No-IMG

قِبـطۍ فعاله؛ ماچي مجدي جالبه تبصره کوي!

تاسي حق لرئ چي اخوان المسلمین نقد (رد) کړئ؛ ځکه دوی پیغمبران نه دي او نه هم حسن البناء پیغمبر وو. خو دا هم حقیقت دئ چي باید وئې ومنو: په اخوان المسلمین کي رشوت خور، جعلـکاران او غله نسته. دا هم حقیقت دئ چي هیڅوک هم پر اخوان المسلمین باندي د جنسي تېري تور نه سي لگولی؛ یا د لرغونو اثارو د پلورلو او یا هم د مخدره توکو د تجارت... دوی حتٰی سگرېټ هم نه څکوي... دوی تر ټولو لوی داسي سیاسي او ستر جمهوري گوند دئ چي په خپله غېږ کي تر ټولو زیات دوکتورا لرونکي شخصیتونه لري؛ دا په مصري ټولنه کي تر ټولو لوی سیاسي بلاک دئ؛ دوی واک ته ورسېدل اما د خلکو په رأیه او اراده. دوی د درواغو او منفي پروپاگندو تر ټولو ستر کمپاین سره مخ سول؛ په دې کمپاین د خلکو داسي یوې ډلي برخه اخیستې وه چي نه باعزته ول او نه بې طرفه. اخوان المسلمین د خپلي واکمنۍ پر مهال د خلکو شتمنـیو ته لاس نه دئ اچولی؛ دوی له لسیـزو راهېسي د انحراف یا مادي گټي پورته کولو پرته د منظمي اتحادیې او روزونکو دنده ترسره کړې. دا رښتیا ده چي دوی فرښتې نه دي اما زما په اند؛ دوی په ټولنه کي تر ټولو ارزښتناک سیاسي جهت (گوند) او (له حق څخه) مدافع غورځنگ دئ.

خو بیا هم ممکن یو عیب ئې دا وي چي تاسي ترې راضي نه یاست!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک