No-IMG

حماس اسلامي غورځنګ د عروج په لور

قاضی محمد نذير حکيم

 

له آوږدې مودي راهيسي د فلـ سطين په مسلمانانو د اسرايـ لو لخوا د ظلم، وحشت او بربريت درنې درنې، ميچني ګرځول کيږي، د فلـ سطين آزادۍ  غوښتونکي تحرکتونه  زيات شمير له مقاومته  ستړي، ستومانه او يا هم د اسرايـ لى استخباراتي ادارى (موسـ ـاد ) د شومو، شريرو لمو ښکار شويدى،  اسلامي آمت او په ځانګړي توګه عربي نړۍ د فلـ سطين  قضيې  ته يې شا آړولي ده، د فلـ سطين قضيه يوازي اوس حـماس اسلامي غورځنګ ته پاتي ده، حـ ماس اسلامي غورځنګ  د ځينو عواملو او علتونو په وجه د ( طـ وفان الاقصى ) تر نامه لاندى بريالي عمليات ترتيب او تنظيم کړل !!

هغوي ته چي د حـ ماس  په برياليو عملياتو شکوک او شبهات لري، لاندي علتونو او د برياليو عملياتو  حقيقتونو  ته يې رابولم !!

1-که چيرته حـ ماس دا بريالي عمليات نه وه ترسره کړى ــ نه به غزه د تل لپاره په آمن وه ـ نه به چا د اسرايـ لو په زندانونو کي د مظلومو  فلـ سطيني زندانيانو غږونه آوريدلي وه  او نه به حــ ماس اسلامي غورځنګ د يو ځلانده، پياوړى  جـهادي تنظيم په شان را ښکاره شوى وو ــ

2-له مسلمانانو د فلـ سطين هيره قضيه  چي د دى خاوري آصلى اوسيدونکى او وارثان مسلمانان دى، اسرايـ لې رياست  غاصب، ظالم او له  نورو هيوادنو راغلى دلته په زور ميشته شوى يهوديان دي ـ

3-د اسرائيـ لو له مکر او فريب ډک سياسي او اقتصادى جالونه  چي غوښتل يې لومړى اسلامي نړۍ په ځانګړي توکه عربى نړۍ ښکيل کړى،  حـ ماس مدبر قيادت د اسرائيـ لو او عربى نړۍ دا نږدى والي او خورکړى جال د فلــ سطين لپاره خطرناک وباله، چي د ط ـوفان الاقـ ــصى برياليو عملياتو ددوى ترمنځ ستر واټنونه جوړ کړل او د اسرائيـ لو ټول پلانونه يې د خارو سره خاورى کړل ـــ

4-اسرائيـ لو هغه شرطونه  ومنل چى حــماس ترى غوښتل ـ

5-آمريکا ويل مونږ له ترهګرې ډلي سره هيڅ قسمه معامله نه کوو، خوشبختانه  د حــ ـماس تندريزو بريدونو آمريکا  مجبوره کړه د آوربند وړانديز  يې په خپله وکړ او ويي مانه ــ

6-د فلسطيني اولس او حماس اسلامي غورځنګ  په هکله  د نړۍ، قوموتو، مذهبونو او هيوادونو نظر او رايه تغير ومونده، فلسطيني اولس مظلوم او له خپل حق دفاع کوونکي وګڼل شو ــ

7-داسلامي آمت ځوان نسل د فلسطين په آرزښت، آهميت او د اسرائيلو په ظالمانه او بزدلانه  عدوات چي له اسلامي آمت سره يې لري پوه او آګاه  شول ــ

8-د اسرائيلو په وحشيانه او بزدلانه  بمباريو کي په رزګونو فلسطيني ماشومان، ښځى او ولسي خلک په شهادت ورسيدل، د زياتو کورنيو ټول غړي په شهادت رسيدلى، پداسي ويرجن حالت کي  د فلسطيني عوامو پر ژبو  د الله اکبر، الحمد لله، حسبناالله ، کلمو تکراريدل ددي باعث شول، چي  زيات شمير کفار د اسلام پلټنه وکړى او  اسلام  راوړي،  د غرب مشهورو شخصيتونو حتى  په خواله رسنيو کى د اسلام پر حقانيت آعتراف او اسلام يې قبول کړ ـ

9-د آوربند پدى درى ورځو کي د حماس او اسرائيلو ترمنځ چي د بنديانو تبادلې کومه سلسله روانه ده، ټوله نړۍ يې هکه حيرانه کړه، نړۍ پدي پوه شوه چي اسرائيل د يو کاذب شعار لاندى د فلسطيني  بنديانو سره ډير ناوړه  بد چلند کړى او کوى يې،  بالمقابل حماس له بنديانو سره هآغه نيک  اخلاقى او انساني چلند وکړ، چي د انسانيت په اوسني  تاريخ کي يې سارې نه ليدل کيږى او همدا د اسلامي لارښونو صحى مصداق دى ـ

10-د حماس برياليو فدايى  عملياتو، د اسرايلى  فوځ او استخباراتي  آدارى  ( موساد ) هغه جعلى زور، دبدبه  له مينځه يوړله چي د غربي او شرقى نړۍ خلکو په آذهانو کى يې آچولي وه ــ

11-تر اوسه پورى د حماس مجاهدينو  سره ( 250 ) اسرايلې پوځيان او مهم  جنرالان بنديان دي، دوي به تر هغه پوري د حماس مجاهدينو  په زندانونو کى پراته وي، تر څو چي( 15000) زيات کم فلسطيني بنديان د اسرائيلو له زندانونو آزاد شي ــ

12-پر غزې د نتن يانو بى باګي حملي، جنګي جرايم  او ناکامي  پاليسۍ په وجه ، اسراييلو کى خپل منځي ژور آختلافات ورځ تر بلي  زياتيږى ـ

13-د حماس برياليو طوفانى عملياتو، د اسرائيلو اتباعو زړونو کى دومره  ويره او ډار   آچولي، چي تر اوسه( 13500 ) مختلف جنسيت لرونکى اتباع له اسراييل بيرته خپلو هيوادنو ته په هجرت او کډه کولو مجبور شوى ــ

14-د اسرائيلو خونړيو او ړندو بمباريو با وجود ( 2400000 ) فلسطيني ولسي وګړۍ  دشنو لوګيو او باردو لاندى په خپله خاوره، د ورانو کنډله شويو کورنو  او کليو کى پاتي شول ـ

15-د اسرائيلو په وحشيانه بمبارې کي څه کم ( 20000 ) فلسطيني مظلوم وګړي په شهادت رسيدلي او هر شهيد به د قيامت په ورځ، خپلى کورني ( 70 ) غړو شفاعت کوي، ان شاء الله ـ

16-د اسرائيلو لخوا په مظلومو  فلسطيني وګړو، وحشيانه، بزدلانه  بريدونه، خواخوږي دوست او دشمن وغندل، مګر درواغجن مسلمان سياستوال او بزدله  منافقو هيوادونو پدى سترو سترو جنايتونو او د نتن ياهو په جنګي جرمونو سترګې پټي کړي، د مقاومت سپيڅلى جګړي ته يې د فتني نوم ورکړ، بعضو دتعصب او عقدي  له وجي دي  خونړۍ آور ته نور پوکي هم ورکول،  حتى بعضي  نام نهاد دولتونو د آمريکا  له ويرې د خپلو ولسي وګړو څخه د فلسطين مظلوميت باره کي  غږ پورته کولو حق  واخست او د مظاهرو، لاريونونو مخه يې ونيوله، بي له شکه دغه کسان د اسرايېلو سره پدى ستر وحشت او بربريت کى شريک دي او دقيامت په ورځ به يې ضرور حساب لنډوي، ان شاءالله  ــ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک