اوريدلي مو وه، خو ايله اوس مو وليدل
-پرون نتن یاهو په انګليسي ژبه وويل چه حم اس زمونږ په بنديانو ښځو جنسي تيرې کوي.
نن بايډن د حماس دغه کار وغندلو!
فکر نه کووم چه د امريکا په تاريخ کې به دومره بې شخصيته او درواغجن ولس مشر تير شوې وي. د جګړي په اوله ورځ ورته نتنیاهو په غوږ کي وويل چه حم اس داسې او هسې جرمونه کړي دي ، ده سبا هماغه خبره ميډيايي کړه، خو وروسته معلومه شوه چه دغه روايت درواغ دې ، نو سپينه ماڼئ هم مجبوره شوه چه د نتنياهو ددرواغو په منلو اعتراف وکړي. خو دغه کواټه شوي بوډا دهغې رسوايئ نه عبرت وانخيست او نن يي بيا له ځانه د نت نياهو ددرواغو لاسپيکر جوړ کړ!
- يوه امريکايي سرچينه وايي چه مونږ دا نه دي ليدلي چه اسراييلو دی په غز ه کې قصدا ولسې وګړي وژلي وي!
طبيعي خبره ده چه څوک د يوشي نه سترګې پټې کړي نه يي ويني، يا چه يو څوک په سترګه ړوند وي، نو هغه دړندې سترګي خوا شې به نه ويني ، که نه په فلسطينې ښځو او ماشومانو او نورو ملکي شهيدانو خو د غزې لارې او کوڅې ډکې دي.
اوريدلي مو وه چه فلانې اوښان په بډه وهي، خو ايله اوس مو وليدل چه دغه درواغجن مخلوق امريکايي چارواکي دي.
هيله ده چه اوس زمونږ ځينې غوليدلي او ستاسو په ناليدلي مخ مين درته په ډکه خوله ووايي چه:
ورک شه ستاسو هغه مادي پرمختګ چه تاسو يي دومره اخلاقي کندې ته غورځولي يئ.
