مثبت اړخونه هیڅ د نظراندازه نه دي؛ پر هغوی باید اعتراف وسي؛ لکه:
• دا بریدونه پر اسرائیلي عوامو نه بلکي مشخصو نظامي اهدافو ول؛ او اکثریت ئې پر هدف ولگېدل.
• دا امکان نه لري چي دومره لمبې دي تلفات ونلري؛ دا چي دوی د یوه فرد د مرگ یادونه کوي؛ دا همغه کس دئ چي پوچ سوی میزائل ئې پر سر را ولوېدی او ویډیو ئې رسنیزه سوه؛ اوس وایو جالبه نه ده چي د سپیني ماڼۍ او اسرائیل بیانیه څنگه دومره سره ورته ده؟!
• آیا د شپږ ملیارده ډالرو دفاعي سیسټم (آئرن ډوم/اوسپنیزي گنبدي) ناکامي څرگندېدل لویه لاسته راوړنه نه ده؟! په داسي حال کي چي د ایران ۸۰% فیصد میزائلونو دا اوسپنیره گنبده عبور کړه او د ایران ولسمشر وویل چي دا گنبده تر شیشې هم ډېره نازکه وه!
• آیا تر لسو ساعتونو پوري د ملعون قوم د مشرانو تری تم کېدل لاسته رواړنه نه ده؟!
• د مقدسي زمکي د مظلومانو پر شونډو خندا لاسته راوړنه نه ده چي په تېر يوه کال کې د راحت ساه نه ته ویستلې؟!
• آیا د ایران پر خپلو وعدو وفا کول لاسته راوړنه نه ده؟! حدِاقل دا خو څرگنده سوه چي ایران د عربانو په څېر نه دئ چي بني صهیـون خپله درېیمه قبله وگڼي؛ په سیمه کي همدا ایران دي چي پر هغوی ئې د ژوند کړۍ را تنگه کړېده؛ یا خپله یا ئې په خپلو حلیفانو...
• آیا دا هم لاسته راوړنه نه وه چي د اسرائیلي ولس نږدې یو میلیون انسانان په ساعتونو ساعتونو په تونلونو کي پټ پاته سوي ول؟!
په هر صورت د تلفاتو تر بحث به تېر سو؛ موږ ولیدل چا جرأت وکړ او چا د پېړۍ سودا جوړه کړه؟! چا د خپل رب خوشاله کولو نیت وکړ او چا د یهودواو نصاراوو د خوښ کولو هڅې کولې؟!! چا په مېړانه او فاتحانه انداز د جمعې خطبه ورکړه او چا د مصلحت لکۍ ټینگه ونیوله؟! چا د هنیه پر شهادت غمرازي کوله او څوک چپ پاته سول چي هسي نه مصنوعي معبودان ئې ترې ناراضه نسي؛ په دې ټول اسلامي امت پوهېږي. علي شریعتي لیکي: "ارواپـوهان وایي هیڅ یو نسل تر یوه د ډېرو ماتو متحمل کېدلی نسي؛ خو زه ځان د شپږمي یا اوومي ماتي لپاره چمتو کوم. د ماتي یا فتحي څه فرق دئ؟ دا دواړه توري د سیاسي مداریانو، پهلوانانو او مسلکي خلکو لپاره متضاد دي. موږ ته چي کومه خبره مهمه ده هغه د انساني رسالت ترسره کول او د الله تعالی د لاري تعقیب دئ. که موږ بریالي سوو نو زموږ دعاء به دا وي چي موږ له ظلم زیاتي او غرور او بې انصافي څخه خوندي پاته سوو؛ که له ناکامۍ سره مخ سوو نو له ذلت او پښېمانۍ څخه به په امان وو او په موږ کي به شوق او ارمان پاته وو. د مَـږي (هغه چي ماران خوري) په څېر په خپله غاره کي پټ اوسېدل ښه کار نه دئ؛ د انسان د بریا او آزادۍ تر لاسه کولو هڅي د ژوند روح او نېکمرغي بللی سو؛ همدا خلک د خدای لښکري دي." فلهذا موږ پوهېږو چي د الله لښکرې کومي دي او د شیطان ملگري کوم.
د ۷-اکټوبر د شهکارو بریدونو په داسي وخت کي یو کال پوره کېږي چي فلسطیني مقاومت په پوره زور او قوت سره پر مخ روان دئ؛ د دې جگړي دا معجزاتي اړخ دئ. د نړۍ د شپږم نمبر منظم پوځ په مقابل کي په دومره مهارت سره جنگېدل دا په ډاگه کوي چي که د دې مقاومت اتل مشر یحیی سنوار د همدې پېړۍ د دفاعي/چرېکي جگړي مجــدّد وبولو نو مبالغه به مو نه وي کړې. ځکه همده ویلي ول چي داسي یو اور به بل سي چي لمبې به ئې سیمي ته تغییر ورکړي؛ همداسي وسول. نوموړي په اثبات ورسوله چي د اور لمبې اسرائیل ته هم ننوتلې؛ د هغوی د نیمي پېړۍ رُعب او دبدبه ئې له خاورو سره خاوري کړه؛ یو کال وروسته هم دوی د غزې له ډگره هیڅ مثبت زېری نه لري؛ نه ئې د مقاومت کوم منلی مشر هلته ونیوی او یا ئې په شهادت ورسوی او نه ئې د پام وړ بندیان آزاد کړل؛ دا هم ښه جوته سوه چي ټکنالوجي په زمکه کي ناکامه ده؛ نو ځکه هم فلسطینیانو د خپل مقاومت لپاره همغه ځای او ورسره چریکي تاکتیک غوره کړ.
دې پېچلي، ستومانه کوونکي او بې اوصوله یو کلنې جگړي یقیناً ستري ضائعې هم ترشا درلودې؛ د همدې کال (۲۰۲۴م) د سپټمبر پر ۲۹-مه یعني د مقاومت تر یو کلن کېدلو لس ورځي وړاندي د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله په بېروت کي په شهادت ورسول سو؛ تر ده وړاندي د حماس د سیاسي څانگي مجاهد مشر اسماعیل هنیه په تهران کي په شهادت ورسول سو او همداسي تر هغه وړاندي په لبنان کي د همدې اسلامي تنظیم یو منلی مشر صالح العاروري هم د اسرائیل په ناروا او سفاکانه بريد کي د شهادت جام نوش کړ... همداسي د ایراني ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او نورو شیعي او سني مشرانو مرموز قتل هم نړۍ حیرانه کړه او په همدې یو کال کي نور هم ډېر مشهور شخصیتونه په شهادت ورسېدل... خو د مشرانو مرگونو کله د اسلامي جریانونو مخه ډب کړېـده؟! دلته د شهید اسماعیل هنیه یوه جمله د همدې خبري اثبات دئ چي له ایراني مذهبي مشر خامنه اي سره ئې په وروستۍ لیدنه کي تکرار کړه: "اذا غاب سیدٌ؛ قام سید." یعني چي کله یو مشر لاړ (وفات) سي پر ځای ئې بل مشر راځي؛ همداسي وسول؛ د شهید اسماعیل هنیه رحمه الله تر شهادت وروسته د غزې له تاوده سنگر څخه همغه مشر انتخاب سو چي د اکټوبر د ۷-اومي طراح بلل کېږي او دا خبر د اسرائیل لپاره ډېر ستر او خطرناک وو. همغه شخصیت چي په غرب کي د پېري په نوم شهرت لري؛ په لسگونو نور (افتخاري) القاب ورکړل سوي؛ نوموړي د مقاومت په جریان کي یوه نوې روح پوه کړه؛ یو ځل بیا دا په اثبات ورسېده چي مرگونه د مسلمانانو په لاره کي خنډ نه جوړېږي بلکي د هغوی تحریکونه لا پیاوړي کوي.
اوس به د جگړي د یو کلن دوران پر مختصر جاج؛ مثبت او منفي اړخونو بحث وکړو؛ نړئوال د دې جگړي په ارتباط په کوم نظر دي؟! د دې جگړي د تلفاتو یو جالب اړخ دا هم دئ چي اسرائیل خپل تلفات په صفر کي ضربوي؛ همدا ئې د دې جگړي نفسیات دي؛ خپل ملت ته د ډاډ ورکولو او پر دښمن د رعب اچولو په هدف؛ خو فلسطین بیا ټول راپورونه مستند نشروي؛ یو سبب ئې د نورو ملتونو د خواخوږۍ د جلبولو دئ او بل علت ئې عربانو او نړئوالو زبرځواکو ته د عار ورکولو هنر؛ په رسنیز ډگر کي فلسطینیان نسبتاً ډېر بریالي دي او ډېري لاسته راوړني لري؛ ډېریو (حتی غربي) هېوادونو د همدغو مستندو راپورونو او وحشتونو په لیدلو سره له اسرائیل سره اړیکي پرېکړي دي؛ په دې جگړه کي یقیناً د فلسطینیانو د تلفاتو کچه لوړه ده؛ خو بیا هم د تېري میاشتي په یوه مستند کي وویل سوه چي یوازي په غزه کي د اسرائیلي ځواکونو لس زره پوځیان یا وژل سوي او یا هم ټپي سويدي؛ خو دا څرگنده ده چي د دوی تلفات هم دومره کم نه دي چي باید نظر اندازه سي؛ د لبنان په جگړه کي دا تلفات ځکه اوج ته ورسېدل چي هلته ئې په مقابل کي منظم او آزاد پوځ مقاومت ورسره کوي؛ همدا نن (۵ اکتوبر) یوازي د لبنان پر محاذ تقریباً ۳۰۰ اسرائیلي پوځیان یا وژل سوي او یا ټپي سويدي. د غزې نوعیت به له دې سره ډېر ستر توپیر درلودی؛ له بده مرغه چي د جهاد دا مقدسه زمکه سخته کلابنده ده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حاقان فیدان وایي: اسرائیل تر غزې وروسته لبنان ته داخل سو؛ له دې ځایه به چېري ځي؟! دوی چي پر کومو اهدافو کار کوي؟ په دې اړه زموږ سره یو څه وړاندویني سته؛ خو موږ نه غواړو دا وړاندویني اوس څرگندي کړو... یقینا اسرائیل د جگړي د پراخولو او خپلو سرپرستانو دخیل کولو تلوسه لري؛ په همدې خواهش له ټولو نړئوالو، غربي او انساني حدودو څخه تجاوز کوي... د ملگرو ملتونو عمومي مشر گوترېش اعتراف وکړ: "موږ د غزې د خلکو د مرستي په اړه ناکام سوي یو؛ هغوی په یوه دوزخ کي ژوند کوي چي ورځ تر بلي بدتر کېږي." پر همدې وینا ئې نوموړی له اسرائیل څخه منع کړ او نوموړي ته ئې د حماس د نوي مشر خطاب وکړ... آیا دا همغه د خپل بت د خوړلو مترادف عمل نه دئ...؟!!! غرب خپل په لاس جوړ کړی د ملگرو ملتونو د سازمان ستر بت په لاښ خور اسرائیل خوري...
تروریسټ نتن یاهو په همدې سازمان (ملگرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ) کي په ډېره سپین سترگۍ او بدماشۍ اعتراف کوي؛ وایي: "زموږ دښمن پر موږ د غڼې د ځالي گومان وکړ؛ موږ نن په یوه تاریخي پړاؤ کي قرار لرو؛ موږ به یو یو دښمن په نښه کوو؛ تر دې وروسته به زموږ حکم پر نړۍ چلېږي." آیا همداسي نه ده؟! آیا نن په نړۍ کي د دوی له تولیداتو نیولې بیا د همدوی تر قوانینو هر څه رائج نه دي؟! که څه هم د نوموړي د وینا له پیلېدلو سره سم د لسگونو هېوادونو نماینده گان له سالون څخه ووتل او دا جوته سوې چي اسرائیل د ځانه د دفاع دروغجنو لافو مصنوعي جوړ کړی حیثیت له لاسه ورکړی دئ؛ خو دا هم یو تریخ حقیقت دئ چي د نړئوالي ټولني، نړئوالو بشري مؤسساتو او حقوقي او سیاسي سازمانونو او اکثریت عَربي او غَربي هېوادونو سکوت د همده د خبرو تائید بللی سو.
که څه هم د خلیج شهزاده محمد بن سلمان د ملگرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته نه وو تللی؛ خو دې تبصرې ئې په اسلامي نړۍ کي غوغا جوړه کړه؛ چي: "زه په شخصي توگه د فلسطین په ستونزه کي دلچسپي نه لرم؛ البته زما خلک په دې موضوع کي ځانونه دخیل گڼي." تر دې وړاندي همدی په یوه مرکه کي اعتراف کوي چي ممکن د مصري دیکتاتور انور سادات په څېر ووژل سي؛ ځکه ده هم د اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو هڅي کړيدي. د عمومي اسمبلۍ په تالار کي نتن یاهو دا څرگندوني هم وکړې: "له سعودي سره زموږ امن یو داسي چانس دئ چي نباید ضایع سي؛ دا چانس به منځنی ختیج په یوه جنت تبدیل کړي." د نورو عرب دیکتاتوروانو موقف تر دې هم پست او شرموونکی دئ.
د سلوانیا لومړي وزیر رابرټ گولب په عمومي اسمبلۍ کي وویل: "نتنیاهو نسل وژنه کوي او دا جگړه نوره باید ودرول سي." همداسي د کولمبیا ولسمشر د صهیونیسټانو په اړه وویل: "هغه کسان چي ځانونه د خدای غوره سوي خلک بولي د انسانیت بچیان وژني؛ دا معلومه سوه چي دوی د خدای غوره سوي خلک نه دي." د ایټالیا صدراعظم میلوني وایي: "موږ په عامه توگه د فلسطین د خلکو د حق ملاتړ کوو چي باید خپل دولت ولري." د ځینو غربي مشرانو ویناوي مي ځکه را نقل کړې تر څو پوه سو چي د فلسطین ستونزه حتی یوازی د مسلمان ستونزه هم نه ده؛ دا په یوه بشري ناورین بدله سوې او د بشپړي نړۍ با ضمیره انسانان دا وحشت غندي او د فلسطیني ولس د غوښتنو ملاتړ کوي.
د جگړي تر یو کلن دوران وروسته د اسرائیل او د هغه د متحدینو موقف او وضعیت متذلذل دئ؛ د ایران د برید په غبرگون کي ئې ډېر سوړ عکس العمل څرگند کړ؛ د لبنان پر محاذ په ځینو سیمو کي شاتگ ته اړ سوي او د تخریب سویو وسائطو ویډیوگانو ئې ټولنیزي رسنۍ ښائستې کړي دي. په مقابل کي ئې د حماس موقف قوي دئ؛ دوی د اسرائیل له نوي طرحي جوړولو سره مخالفت وکړ او د بائیډن پر زړه طرحه ئې د توافق ټینگار وکړ؛ ممکن جگړه اوږده سي؛ خو دا څرگند حقیقت دئ چي اسرائیل په اخلاقي، حقوقي او نظامي توگه جگړه بایللې ده؛ خپله یهودي مبصرین پر همدې باور دي او د اسرائیل دا ذلت د نتن یاهو ابتکار گڼي. دوی هیڅ مؤثر اهداف تر لاسه نکړل؛ د غزې د ماتي د پټولو په موخه ئې د امریکایانو په څرگنده مرسته په نورو هېوادونو کي تخریب وکړ؛ خو دې کار ئې کله تېر رعب اعاده کولی سو؟!
په دې جگړه کي د تل په څېر د ملگرو ملتونو پر سازمان نیوکي ډېري سوي؛ دوی د تل په څېر د ظالم پر وړاندي سکوت غوره کړی؛ یوازي په غزه کي نه بلکي په کشمیر، برما، یمن، سوریه، لبنان او نورو سیمو کي هم دوی مطلق ناکام دي. د دوی لخوا د فلسطین او همدې مظلوم ولس سره نامردي چي د تاریخ یو مهم باب دئ؛ نسي هېرېدلی. دا موضوع ئې تفصیل ته اړتیا لري. خو خندوونکې خبره دا ده چي اسرائیل د ملگرو ملتونو لخوا له فلسطین سره د دومره نامردۍ باوجود هم ترې راضي نه دئ او د دې سازمان سمبولیک مشر ئې خپل غصب کړي هېواد ته له ورتللو منع کړی دئ. همداسي د عرب دیکتاتورانو او د هغوی د پلرونو او نیکونو خیانت او غدر هم د هېرولو نه دئ. د دغو ټولو موضوعاتو په ارتباط ما د یوه مؤثر کتاب ژباړه بشپړه کړه؛ خو هغه د ځینو غیر ضروري څرگندونو په سبب چاپ نسو... دا موضوع بېل بحث ته ضرورت لري او دلته ئې څېړل ممکن نه دي. پر همدې یوې جملې اکتفاء کوم چي د فلسطین ستونزه نړئوالو په رأس کي ئې ملگرو ملتونو، بريټانیې او امریکا اختراع کړې او همدوی غزولې ده؛ دا دعوه په اثبات هم رسېدلې ده...
تاسي د گوترېش د ناکامۍ اعتراف ولوستی؛ نوموړي تر دې وړاندي هم داسي څرگندوني کړيدي. همداسي د ترکیې بهرنیو چارو وزیر حاقان فیدان وایي: "دا اوس جوته سوېده ده چي د ملگرو ملتونو نظام نور مؤثر نه دئ پاته سوی؛ په نړئوالو معاملاتو کي د دې نظام منافقت او حیثیت بشپړه نړۍ په خپلو سترگو ویني. زموږ ولسمشر او موږ په ډېره څرگنده طریقه دوی را وبلل چي راسئ دا نظام د نړئوال انساني بحران تر راتللو مخته بدل کړو؛ خو داسي ونه سوه."
د دې نړئوال نظم تر ټولو ستر نقض کوونکي هېوادونه هغه دي چي وېټو (رَد) قوت لري او د دوی په رأس کي امریکا قرار لري؛ هغوی تل د بشپړي نړۍ د غوښتنو پرخلاف حکم صادروي؛ لنډه دا چي په دې نړئواله اداره کي د جمهوري اوصولو ساتنه همغسي کېږي لکه څنگه جمهوریت چي دوی په خپلو مفتوحه سیمو کي جوړ کړی دئ. قذافي په همدې سالون کي وویل: "فلسطین د ټولو عرب اسلامي هېوادونو لپاره یو حفاظتي خندق دئ؛ که اسرائيل تر دې خندق تجاوز وکړ نو بیا به یو عرب هم پاته نسي. اسرائیل غواړي پر عرب هېوادونو یو نړئوال صهیونیسټي دولت جوړ کړي او امریکا په دې مأموریت کي د دوی هر ډول مرسته کوي. اسرائیل ولي څلور زره کلومیتره واټن طی کوونکي میزائلونه جوړوي؟ دا ځکه دوی غواړي حتی الجزائر او نور اسلامي هېوادونه هم په نښه کړي. غرب (امریکا) موږ ته وایي له دوی سره امنیتي تړونونه وکړئ! کوم امنیتي تړونونه؟! هغه تړون چي اسرائیل پکښې آزاد وي او نور غلام؟ نن فسطین د یوه بې حسه جسد حیثیت خپل کړی دئ. دا امنیتي تړونونه بربنډي دوکې دي..."
خو موږ ولیدل چي له تاریخ څخه عربانو زده کړه ونکړه؛ نن هم د سعودي لومړیتوب او تلوار دا دئ چي څومره ژر اسرائیل سره اړیکې نورمال کړي؛ اماراتو خو حتی دومره مراعات هم ونکړ چي د جگړي تر ودرېدلو انتظار وکړي؛ یو خوا د غزې روغتونونه بمبارد کېدل هملته د اسرائیل ولسمشر په اماراتو کي مېلمه وو. له اسرائیل سره د آذربائیجان تجارت او د مراکش خو حتی پوځونه د اسرائیلي پوځیانو په څنگ کي له فلسطینیانو سره جنگېدل؛ اردن د شیعه او حوثي اتلانو میزائلونه اسرائیل ته تر ورسېدلو وړاندي په نښه کوي؛ تاریخ دا هر څه ثبتوي او دوی به له صهیونیستي مرداریو سره یو ځای د تاریخ سطلِ اشغال ته اچوي. ان شاء الله
حق بریالی دئ؛ فلسطین به آزادېږي؛ همدا د الله تقدیر دئ.
د ۷-اکټوبر غلبېل خبیث او طیب سره جلا کړل؛ دا ئې ثابته کړه چي بیت المقدس د اتحاد سبب کېدلی سي؛ دا ممکن ده چي امت خپل فرعي اختلافات لیري وغورځوي او د دې اسلامي او انساني قضیې حل ته يو موټي ودرېږي. سنیان محکوم دي، غلام مشران ئې پلورل سوي او آزاد مشران ئې یا په زندانونو کي دي او یا هم نظر بند؛ تر دوی شیعه په ښه موقف او غوره وضعیت کي دي. د فلسطین ستونزه مذهبي نه بلکي دیني حیثیت لري؛ او دین د شیعه او سني یو دئ. همدا محور کفایت کوي چي د یهودانو په مقابل کي په مېړانه قربانۍ ورکړل سي. د اتحاد زورور فرصت موجود دئ.
