د ایران - اسرائیل وروستی ټکر
اتل یحیٰی سنوار ویلي وو: ”دا به یوه سیمه اییزه او مذهبي جگړه وي چي نړۍ به بدله کړي.“ نړۍ تر اوسه د ۷-اکټوبر په مټ وارد سوي بدلونونه نه دي درک کړي؛ کوم اسلامي هېوادونه چي غواړي دا هر څه نظر اندازه کړي هغوی به هم د خپل سکوت بیه پرې کوي.
د اسرائیلي عملیاتو عنوان:
صهیونیسټانو د ایران پر ضد د خپلو نظامي عملیاتو لپاره د "رائزنگ آف لائن" یعني "د زمري عروج یا ظهور" نوم غوره کړی؛ دا یو خطرناک نوم دئ او سلسله ئې د پخواني یهودي سلطنت سره نښلي؛ په تحریف سوي تورٰة کي د زمري تشبیه یهودا ته سوې؛ په زېږدلو ۴۹:۹ څپرکي کي یعقوب علیه السلام د خپل زوی یهودا په اړه وایي: "یهودا د ځوان زمري زوی دئ، هغه لکه زمری ټیټ سو او کښېناستی، یا لکه زمرۍ؛ څوک به ئې پورته کوي؟" دا د هغه مسیح دجال علامت هم دئ چي یهودان ورته منتظر دي. د سلاطینو په باب کي لیکي چي د سلیمان علیه السلام پر تخت دوولس زمریان انځور سوي ول؛ دوی دا نوم هسي نه دئ وضع کړی؛ بلکي دوی یو ځل بیا د یهودا د سلطنت عروج غواړي.
مشهور اسرائیلي خبریال ایدي کوهین لیکلي ول: د اسرائیل اصل حدود هغه دي چي قافلة الصمود ورباندي منع کېږي؛ اشاره ئې مصر ته وه.
دقیق اسرائیلي بریدونه:
دوې میاشتي وړاندي ټرمپ وویل: ایران باید په شپېته ورځو کي اټومي هوکړي ته ورسېږي؛ نن د هغه اخطار ۶۱-یمه ورځ ده. اسرائیل پر ایران د ۲۰۰-جنگي الوتکو په مټ تر ۱۰۰-زیاتو حساسو ځایونو باندي خطرناک وژونکي بمونه وغورځول. بیا هم امریکا وایي موږ په دې مأموریت کي له اسرائیل سره گډون نه لرو. ممکن اسرائيلي شرارت یوازي تر ایران محدود پاته نسي؛ پاکستاني اټومي تنصیبات هم له خطر سره مخامخ دي؛ پاکستان هم د تیارسي حالت ته تللی؛ دا یقیناً ډېر ستر او هېښونکی اقدام وو. د بریدونو پر ضد د ایران بهرنیو چارو وزارت وایي: دا بریدونه د امریکا له مرستي پرته ممکن نه دي؛ موږ د ملگرو ملتونو د ۵۱-مي مادې له مخي د ځوابي اقدام پوره حق لرو.
جالبه دا ده چي د ۱۳ جون بریدونه دومره دقیق او با مهارته ول چي فقط په څو ساعتونو کې د ایران نظامي قیادت او د اټومي پروگرام تخنیکي مشرتابه له لاري لیري کړ؛ د دومره لوړي درجې قیادي مشرانو پر یو وخت وژل د اسرائیل نظامي صلاحیتونه او تر هغه هم ور آخوا د دوی جاسوسي نظام ډېر ښه روښانه کوي؛ دوی اعتراف وکړ چي له یوه کال راهیسي ئې معلومات را غونډول او د دې هدف لپاره ئې په سلگونو ایراني جاسوسان استخدام کړي ول؛ دغه جاسوسان په ټول هېواد کي مهمو اټومي تنصیباتو ته نږدې مستقر سوي ول؛ دوی د دغو مشرانو حرکات څارل او له ځان سره ئې ریکارډ کول. تر ټولو جالبه لا دا چي دوی په ډېر مهارت سره ځانگړي اسرائیلي سلاوي ایران ته قاچاقي ورسولې؛ په دغو وژونکو سلاوو کي له زمکي فضاء ته ویشتونکي SAM توغندۍ او خطرناک لاسي بمونه شامل دي. دا توغندۍ ترمیم سوي او دومره وړې سوي وې چي د موټر تر څوکۍ لاندي هوسا وړل کېدی سوې. همداسي د امریکايي شرکت Dynestics د GPS نظام درلودونکي (SGM) میزائیلونه هم چمتو سوي ول. په دې میزائلونو کي دومره مختصر بارود ځای پر ځای سوي چي له موټر څخه هم ویشتل کېدلی سي. د راډار جام کولو په موخه د موبایل په څېر وړې آلې ورسره موجودي وې او د دې تر څنگ ئې په لسگونو ښارونو کي په مخفي توگه د ځانوژونکو ډرونونو الوتکو لپاره اډې هم جوړي کړي وې. تر بریدونو یو څه وخت وړاندي سام میزائلونه مهمو او حساسو نقطو کي په ښکاره نصب سوي ول چي هدف ئې د هغو ایراني میزائلو په نښه کول وو چي باید اسرائیلي الوتکي به ئې ویشتلې؛ دا بریدونه څو اوونۍ وړاندي د یوکرائن هغو عملیاتو ته ورته ترتیب سوي ول چي پر روسي هوائي میدان ئې بریالي ترسره کړي و. یقیناً به اسرائیل دا کیسه په افسانوي شکل بیانوي تر څو ئې د دښمن په مقابل کي بریا ډېره هائلایټ سي خو دا چي دوی سائنسپوهان او د فوځ مشران څنگه په نښه کړل هغه په هوائي بمبارد سره ممکن نه ول. دا کار یقیناً د ایراني استخباراتو حیثیت تر پوښتني لاندي راولي.
د اسرائیل عرب گاونډیان:
اردن او مصر تل هڅه کړې له اسرائیل دفاع وکړي؛ اردن اعلان وکړ چي هیڅ ایراني ډرون او میزائل ته به اجازه ورنکړي چي د دوی له هوائي حریم څخه تېر سي اما پر ایران د اسرائیل د بریدونو پر وخت بیا ساکت پاته و؛ نن ټائمز آف اسرائیل دعوه وکړه چي اردن د ایران لخوا توغول سوي ۱۰۰-عدد ډروڼ الوتکي په نښه کړي اما ایران د ډرون توغولو تور رد کړ. تر دوی بدتر وضعیت د مصر دئ؛ د سلاو بار بحري بېړۍ اسرائیل ته ورسوي او هره هغه هڅه په ډېره بې شرمۍ سره شنډوي چي هغه د نړئوالو د ويښولو سبب کېدلی سي او یا غزې ته د مرستي ورسولو باعث؛ همدا اوس ئې قافلة الصمود ته اخطار ورکړی چي په هیڅ صورت د رفحي سرحد ته نږدې نسي ورتللی؛ د پاکستاني سناتور مشتاق احمد خان صاحب په اړه ئې رسماً پاکستان ته شکایت کړی وو... د دغو دوو هېوادونو د جرائمو چي څومره یادونه وسي لا هم کمه ده؛ په دوهم قدم کي مراکش او امارات دي چي د اسرائیل سره ئې د تعامل او مرستو غدر کړی دئ.
دا د شیعه و سني د اختلاف خبره نه ده؛ صدام خو شیعه نه وو؛ بلکي دې سني دیکتاتور خو د همدوی لپاره له ایران سره اوږده او خونړۍ جگړه وکړه او شیعي ټولنه ئې هم په عراق کي مقیده او مظلومه ساتلې وه؛ د ده د اټومي تنصیباتو په تباه کولو کي هم د اردن په گډون عرب هېوادونو له اسرائیل سره همداسي مرسته کړې وه. قذافي خو شیعه نه وو د ده سره عربانو څه وکړل؟ بل غوره مثال ئې دا هم دئ چي آذربائیجان بیا یو شیعي هېواد دئ؛ د هغه په اړه ولي دا فلسفه نه تلقین کېږي؟ حقیقت اصلاً دا دئ چي دا ټولي هسي پلمې دي؛ عربان خپله په منځني ختیځ کي له اسرائیل پرته بل اټومي قوت نه منلی؛ ځکه اسرائیل د دوی اقتدار د امریکا په ضمانت ساتلی؛ عرب دیکتاتورانو ته بیا تر هر څه اقتدار مکرم دئ.
ایران د سیمي دروغجن چوپان گرځېدلی:
تاسي به د دروغجن شپون کیسه اورېدلي وي چي تل به ئې په خلکو د ټوکو په نیت ویل چي هلۍ لېوان راغلي؛ هغوی چي به ئې مرستي ته راغلل ده به ورباندي خندل؛ بالاخر ئې یوه ورځ لېوانو رمه تباه کړه خو څوک ئې په چیغو نه ورته راغلل؛ ایران په سیمه په ځانگړې توگه خلیج کي د تروریسټي تنظیمونو سرپرستۍ بد معرفي کړی؛ د ایران تېروتني هم کمي نه دي؛ اسلامي نړۍ ئې یوې اوږدې سړې جگړي ته ټېل وهله او بالاخر له صدام سره ښکر په ښکر سو؛ که څه هم اوس ئې له سعودي سره د چین په وساطت د اړیکو نورمال کولو ډېره مثبته هڅه وکړه او سعودي عرب هم نن په ډېر جرأت سره د اسرائيل بریدونه وغندل؛ همداسي ئې له مصر سره د اړیکو عادي کولو هڅي پیل کړي؛ اما پر دولتي او عوامي سطح په خلیج کي له ایران سره مخالفت ډېر دئ؛ په ځانگړې توگه اردن او سوریه کي؛ د اسلامي نړۍ د باور ترلاسه کولو لپاره ایران صاف انځور جوړولو ته اړتیا لري او دا کار بیا وخت ته؛ ایران پر ډېرو کمزورو او کوچنیو پراکسیانو د سیمي ستر هېوادونه او د هغوی ولسونه وټکول او ناراضه ئې کړل؛ او داسي ښکاري چي ایران پر دې پالیسي له سره غور کوي ځکه نن حزب الله اعلان وکړ چي پر ایران د برید په صورت کي به حزب الله پر اسرائیل برید ونه کړي. دا وخت ایران پاکستان ته قناعت ورکولی سي؛ ځکه هغه هم په ورته پوزیشن کي دئ؛ که نن و که سبا د هغوی نوبت هم را روان دئ. (الله مکړه) ځکه یهودانو بار بار له ایران سره یو ځای پاکستان ته هم اشاره کړېده. پرون هم پاکستان خپل هوائي ځواک ته د هند پر ضد او د ایران سرحداتو ته نږدې د تیارسي امر وکړ.
د ایران عکس العمل:
د ایران انتقامي عکس العمل نن شپه پیل سو؛ د ایراني عملیاتو نوم "مجازاتِ شدید" انتخاب سوی؛ ایراني نا تائید سویو راپورونو د درېیو ایف ۳۵ اسرائیلي الوتکو د راغورځولو دعوه کړېده او اسرائیل بیا دا دعوه رد کړې؛ بلخوا ایران په درې ترتیبه پر اسرائیل د سترو بالسټیک توغندیو بریدونه وکړل؛ دا توغندۍ پر ۷-اوو مقاماتو نښتي چی په سر کي ئې تل ابیب شامل دئ؛ تر دې دمه الجزیرې د ۳۵ اسرائیلیانو د ژوبلېدلو اطلاعات ورکړي؛ پام مو وي چي اسرائیل په دې جگړه کي په ډېر سیسټماتیک ډول د خپلو تلفاتو شمېرنه ټیټه ښيي؛ د دوی په قول تر اوسه په غزه کي ۸۷۰ صهیونیسټي فوځیان هلاک سوي چي شمېر ئې یقیناً تر دې ډېر زیات دئ. په هر صورت دا د جگړي اوصول دي چي تلفات همغه وخت دقیق نسي معلومېدلی؛ اما د ایران انتقامي برید ډېر مؤثر، عاجل او قوي وو؛ د یهودو په مقابل کي چي هر څوک ودرېږي هغوی باید وستایل سي؛ رب تعالی دي ایران او ایراني ولس وساتي.
