No-IMG

د غرب گونگ او د عربو ډارن شیطانان!

 

دا غزه ده؛ په کوم مهاجر کمپ کي د یوه مکتب د اسمبلۍ دردوونکې صحنه؛ ماشومان لوڅي پښې، بې کتاب، قلم او کتابچي زدکړو ته راځي؛ عوامل ډېر دي؛ فلسطیني ولس نه غواړي په دومره دردوونکو حالاتو کي هم خپل ماشومان غافل او جاهل وروزي؛ هغوی د خپلو ماشومانو د وخت زښت زیات درناوی کوي؛ اوس هم د دوی په کډوالو کمپونو کي په سلگونو مکاتب او مدارس موجود دي؛ هغوی هر ډول مصیبتونه پر ځان زغمي خو د دیني او عصري زدکړو تر منځ افراط او بدعت ته بیا هم قایل نه دي؛ هغوی پوهېږي چي: که دیني زدکړي ئې د مبارزې روحیه پیاوړې کوي نو عصري زدکړي ئې همغو ارمانونو ته د ورسېدلو لار لنډوي... خلاصه دوی دواړه پر ځان فرض گڼي... د عین و کفایي بې محله بحث ته نه ننوځي.

الساكت عن الحق شیطان اخرس. مفهوم: د حق خبري څخه چپ پاته کېدونکی سړی گونگ شیطان دي. فلسطیني ولس له موږ څخه هم غوښتنه او هیله کوي چي له ځانونو څخه گونگ شیطانان جوړ نکړو بلکي باید د فلسطین او په رأس کې د غزې حقائق نشر کړو؛ خلک ترې خبر کړو؛ د غزې د جگړي ۴۰۰-ورځي تېري سوي؛ د قتلِ عام، لوږي، تندي، کډوالۍ او مأیوسۍ څلور سوه ورځي؛ وضعیت څه دئ؟! تېره ورځ یوه ورور راته وویل: یو ځای په سفر تللي وو؛ باور وکړئ د هغې سیمي خلک د غزې او د هغې د اتلانو له حوادثو څخه کاملاً بې خبره ول. پر غزې تر اوسه ۸۵۰۰۰-ټـنه بارود اورېدلي او پر لبنان بیا ۲۰۰۰۰-ټـنه؛ په داسي حال کي چي د جاپان پر هیروشیما د غورځول سوي اټومي بم وزن ۱۵۰۰۰-ټـنه وو. اوس اندازه ولگوئ چي د دجال لښکر هلته کوم وحشت روان کړی دئ! دا زموږ مسؤلیت دئ چي دا قضیه هایلائټ کړو؛ خپل خواوشا خلک ترې خبر کړو...

د ماشومانو او مېرمنو غربي حقوق:
د ماشومانو، مېرمنو او یتیمانو د زدکړو په حق کي غپېدونکي سپي نن خاموش دي؛ دوی د اسرائیل پر جنایاتو د مرگ په خوب ویده دي چي هغوی تر اوسه د دوی په وژونکو سلاوو تر ۲۰۰۰۰-شلو زرو زیاتي مېرمني په شهادت ورسولي او په لکونو ئې لوڅي پښې بې کوره او کډوالي کړي دي. دا د همدوی شمېرې دي... وضعیت تر دې هم بدتر دئ. د قدرمن مشر جناب حکمتیار صاحب په وینا چي: غزه نن د قیامت صحنه تمثیلوي. غرب قصداً دا هر څه نظراندازه کوي؛ پر دې د بي بي سي او سي اِن اِن راپورچیان اعتراف کوي او وایي: موږ ته امر کېږي چي د صهیونیسټانو جرائم نظراندازه کړو او د فلسطیني ولس سره ترسره سوی قتلِ عام هایلائټ نه کړو. همدا د بشر د حقوقو دروغجن او مکار داعیان په ډېره بې شرمۍ حتی د ایران د یوې رواني ناروغي بربنډي نجلۍ په ارتباط خودساخته شعارونه انعکاس کوي؛ د ایراني مېرمنو د حقوقو (بربنډولو) غوښتنه کوي... همدوی په افغانستان کي د نجونو د مکاتبو د تړل کېدلو په سبب بشپړ افغان ملت ته سزا ورکوي (یقیناً دلته د مېرمنو سره توپیري چلن روان دئ او موږ په څرگنده ظلم کوو) خو د دوی د حقوقو معیار بیا ولي پر هر کلومیتر تغییر کوي؟! همدا نن د ملگرو ملتونو نوی راپور نشر سو چي وايي: د غزې په جگړه کي د شهداوو ۷۰%سلنه ئې مېرمني او ماشومان دي. د بشر په موجوده تاریخ کي دا وحشت ساری نه لري؛ یقیناً په دې اړه سکوت هم همغومره ستر ظلم دئ.

له ملالي یوسفزۍ نیولې بیا د امریکا تر لومړۍ مېرمني The first first lady پوري ئې ټولي غربي مېرمني د درېیمي درجې هېوادونو د مېرمنو د حقوقو یادونه کوي (په داسي حال کي چي د اوسني نړئوال دجالي نظام لخوا تر ټولو ستره دوکه له دوی خوارانو سره سوې ده؛ بدبختانه چي دا ماډرني وینځي دا ذلیل کیفیت نسي درک کولی.) خو خپله بیا د کامیلا هارس غاړي ته د بریا د هار پر ځای د ماتي طوقِ لعنت وراغوندي او سبب ئې یوازي همدا دئ چي امریکا لا هم چمتو نه ده چي د خپلي امپراتورۍ واگي د یوې مېرمني لاس ته واچوي... همدا د مېرمنو د حقوقو په تړاؤ د دوی حقیقت دئ. په هر صورت له سیکولرو عناصرو سره به ئې دا استدلال ومنو چي ټرمپ مقتدر او مشهور نوماند وو، یا د هغوی د گوند د اقتدار نوبت وو نو ځکه کامیلا وبایلله؛ دوی غواړي امریکا ته د اوړو پوزه جوړه کړي خو آیا هېلري کلنټن چي د پخواني امریکایي ولسمشر بِـل کلنټن مېرمن وه؛ هغه هم د اوباما په مقابل کي کمزورې نومانده وه؟! یقیناً داسي نه ده؟! مېرمنو په غرب کي هغه حیثیت ته لا هم خپله ارتقاء نه ده بشپړه کړې چي د کوم په اړه ئې دوی لافي وهي!

د غزې د ولس د زدکړو تناسب:
جالبه دا ده چي نه یوازي غربي غاړه West Bank بلکي د غزې د زدکړو شرح هم په حیرانوونکې کچه لوړه ده؛ مثلاً د غزې د مظلوم ولس د سواد کچه ۹۷.۸% سلنه ده؛ نارینه ئې ۹۹% سلنه او مېرمني ئې ۹۶% سلنه لوستي دي؛ په داسي حال کي چي نږدې ۹۰% سلنه مکاتب او تعلیمي ادارې ئې له خاورو سره خاوري سويدي خو بیا هم په داسي یوه وضعیت کي زدکړو ته حتی په بربنډو پښو په کتار کي ودرېدل د همدوی مېړانه ده... د غزې مظلوم ولس په دومره مصیبتونو کي هم چیغي وهي چي د بچیانو یو مکمل تعلیمي کال ئې ضایع سو... دا هغه قوم دئ چي یو ماشوم ئې تر ټنونو کانکرېټو لاندي بند پاته دئ؛ خو بیا ئې هم په لاس کي پنسل موجود دئ... د جبالیا په تورو خاور کي دا پټ غمی وژغورل سو... د نړئوالي ټولني په ځانگړې توگه د ملگرو ملتونو او د هغوی د جعلي قانون او نا مناسبو دروغجنو حقوقو پر ټنډه تور داغ. لکه څنگه چي غزه د خپل تاریخ او راتلونکي پر سر هیڅ ډول معامله نه کوي همغسي دوی د خپلو ماشومانو پر تربیتي نظام هم هیڅ ډول معامله او سازش نه زغمي. خو موږ خواران: له تېرو درېیو کالو څخه د روا او ناروا فتوی ته منتظر یو؛ اما دا نسو درک کولی چي که زدکړي مهمي نه وې نن به د اسمان کنگرې زموږ په اختیار کي وې؛ د اشغال اشغال د بې وسۍ چیغي به مو نه وهلې... پر باډرونو به مو په ناموسونو لوبي نه کېدلې؛ له بده مرغه داسي ښکاري لکه په خپلو لویو لویو دعوو کي چي ریښتیني نه یو. رب دي مو انصاف روزي کړي...

د عرب دیکتاتورانو غدر:
د عربانو سکوت څه چي په دې وحشتناکه لوبه کي د هغوی شیطاني کردار په اړه د باب ووډوارډ نوی کتاب جگړه WAR جالب معلومات خپروي؛ وايي: بلنکن تر ۷-اکټوبر سمدستي وروسته د خلیج په دوره کي له عرب دیکتاتورانو څخه جالبي څرگندوني واورېدلې؛ د یحیی سنوار مظلومانه شهادت، په لوږه، بارودو او یخونو د غزې د اولس قتلِ عام او د مصر لخوا اسرائیل ته په جنگي سامانونو بار بېړۍ ورسول د پورته یاد سوي لیکوال ټولي دعوې په اثبات رسوي؛ ځیني ئې مختصري لیکم:

اُردن:
په دا بل سهار د اکټوبر پر ۱۳-مه [د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني] بلنکن له شاه عبدالله سره وکتل. شاه عبدالله وویل: "حماس په حقیقت کي اخوان المسلمین دئ... د حـماس ماتـول مهم دي خو موږ په ښکاره ډول داسي اظـهارات نــسو کولی." هغه وضاحت وکړ: "موږ د حماس د ماتولو ملاتړ کوو او اسرائیل باید حــماس ته ماته ورکړي." شاه زیاته کړه: "اسرائیل په کلونو کلونو حماس پرېښودی چي بالاخر هغه پیاوړی سو؛ د اسرائیل د خبرتیا باوجود حماس ته په لکونو ډالر مرستي راتلې؛ په دې دلیل چي دا پیسې به د (فلسطینانو) ژوند سمولو او د غزې په مستحکم کولو کي مرسته وکړي."

متحده عرب امارات:
وروسته بلنکن م.ع. اماراتو ته ورسېدی تر څو له شیخ محمد بن زاید النهیان سره وگوري. ۶۲-کلن النهيان وويل: "حماس بايد له منځه يوړل سي. موږ کولی سو چي اسرائيل ته د حماس د له منځه وړلو لپاره زمينه برابره کړو خو اسرائيل هم بايد موږ ته موقع راکړي. اجازه راکړئ چي بشري مرستي غزې ته ننوځي؛ امن سیمي جوړي سي تر څو د ملکي وگړو د مرگ ژوبلي مخه ونيول سي. په لوېدیځه غاړه کي د صهیونیسټانو د تاوتریخوالي مخه ونیول سي." د غوښتني تر شا دا مفکوره وه چي لنډمهاله اوربند به د دوی د (اماراتي) ولس د اندېښنو په کمولو کي مرسته وکړي چي هغوی د غزې د وېجاړونکي انځور په لیدو په غوسه سويدي. د النهیان روښانه غوښتنه - موږ ته موقع راکړئ ترڅو موږ تاسو ته موقع درکړو! - دا وینا د بلنکن په ذهن کي نقش سوه.
عرب مشران ډېر لیوال ول چي اسرائیل ته د حماس پر وړاندي د شدید عکس العمل واک ورکړي خو اسرائیل باید غزې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره هم ځای پیدا کړي. بلنکن دا ټکی وروسته له بي بي [نتانیاهو] سره په خبرو کي راپورته کړ. النهیان زیاته کړه چي اسرائیل د پردې تر شا حماس ته د مالي مرستو چمتو کول ممکن کړي. موږ اسرائیل ته خبرداری ورکړ چي له حماس سره دي دا کار نه کوي. هغوی اخوان المسلمین دي.
د سعودي عربستان برعکس متحده عربي اماراتو د ټرمپ ادارې په مرسته د ابراهیمي تړون پر اساس له اسرائیل سره ډیپلوماتیکي اړیکي ټینگي کړې. تر تللو وړاندي بلنکن او د هغه کارمندانو د ابراهیمي کورنۍ ماڼۍ څخه لیدنه وکړه؛ دا د کثیر المذاهبو مذهبي کمپلکس دئ چي دلته یو جومات، یوه کلیسا، او یوه کنیسه په یوه سیکولر ماحول کي جوړ سوي. اماراتو بلنکن ته وویل چي دا د هماهنگۍ او سولي لاره ده چي د سیمي د غوره راتلونکي ښکارندویي کوي.

مصر:
‏اسرائیل ته له ستنېدلو مخکي بلـنکن قاهرې ته ورسېدی تر څو د مصر له ولسمشر سیسي سره وگوري. سیسي د بلنکن کارمندان بهر ته لیږي؛ یوازي دی او سکرتر [بلنـکن] پاته کېږي. د سیسي یوازینی هدف له اسرائیل سره د سولې د فضاء پر ځای ساتل وو چي د ولسمشر جیمي کارټر او مصري ولسمشر سادات د ۱۹۷۹-م کال د کمپ ډېـویډ تړون په پای کي رامنځ ته سوې وه. د بلنکن ټیم؛ چي د هغه مرستیال مشر ټام سلیوان، سلاکار ډیرک شولې او د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیومِـلر په کښې شامل ول د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري او د استخباراتو مشر عباس کامل سره ملاقات ته ورغلل. تر سیسي وروسته عباس کامل په مصر کي تر ټولو ځواکمن شخصیت دئ چي عملاً د سیسي په اجازه د دولت نیمي چاري په خورا اغېزمنه توگه پر مخ وړي. عباس کامل امریکایان پوه کوي چي په غزه کي د حماس تر زمکي لاندي تونلونو شبکه څومره پراخه او پېـچلې ده. هغه امریکایانو ته خبرداری ورکړ: "حماس په غزه کي ریښې ښخي کړيدي او د هغوی له منځه وړل به خورا ستونزمن وي." همداسي کامل ورته وایي: "اسرائیل باید یو دم په خپل پوره ځواک هلته (غزې ته) داخل نسي؛ په صبر سره دي په کمین کي انتظار ورته وباسي؛ چي کله هغوی بهر راووځي نو سرونه دي ترې پرې کړي." امریکایان باوري سول چي هغه ټوکي نه کوي.

‏قطر:
بلنکن څو ساعته وروسته په دوحه کي د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره په داسي حال کي وکتل چي د حماس سیاسي مشرتابه پر همدې سړک په خپل دفتر کي په کار بوخت وو. قطري امیر بلنکن ته وویل: "موږ حماس ته دا روښانه کړې چي هیڅوک دا کار نه درسره مني [د ۷-اکڼوبر حملې]؛ هیڅوک نه غواړي هغه څه ومني چي تاسي وکړل. اوس ستاسو سره هیڅ ملگري نه دي پاته؛ تاسو زموږ څخه څنگه تمه لرئ چي موږ به امریکایانو او اسرائیل ته څه ځواب ورکوو؟! امیر الثاني زیاته کړه چي دا لا څرگنده نه ده چي آیا په دوحه کي د حماس سیاسي مشران د ۷-اکټوبر نیټې څخه مخکي هم خبر ول. دا ممکنه ده چي [یحیٰی] سنوار دا گام یوازي پورته کړی وي خو دا هم ممکنه ده چي هغوی خبر وي او نه غواړي چا ته ووایي. بلنکن وویل زه غواړم د ولسمشر [جوبایډن] په استازیتوب دوه شیان وړاندي کړم: "اوس مهال تاسو د یرغمال سویو په اړه له حماس سره په تماس کي یاست. موږ د دې خبري قدر کوو چي د یرغمال سویو د خوشي کولو لپاره یوه وسیله شتون لري. خو کله چي دا موضوع پای ته ورسېږي له حماس سره ستاسو عادي اړیکي به نور دوام ونه کړي." امير ځواب ورکړ: "زه پوهېږم او همداسي به وي. نور زه [حماس سره] اړیکو ته اړتیا نه لرم؛ زه له امریکا سره په اړیکو کي هیڅ ډول مداخله نه غواړم؛ موږ به دا چېنل د اوس لپاره خلاص وساتو ځکه چي تاسو ورته اړتیا لرئ! له امریکا سره زموږ لپاره اړیکي ډیرې مهمي دي." بلنکن ډېر حیران سو؛ هغه باور درلودی چي د حماس د مشرتابه لپاره د خوندي پټنځای پای ته رسېدل به یوه جدّي ستونزه وي او باید د وخت په تېرېدلو سره حل سي او ممکن د ډارولو او اخطارونو ضرورت هم پېښ سي خو امیر پرته له دې چي مستقیم ووایي؛ اشاره وکړه چي که تاسو د اوسني وضعیت په پای کي له موږ نه د حماس څخه د خلاصون غوښتنه وکړئ نو موږ به حماس له خپل هېواده وشړو.

سعودي عرب:
‏په بحرین کي تر لږ ځنډ وروسته بلنکن د شپې تېرولو لپاره د سعودي ریاض ته د خپل ستړي سوي هیئت سره ورسېدی؛ دا په همدې یوه ورځ کي د هغه لپاره څلورم هیواد وو [په همدې ورځ پلاوي د بحرین له ولیعهد سره هم وکتل؛ خو اړوند کتاب فقط وايي چي ولیعهد تقریباً هماغه خبري تکرار کړې چي د اردن له پاچا عبدالله څخه بلنکن اورېدلې وې].
بلنکن د اکټوبر پر ۱۴-من د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود سره وکتل. شهزاده ورته وویل: "بي بي [نتنـیاهو] باید ځان ښه پوه کړی وای؛ ټولو ورته وویل چي له حماس سره دي دا معامله نه کوي [یعني غزې ته دي د پیسو استولو اجازه نه ورکوي] کله چي موږ ورته په واضحو الفاظو وویل چي دا کار مه کوئ! دوی باید د عقل څرگندونه کړې وای." شهزاده زیاته کړه: "حماس اخوان المسلمین دئ."
بلنکن دا وینا څو ځله اوریدلې وه؛ هغه پوه سوی وو چي ټول عرب واکمنان په خپلو دولتونو کي چي چا د حماس ایډیالوژي درلوده؛ یعني تر بل هر عنوان لاندي هغوی دغه واکمنانو ته ستونزي جوړي کړيدي. همدا لامل دئ چي د اردن پاچا، د قطر امیر، د بحرین ولیعهد، سعودي، مصري او نور مشران دې موضوع (د حماس له منځه وړلو) ته ډېره لېوالتیا لري. ځکه د دوی په وینا دا ترهگري ډلي نه یوازې د اسرائیل له منځه وړل غواړي بلکي دوی غواړي چي دا واکمنان هم نسکور کړي. شهزاده وویل: "موږ ډېر اندېښمن یو چي د اسرائیل د اقداماتو به څومره منفي اثرات زموږ پر امنیت پرېوځي؛ هر هغه څه چي تر حماس وروسته راځي احتمال لري تر دې هم بدتر وي. تاسو د داعش په اړه پوهېږئ؟ داعش د القاعدې په پرتله ډېر وژونکي ثابت سول."
بلنکن پوښتنه کوي چي سعودي عربستان به تر کومي کچي د غزې تر جگړي وروسته هلته د بیارغوني په برخه کي تعمیري رول ولوبوي. شهزاده ورته وایي: "موږ به د بي بي [نتنـیاهو] د مرداریو پر پاکولو پيسې مصرف نکړو. اسرائيل که هر څه له منځه وړي نو موږ به د غزې د بيارغوني لپاره پيسې نه ورکوو."

سعودي عرب ته یو ځل بیا عاجل سفر:
بلنکن په همدې شپه ریاض ته بیا راستون سو ځکه د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د ملاقات تلوسه څرگنده کړېوه. د بلنکن په وینا: محمد بن سلمان هغه څوک وو چي په سیمه کي د ستونزو د حل کولو په موخه ډېر مهم شخصیت وو. ولیعهد نه یوازي دا چي پر خپل واک ئې په قوت سره منگولي لگولي وې بلکي هغه یوه داسي انگېزه هم درلوده چي تل اسرائیل ته زړه راښکونکې وه – یعني د منځني ختیځ له خورا مهم هېواد سعودي عربستان سره د اړیکو بیا رغونه. محمد بن سلمان د غونډي په ترڅ کي بلنکن ته وویل: "زه یوازي غواړم هغه ستونزي حل کړم چي د ۷-اکټوبر په نتیجه کي رامنځته سويدي." د حماس لخوا د ۷-اکټوبر نېټې له بریدونو مخکي سعودي عربستان او اسرائیل د اړیکو د بیا رغولو لپاره په خبرو بوخت ول. دا د ولیعهد د "سعودي ویژن ۲۰۳۰" برخه وه چي هدف ئې د تیلو پر صادراتو باندي د سعودي عربستان انحصار کمول او هېواد په عصري اقتصاد او ماډرنه ټولنه بدلول دي. محمد بن سلمان وویل: "زه غواړم چي خپل دې لرلید ته راستون سم؛ خو د دې لپاره باید غزه ارامه وي. د اړیکو د بیا رغولو پروسه پای ته نه ده رسېدلې خو په ښکاره توگه موږ په دې وخت کي پرمختگ نه دئ کړی." هغوی جگړه پیل کړه خو زه غواړم چي دا پروسه په راتلونکي کي په مناسب وخت کي بیا تکرار سي.

‏اسرائیل:
بلنکن د اکتوبر پر ۱۶-مه سهار تل ابیب ته ورسېدی؛ د بایډن لومړنی هدف دا وو چي د اسرائیل حکومت غزې ته د بشردوستانه مرستو لړۍ پرانېزي چي د دوی د سختو بمباردونو له امله سخت زیانمن سوي وو. بــلنکن وویل چي له تاسو سره د وروستۍ ناستي راهېسي موږ له ټولي سیمي څخه لیدنه کړېده. ستاسي له ملگرو سره مو هم وکتل او له هغه چا سره هم چي ملگري ندي مگر دښمنان هم نسي ورته ویل کېدلی. یوه خبره مو په پرله پسې ډول اورېدلې وه چي ته څه کوې! هغوی [عرب واکمنان] په هغه کي ستا سره ولاړ دي. دوی د حماس د ماتولو ملاتړ کوي. دوی ټول اوس په دې موقف کي نه دي چي خپلو خلکو ته دا ووایي خو دوی غواړي چي تاسو بریالي سئ! دوی په سیمه کي ثبات غواړي او له حماس سره هیڅ یو هم خواخوږي نه لري. خو لکه څنگه چي ستاسو یوه ملگري وویل: اسرائیل باید موږ ته موقع راکړي ترڅو موږ دوی ته موقع ورکړو. بلنکن همغه ټکي ورته تکرار کړل چي د اماراتو شیخ محمد بن زاید آل نهیان ورته ویلي ول.

دا وېروونکي حقائق دي؛ د غزې مقدس مقاومت له الله تعالی پرته بل هیڅ معاون نه لري؛ دا یوه معجزه ده چي په دومره مقیدو او محدودو حالاتو کي لا هم هغوی ژوند او مقاومت کوي... دا جگړه بې کوم سازشه دومره نسوه اوږدېدلی... روسي او عبراني رسنیو یو راپور نشر کړ چي د حماس مشر شهید یحیی سنوار تر شهادت درې ورځي وړاندي (۷۲-ساعتونه) په لوږه تېري کړي وې. همداسي د اسرائیل د ملي عدلي انستیتوت رئیس ډاکټر چِن کوگل Dr. Chen Kugel له رسنیو سره د شهید یحیی سنوار د خاکي جسد د عدلي راپور (فارسنک رپورټ) جزئیات شریک کړل. په دې راپور کي دا څرگنده سوې چي نوموړي تر شهادت وړاندي نږدې ۷۲-ساعته څه نه دي خوړلي. د کارپوهانو په وینا د شهید سره د موندل سويو خوږو گولیو mentos candy راز دا وو تر څو نوموړی د لوږي له لاسه ځان له بې هوښه کېدلو پرې وساتي. ښکاره خبره ده چي دا خوږې گولۍ او د نورو خوږو خوړل په وینه کي د شکري کچه زیاتوي چي په موقته توگه له لوږي څخه پیدا کېدونکې بې هوښي او کمزوري له منځه وړلی سي. د یادولو وړ ده چي اسرائیل تل دا تور لگولی چي غزې ته د استول سویو بشري مرستو زیاته برخه د حماس د جنگیالیو لخوا ورسره ساتل کېږي او د دغو مرستو ډېره لږه برخه د غزې خلکو ته رسیږي. د ملگرو ملتونو د نوي راپور له مخي د غزې ۹۰% سلنه نفوس په ۲۴-ساعتونو کي یوازي یو وخت خواړه ترلاسه کوي.

همدا کیسه د باب ووډوارډ خبري تائیدوي چي د غزې ولس او د عربانو وروڼه او خوېندي له لوږي وژل کېږي؛ عرب دیکتاتوران ئې نه یوازي ننداره کوي بلکي د دجال په صف کي ولاړ د دغو مظلومانو د خولو پېښې هم کوي... همدا یویشتمه پېړۍ ده او همدا ئې د حقوقو، سولي او امنیت اصل حقیقت. عربانو په دې جگړه کي د پــستۍ او ذلت ټول حدود کراس کړل؛ د دوی دا ستر خیانت له عثماني خلافت سره د دوی د پلرونو او نیکونو تر غدر او خیانت چندان کــم نه دئ. تاریخ به تل دا بدمخي ډارن دیکتاتوران یاد ساتي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

Qais Yosufzai

الله دی خیر درکړی په زړه پورې لیکنه مو کړی

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک