افغانستان ته د اسلام راتګ
افغانان سرشار او مغروره خلک دي، په خپل تاريخ کې يې د هرې جګړې او تجاوز په ميړانه دفاع کړې ده، افغانان د چنګيز او تر هغه د پخوا د وخت د جنګونو قصې د خپل تاريخي تراث په متونو کې لري، خو د اسلام په ننګ دلته د جنګ هيڅ ثبوت نه وينو، يوازې د ځينو واعظانو تشه ادعاء ده چې خلک وايي دلته يې د تورې په زور افغانان رام کړي دي، دا چې د افغانانو په څېر جنګيالي خلک دې د يو چا د تورې په زور د هغوی خبره ومني؛ اصلاً د قبلولو وړ نه ده.
له بل پلوه مونږ ته د صحابه کرامو او تابعينو رضوان الله عليهم اجمعين د دعوت اغېز ولې دومره عادي او غير مؤثر ښکاري چې ومنو افغانان دې د اسلام د هغه وخت د ښو مبلغينو د ښه تبليغ پر اساس مسلمانان شوي وي؟!! که د مدينې خلک د مصعب بن عمير رضي الله عنه په دعوت جوپې جوپې اسلام ته داخلېدی شي، نو آيا په نورو صحابه کرامو کې به د دې هنر او په دعوت کې به يې دومره اغېز نه و چې افغانان په خپل دعوت او ښو اخلاقو متأثره کړي چې اسلام ومني او په خدای تعالی ايمان راوړي؟!! که اندونیزیا او ماليزيا او د دغه سمت نور هېوادونه د يو څو مسلمانو تجارانو په تبليغ او د هغوی په ښه برخورد اسلام منلی شي نو د افغانانو د اسلام لپاره دې ولې خامخا د تورې استعمال وشي؟ او بله خبره دا چې اسلام يو فکر دی، يو باور دی او فکر او باور د قناعت او قلبي اطمئنان پر اساس منل کېږي، نو دا څنګه ممکنه ده چې يو څوک دې (د دې ځينو د باور مطابق) ستاسې په کلي د تورې او زور حمله وکړي، ستاسې ځوانان دې قتل کړي، سړي او ماشومان مو غلامان کړي، ستاسې مېندې، خويندې، لونې او مېرمنې وینځې کړي، پر هغوی دې جنسي تجاوز وکړي، لکه د چارپايانو يې په خپلو کې تقسيم کړي او بيا تاسو د هغوی دين قلباً او طوعاً ومنئ او ورته ووايئ چې ډېره مننه چې تاسو زمونږ له ځوانانو، سړيو، ماشومانو، مېندو، لوڼو، مېرمنو او خويندو او په مجموع کې زمونږ له عزت سره دا ټول څه وکړل؛ مونږ مو منندوی يو، ستاسې د دين په شمول ستاسې هره خبره په سر سترګو منو!!
په دغه شکل تعامل، افغانان او دا کار!!! تقريباً شِبهِ محال خبره راته ښکاري.
د دې په مقابل کې دا چې افغانان له پېړيو پېړيو په اسلام سر ورکوي، له اسلام او د اسلام له شعائرو سره له زړه مينه کوي، نه يوازې افغانانو خپل نيکونه په خپل تاريخ کې د اسلام مدافعين ياد کړي دي او افتخار يې پرې کړی دی، بلکې د سيمې مؤرخينو هم افغانان د اسلام ستر مدافعين ياد کړي دي، نو تر شا يې حتماً د اسلام د هغه وخت د سترو او ګمنامو مبلغينو او دعوتګرو کارنامې او مؤثر دعوت دی چې دې خاورې ته د اسلام له ښکلي دعوت سره راغلي دي او اسلام يې په خپلو اخلاقو، نرم دعوت او په اغېزمن تعامل د دې سيمې خلکو زړونو ته ښکته کړی دی، خو متأسفانه چې چا يې دغه کارنامې او حتی نومونه نه دي ثبت کړي.
زه د نورستان يم، په مثال کې به يې د نورستان د خلکو د اسلام د قبلولو خبره وکړم، د عامو خلکو باور همدا دی چې د نورستان خلکو د امير عبدالرحمان د لښکر په زور او د هغوی د تورې له ويرې اسلام قبول کړی دی، حال دا چې له دې هجومي تاريخي روايت نه د نورستان په داخل کې اصلاً ډېر خلک خبر هم نه دي، بلکې د امير عبدالرحمان لښکر يوازې د نورستان په شرقي سيمه کې له يو څو کليو سره جګړې کړې دي او په جګړه کې يې اصلاً د پام وړ کاميابي هم نه ده ليدلې، دا چې د هغه وخت خلک په ليک لوست نه پوهېدل، نو ميدان يوازې د امير عبدالرحمان درباريانو ته خالي پاتې و چې د سيمې په اړه يې چې هر ډول راپور ليکه نو په دربار کې يې خبره منل کېدله، د امير عبدالرحمان د يو څو درباريانو په مبالغه آمېزه خبرو هغه هم خپل د تاريخ په کتاب کې دا ليکلي چې ګنې په نورستان کې د جګړې په زور ډېره کاميابي ترلاسه شوې وه او نورستانيانو د تورې په زور اسلام ومانه!!
له بل پلوه په نورستان کې د اسلام د خپرېدو اساسي او عمده علت بل څه و، امير عبدالرحمن نورستان ته د مبلغينو ډېرې ډلې مختلفو درو ته ليږلې وې، د هغوی تبليغ چې څومره کار کړی دی، د جګړې په زور د نورستان د خلکو د اسلام قبلولو سلنه په کې په صفر حساب ده، د نورسان مرکزي او غربي سيمې چې ډېر زيات نفوس لري، اصلاً هلته جګړې نه دي شوې، خو د یو څو کلونو په دوران کې تقریباً د نورستان ټولو وګړو اسلام قبول کړ، دا د جکړې او د زور تاثیر نه و؛ اګر که مشهوره خبره همدا ده چې دا هر څه د تورې په زور شوې دي، خو واقعيت کاملاً په بېل ډول دی. د تورې په زور د افغانانو د اسلام قبلولو روايت هم په همدې قياس کړئ.
زه د دې سيمې تاريخي واقعيتونو او د افغانانو طبيعت ته په کتو اصلاً دا خبره ناسمه ګڼم چې افغانانو دې د تورې په زور ايمان راوړی وي، ځکه چې ايمان اصلاً داسې شی نه دی چې د تورې په زور د يو چا زړه ته دې ښکته شي.
افغانستان_ته_د_اسلام_راتګ
له_بلې_زاويې
