پر ایران ناروا بریدونه
ایران یو وخت په ډېر ویاړ سره اعتراف کاوه چي پر عراق او افغانستان ئې امریکایي اشغال ته زمینه سازي کړې، د امریکا مرسته ئې کړې او د صدام په مرگ ئې په خوښيو دا اعترافات ثابت هم کړل. امریکا ئې په مزدانه کي شیعي مذهبي تنظیمونو ته په دغو دواړو هېوادونو کي اقتدار وسپاره. ایران پر دې خیانت اکتفاء ونکړه؛ د سوري، لېبیایي، سوډاني، یمني، عراقي او لبناني ولسونو قتلِ عام ته ئې کار ووایه؛ همدوی غزه، لبنان او یمن په جگړه کي تنها پرېښودل؛ دا دئ نن عربان پر ایران د ګڼ شمېر لویو بریدونو تماشه کوي.
منځنی ختیځ به همدا ځانځانی لکه سېلاب ورسره وړي. په خلیج کي له دوو هېوادونو څخه د اسرائیل په مقابل کي د خنډ جوړېدلو توقع کېدلی سي؛ مصر او ایران؛ که دا دواړه د ایران د اوسني وضعیت په څېر کمزوري سول نو خلیج د صهیونیسټانو د بدمعاشۍ په اډه بدل سي...
اما د شهید اسماعیل هنیه او اوسنیو لوړ پوړو ایراني چارواکو ترور دا ښيي چي ایران حتٰی د دفاع ظرفیت هم نلري؛ ایران د ډېر ستر جاسوسي جال له شر سره مخامخ دئ؛ بلکي په ایران کي د موساد د موجودیت دعوې تحقق ته رسېدلي ښکاري. په دومره عاجلو، مؤثرو او قوي بریدونو کي خو آن د غزې قیادي مشران هم نه ول په نښه سوي؛ د حماس دفاعي او انتقامي وضعیت تر ټولو قوي ښکاري؛ ایران د دفاع پر ځای دا دوې لسیزي په اسلامي نړۍ کي یوازینی کار تخریب ترسره کړی وو؛ دوی د اخواني نظام په نړولو کي د عرب چوپانانو او اسرائیلي پالیسۍ ملاتړ وکړ؛ پایله همدا ده چي ایران په اسلامي نړۍ کي د یوه یتیم مثال لري. ایرانیانو څو کلونه وړاندي په خپلو پراخو لاریونونو کي دعوه کوله چي خامنه اي ټوله ایراني شتمني پر شیعي تروریسټي تنظیمونو مصرفوي او یقیناً د دوی وېره بې ځایه نه وه.
په داسي وخت کي هم د ایران اخطارونه او سوړ عکس العمل د دوی بېچارگۍ ته اشاره کوي؛ په هر صورت موږ د دوی په څېر کمظرفه نه یو چي پر ایران د صهیونیسټانو په بریدونو خوښ سو؛ الله دي وکړي چي ایران په پوره قوت او حقیقي توگه پر اسرائیل د میزائلونو داسي باران وکړي چي د هغوی تلفات هم د پام وړ وي؛ نه د تېر په څېر چي هیڅ مؤثر نه ول.
